۸صبح، سمنګان: په سمنګان کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې ددغه ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ یوه ښځینه پولیسه باندې، ددغې ډلې جنګیالیو له خوا، جنسی تیری شوی دی.
په سمنګانو کې يوې باوري ځايي سرچينې نن سه شنبه (کب٢٣مه) وويل، چې دغه ښځينه پوليسه باندې، د پنجشنبې په ورځ (کب ١٩مه) ددغه ولايت په امنيه قوماندانۍ کې، د طالبانو له لوري جنسي تېرى شوې دی.
د سرچينې په وينا، د سمنګان ولايت امنيه قوماندان مولوي (بدري) سکرتر (قاري ميا) د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت، پر دغې ښځينه کارمندې جنسي تېرى کړى دى.
د سرچينې په وينا، دغې مېرمنې تر اوسه د طالبانو له وېرې له امله د قاري ميا پرضد شکایت نه دی ثبت کړی.
د سمنګان ولايت د امنيه قوماندانۍ څخه يوې سرچينې هم ويلي، چې ددې مېرمنې کور له څو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو لخوا محاصره شوی او د کورنۍ غړو څخه يې ژمنه اخیستی، چې موضوع به نه رسنيزه کوي.
په سمنګانو کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تېره اوونۍ په سرپل ولایت کې یوه ۴۰ کلنه مېرمن او د هغې پر دوو لوڼو د طالبانو له خوا جنسي تېری شوی و.