امریکا له خپلو اتباعو غوښتي چې ژر تر ژره له روسیې ووځي

د روسیې لخوا د جاسوسۍ په تور د وال سټریټ ژورنال خبریال تر نیول کیدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو اتباعو وغوښتل چې له هیواده ووځي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ويدانت پاټل د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۳۰) په يوه بېړنۍ خبري غونډه کې د دغه هېواد له ټولو اتباعو څخه چې په روسيه کې دي او يا دغه هېواد ته سفر کوي، وغوښتل چې سمدستي له دغه هېواده ووځي او دی هېواد ته دې سفر نه کوي.
ودانت پاټل په روسیه کې د متحده ایالاتو اتباعو څخه وغوښتل چې د وتلو په برخه کې د مرستې لپاره په مسکو کې د متحده ایالاتو سفارت سره اړیکه ونیسي.
پاټل وویل چې لیدل شوي چې روسیې څنګه خبریالان او مدني فعالان تر فشار لاندې نیولي دي.
د بهرنیو چارو د وزارت دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوه چې د وال سټریټ ژورنال خبریال ایوان ګیرشکیویچ د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۳۰) نېټه د جاسوسۍ په تور د مسکو لخوا ونیول شو.
په همدې ورځ وال سټریټ ژورنال په خپل خبریال لګول شوی تور رد کړ.
په همدې حال کې سپینې ماڼۍ هم د روسیې دغه عمل غندلی او هغه یې مسخره بللی او ویلي یې دي چې د روسیې له لوري د امریکايي اتباعو په نښه کول د منلو وړ نه دي.
په دې وروستیو کې د اوکراین د جګړې پر سر د واشنګټن او مسکو اړیکې ترینګلې شوې دي.