له افغانستانه د ترهګرو د نفوذ خطر په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون د سرمنشي اندیښنه

۸صبح، کابل: د روسیې په مشرۍ د ډله‌ییز امنیت تړون سرمنشي، د ترهګرو ډلو د نفوذ زیاتوالي په اړه، اندېښنه څرګنده کړې ده.

ټاس خبري آژانس راپورورکړ چې (ایمانقلی تاسماګامباتوف) نن جمعه  (وري۱۱)  د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د دارالانشاء او د ګډې قوماندانۍ له لوړپوړو چارواکو سره په کتنه کې، وویل چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې، خپلې ریښې پیاوړې کوي .

تاسماګامباتوف زیاته کړه: «د مختلفو ترهګرو ډلو ترڅنګ، د مخدره موادو د تولید او قاچاق وړونکي ځواکونه هم په افغانستان کې خپلې ریښې پیاوړي کوي.»

هغه خبرداری ورکړ: «د ډله‌ییز امنیت تړون په سازمان کې زموږ د متحدینو سیمو ته د ترهګرو ډلو او افراطي افکارو د نفوذ خطر شته دی.»

دا څووم ځل دی چې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان غړي، له افغانستانه د تروریزم د ګواښ په اړه اندیښنه څرګندوي.

طالبانو تل ویلي چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ نشته.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د داعش په ګډون، د بېلابېلو ترهګرو ډلو خوځښتونه زیات شوي او د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې، دغې ډلې د طالبانو پر پوستو لږ تر لږه شپږ بریدونه کړي دي.

Back to top button