۸صبح، کابل: د افغان مېرمنو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې د افغان قاضیانو، وکیلانو او څارنوالانو ژوند په یوه شپه د طالبانو له خوا ویجاړ شوی دی.
امیري دا خبره نن چهارشنبې د سلواغلې په ۵مه له خطر سره مخ وکیلانو د نړېوالې ورځې له امله په یوه ټویټ کې کړې ده.
هغې ویلي: «موږ د افغان قاضیانو، وکیلانو او څارنوالانو ترڅنګ ولاړ یو چې فعالیت یې د قانون د واکمنۍ دودولو لپاره په یوه شپه د طالبانو له خوا ویجاړ شو. محکمې منحل، قاضیان او څارنوالان ګوښه او وکیلان ګواښل شوي دي.
د افغان مېرمنو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې د هېواد عدلي او قضایي برخې له هغې جملې ښځې ددې حق وړ بللې چې خپلې دندې په عزت، امنیت او درناوي سره پرمخ بوځي.
د ویلو وړ ده چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، د مخکیني حکومت قاضیانو ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړې او د لویې څارنوالۍ کاري واکونه یې هم محکمو ته لېږدولي دي.