۸صبح، کابل: اندونیزیا کې سرچینې وايي، چې په دغه هېواد کې یوه افغان پناه غوښتونکي ځان وژنه کړې ده.
د سرچینو په خبره، اندونیزیا کې افغان پناه غوښتونکي سید نادر شنبه د مرغومي پر ۲۵ ځانوژنه کړې ده.
سید نادر د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکی و او شاوخوا اته کاله يې اندونیزیا کې له خپلې کورنۍ سره د پناه غوښتونکي په توګه ژوند کاوه.
سید نادر درې لوڼې او یو زوی لاره او د اندونیزیا پکنبارو ښار کې یې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) په ملاتړ ژوند کاوه.
هغه ته نژدې کسانو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، نوموړی د سترس او رواني ناروغیو له کبله تر درملنې لاندې و او د مرستندویه سازمانونو له لوري هغه ته درمل راوړل کېدل.
ویل شوي، چې سید نادر د اتو کالو بې برخلیکۍ له کبله ځانوژنه کړې.
تر دا مهاله اندونیزیا کې ۱۴ نورو پناه غوښتونکو هم ځان وژلی دی.
ویل کېږي، چې اوسمهال اندونیزیا کې شاوخوا اته زره افغان پناه غوښتونکي بې برخلیکه دي.