۸صبح، بدخشان: بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې یوې نجلۍ ځان په سر په مرمۍ ویشتلی او ځانوژنه یې کړې ده.
ځايي سرچینې وایي، چې دغه نجلۍ ۱۸ کلنه وه او سه شنبه شپه د سلواغې پر یوولسمه نېټه یې د راغستان ولسوالۍ په غوجان کلي کې ځان وژلی دی.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دغې نجلۍ څو ورځې مخکې له یوه هلک سره کوژده کړې وه.
بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي هم دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې په دې تړاو څېړنې روانې دي.
داسې برېښي، چې دې نجلۍ د جبري واده له امله خپل ژوند پایته رسولی دی.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته جبري ودونه زیات شوي دي.