د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې طالبانو په افغانستان کې د ښځو شاوخوا ۶۰ زره سینګارتونونه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په امر وتړل. له دې اقدام وروسته، په لسګونو زره هغه ښځې چې له کلونو راهیسې د سینګارولو پر کار بوختې وې، وزګارې شوې. خو یو شمېر دغو ښځو د خپل کار د حق ترلاسه کولو لپاره له مبارزې لاس نه دی اخیستی. هغوی خپلې کورنۍ ته د نفقې برابرولو لپاره د سینګارتونونو وسایل د کار کولو لپاره کور ته لېږدولي او لاهم د لږو پېرېدونکو او لږ مزد سره په لرلو سره د راتلونکي لپاره خپلې هیلې ژوندۍ ساتي. که څه هم د دغو ښځو د کار پر وړاندې د طالبانو ګواښونه لا هم پرخپل ځای دی، خو هغوی وايي، چې په اوسنيو نامناسبو شرایطو کې په محدودو امکاناتو او فرصتونو سره د خپلو مساويانه حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.
بهاره له څه باندې ۱۸ کلونو راهیسې د ښځو د سینګارولو په برخه کې پر کار بوخته ده. نوموړې له دې لارې د خپل مېړه ترڅنګ، د خپل ځان او شپږو اولادونو لګښتونه پوره کوي. د دغې ښځینه سینګاروونکې په وینا، هغه د طالبانو له لوری د سینګارتونونو له تړل کېدو وروسته، په ناوړه اقتصادي او رواني وضعیت کې وه. بالاخره، بهاره د خپل ځان او خپلو اولادونو د ښه راتلونکي د ساتلو لپاره، د خپل سینګار تون سالون د ښځو پر خیاطۍ بدلوي، څو له هغې نه په ګټې اخیستو په پټه توګه د ځان لپاره د کار کولو له طبیعي او مساوي حقه ګټه پورته کړي.
هغې اوس خپلې ۹۰ سلنه پېرېدونکې له لاسه ورکړی، او پاتې ۱۰ سلنه یې کله ناکله د جدي اړتیا په صورت کې ورځي. د کار له دومره کمېدو سره سره، بهاره طالبانو ته مالیه هم ورکوي، ځکه چې د هغې هټۍ لا تر اوسه د دې ډلې د مالیې په کتابچه کې ثبت ده، او هغه باید د مالي کال تر پایه او ښايي تر دې هم زیات وخت، د دغو پیسو ورکولو ته دوام ورکړي. هغه زیاتوي: «د تېر حکومت پر مهال مې کار ډېر ښه و او ډېر عاید مې درلود، خو اوس مې ټول مشتریان له لاسه ورکړي دي. یوازې لس سلنه پېرېدونکې راځي. زه د طالبانو له وېرې خپل کار په سمه توګه نه شم ترسره کولای. د کار پرمهال فکر کوم چې طالبان به راننوځي او پېرېدونکې هم د نیول کېدو له وېرې نه راځي.»
فاطمه په کابل کې یوه بله هغه ښځینه سینګاروونکې ده، چې اړه شوې، خپل کاري وسایل کور ته ولېږدوي. هغې چې سینګارتون یې د دې او د نوموړې د ماشومانو د اړتیاوو د پوره کولو یوازینۍ لار وه، اوس د طالبانو له مزاحمتونو سره سره، په کور کې یو سالون جوړ کړی دی. فاطمه وايي:« د دغه کسب په اړه د ټولنې له منفي نظرونو سره سره له ډېرو خنډونو سره مخ شوم، خو ما سینګارول یو کسب باله او د زده کولو لپاره مې یې ډېر کار وکړ. ما شپږ کاله په خپلواکه توګه کار وکړ او له دې لارې مې د ځان او خپلو ماشومانو اړتیاوې برابرولې. اوس طالبان نه یوازې زما کسب د شریعت پر خلاف ګڼي، بلکې ښځینه سینګاروونکو ته هم په بده سترګه ګوري او موږ نجسې ګڼې.»
په نورو ولایتونو کې هم ښځې له دغو پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي. حمیرا ( مستعارنوم) په بغلان ولایت کې یوه ښځینه سینګاروونکې ده، چې شل کاله یې په دې کسب کې تېر کړي دي، نوموړې وايي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د لویو ښارونو په پرتله په ولایتونو کې ډېر سخت دي. هغه د نورو ښځينه سینګاروونکو په څېر د طالبانو له لوري د سینګارتونونو د فعالیت له منعه کېدو وروسته، مجبوره شوې ده چې خپل کاري وسایل د خپل کور ځمکتلې ته ولېږدوي.
هغه د هغو محدودیتونو په اړه خبرې کوي، چې د طالبانو د ویرې له امله یې پر پېرېدونکو لګولي دي: «محدودیتونه د دې لامل شوي، چې په وېره کې کار وکړو، او پېرېدونکې هم په ویره کې راشي. پخوا به له ناوې سره د هغې ډېرې ملګرې هم راتللې، خو اوس موږ وايو چې يوازې ناوې دې راشي او که له ځانه سره يوه اضافه ښځه راولې هم، نو یو ځای دې کورته نه راننوځي. موږ ان ناوې ته اجازه نه ورکوو چې د واده په جامو کې له سینګارتونه ووځي.»
د حميرا په وينا، په بغلان کې د سینګارتونونو له تړل کېدو وروسته، طالبانو د ښځينه سینګاروونکو پر کورونو هم چاپې وهلې، څو ډاډ من شي چې خپل د سينګار وسایل یې کورته نه دي وړي. هغه زیاتوي چې یوې ملګرې یې په خپل کور کې سینګارتون جوړ کړی و، خو طالبانو له خبرېدو وروسته د هغې پر کور برید وکړ او مېړه یې ورته وواهه او د سینګار ټول وسایل یې ورمات کړل.
دغه شمېر ښځينه سینګاروونکې وایي، که څه هم د ښځو د سینګارتونونو د جواز د لغوه کولو له حکم وروسته يې په وار وار د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې ته مراجعه کړې، څو د دې ادارې له رييس سره د خپلو کاري اړتياوو په اړه خبرې وکړي، خو له هر ځل هڅې کولو وروسته، د طالب له ټوپک او د دې ډلې له سپکاوي سره مخ شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، د ښځو د فعاليت پر وړاندې ډېر محدودوونکي فرمانونه صادر کړي دي. په وروستیو مواردو کې د دې ډلې د اجباري حجاب د نه رعایتولو په تور په بېلابېلو ولایتونو کې ښځې نیسي او نامعلومو ځایونو ته یې لېږدوي. په ټوله کې دا ډول اقدامات د دې لامل شوي چې په افغانستان کې ښځې لا زیاتې په خپلو کورونو پورې محدودې پاتې شي. خو په افغانستان کې ګڼې ښځې په ځانګړې توګه سینګاروونکې هڅه کوي، چې د محدودیتونو په بې اغېزې کولو سره د هیواد ناوړه شرایطو ته بدلون ورکړي څو یې د خپلو طبیعي حقونو د ترلاسه کولو هیله لاهم ژوندۍ پاتې شي.