د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د ګڼو خلکو کاروبار خراب شوی او زیاتو شرکتونو او پانګوالو خپلې پانګې له افغانستانه ایستلې دي.
له دې سره همهاله، په دې وروستیو کې ځینو خصوصي شرکتونو د هېواد په پراخه دښتو کې په باغداراۍ او نورو برخو کې پانګونه شروع کړې ده.
د لغمان ولایت مرکز مهترلام لوېدیځ لورې ته په څو کلیومترۍ کې د بابا صیب پراخه دښته چې ۴۰۰ جریبه پراخوالی لري، له کلونو په دغه دښته کې د بیا رغونې په موخه یوه خښته پر بله نه ده اېښودل شوې که څه هم ځمکه یې هر ډول فعالیتونو او د بیا رغونو پروژو ته مناسب ده.
تازه د قمر په نوم یو خصوصي شرکت له لوري د دې دښتې په ۴۰۰ جریبه ځمکه صنعتي پارک جوړېږي، چې کرنې او مالدارۍ او ګڼو نورو برخو کې به په کې فعالیتونه کېږي.
د یاد شرکت مسول رحمت الله نوروز ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل؛ په کور دننه پانګونه کوي، تر څو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
نوروز وویل:« دا څلور سوه جریبه ځمکه مونږ په لغمان کې له دولت څخه په قرارداد ونیوله، مونږ دلته د زراعت او مالدارۍ پروګرام لرو، دلته مونږ د یو اقتصادي پلان سره راځو ترڅو په کور دننه پانګونه وکړو او هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړو.»
نوموړي زیاته کړه، دلته به مختلف محصولات جوړېږي، کومې شېدې چې دلته راځي له دې به پنېر، کوچ او نور شیان جوړېږي.
د لغمان ولایتي مسوولین د بابا صیب په دښته کې د صنعتي پارک جوړول د یاد ولایت له پاره یوه ستره اقتصادي پروژه ګڼي او په وینا یې چې سلګونو خلکو ته به کاري زمینې برابره شي.
د لغمان له پاره د طالبانو والي ذین العابدین عابد وایي:« په دغه اقتصادي پروژه کې به ډېرو وطنوالو ته د کار زمینه برابره شي، په هېواد کې چې څوک پانګونه کوي، مونږ یې هرکلی کوو.»
نوموړي زیاته کړه؛ پلان کې لري چې په لغمان کې نورې دښتې هم خصوصي شرکتونو ته په اجاره ور کړي.
والي په نورو پانګوالو هم غږ کړی چې لغمان ولایت ته راشي او پانګونه وکړي.
د لغمان د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست رئیس مولوي محمد محسن ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل، د لغمان اقلیم د کرنې او مالدارۍ له پاره جوړ دی.
محسن زیاته کړه:« دغه پروژه چې لومړيتوب یې کرنې او مالدارۍ ته ورکړی، مونږ یې هرکلی کوو، دلغمان اقلیم د کرنې او مالدارۍ له پاره برابر دی، دا یو بېساری ښه اقدام دی.»
نوموړي وویل، دقمر په نوم د خصوصي شرکت دا اقدام به د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست له پاره خورا ګټور تمام شي، د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست هم ورته پلانونه پام کې لري.
لغماني ولسونه د دغه صنعتي پارک په جوړولو خوښ دي او وایي، له یوه اړخه به ولسونو ته په کور دننه د کار کولو زمینه برابره شي او له بل لورې به یې د پارک په جوړېدلو سیمه لوړ ارزښت ومومي.
نعمت رضوان وایي:«د لغمان له پاره دا ډېره ګټوره ده، د لغمان ولسونو ته به د کار زمینه برابره شي او دغه دښتې به ابادې شي.
د یادې سیمې یوه قومي مشر میرزا خان ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل، دا ددې سیمې له پاره ګټوره اقتصادي پروژه ده چې دا سیمه به ورسره ارزښت پیدا کړي.
نوموړي وویل:« دا پروژه که په ښه ډول پلي شي، لغمان له پاره به د نورو پانګوالو په راجلبولو کې خورا ښه اقدام وي.»
قومي مشر زیاته کړه، دغسې اقتصادي پروژې به له یوه لوري د لغمان پراخه سوځونکي دښتې ابادې کړي او له بل طرفه به د لغمان ولسونه ته د کار زمېنه برابره شي.
هغه وویل، دا ډول پروژې د یو هېواد او سیمې د خلکو له پاره ګټورې دي، دلته به د شېدو پروسیس کېږي چې د لغمان مالدارانو له پاره یو ښه چانس دی.
په دې وروستیو کې چې ګڼ خلک د خپلو پانګو له هېواده د ویستلو په فکر کې دي د یو شخصي بنسټ له لورې په دومره لوړه کچه پانګونې د لغمان مسولین او ولسونه هیله مند کړي.