د طالبانو په وړاندې د تاجکستان بهرني سیاست ته کتنه

فداحسین حسیني

د دې لیکنې د مقدمي په توګه، زه دلته د تاجکستان د چارواکو او د روسیې د ځانګړي استازي خبرې را اخلم. د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان د روانو حالاتو په اړه وویل: «په افغانستان کې وروستي پرمختګونه د سیمې امنیت او ثبات ته جدي ګواښ دی. د طالبانو بیا واک ته رسېدو په سیمه کې سیاسي بهیر پېچلی کړی دی.»

همداراز د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهردین وویل: «د ترهګرو ډلو او جنګیالیو په کنټرول او اداره کولو کې د طالبانو پاتې راتلو وضعیت نور هم پیچلی کړی دی. افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره په امن ځای او د طالبانو د افراطیت د پراخېدو سرچینه ګرځيدلی.»

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي: «له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو [په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو] ته د ترهګرۍ د خپرېدو ګواښ بې له شکه زموږ د پام وړ او موږ ته مهمه ده.»

مقدمه

د طالبانو بیا واکمنېدل او د امریکا وتلو، سیمه ییز ځواک او سیمه ییز جیوپولیټیک شرایط بدل کړل. دې کار د سترو قدرتونو، سیمه ییزو او لیری پرتو قدرتونو او د افغانستان د ګاونډیانو د بهرنۍ تګلارې د پروګرامونو د بیا کتنې او تعریف اړتیا په ګوته کړې ده. اکثره ګاونډي هېوادونه د افغانستان له روانو حالاتو اندېښمن دي. د افغانستان درې شمالي ګاونډیان د دغه هېواد وضعیت زیات اندېښمن کړي دي. تاجکستان یو له هغو هېوادونو دی چې له افغانستان سره پر پوله پروت دی، د دغه هېواد پرمختګونه له نږدې څاري او د افغانستان حالاتو ته محتاطانه نظر لري. د تاجکستان ولسمشر د منځنۍ اسیا په سیمه کې یوازینی ولسمشر دی چې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو په اړه د ناهیلۍ نظر لري. له هغه وخته چې تاجکستان له افغانستان سره ۱۴۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، له افغانستان سره د دغه هېواد نږديوالی د دی لامل شوی چې زیات زیانمن شي.

د طالبانو رژیم د ځمکنۍ بشپړتیا او سرحدونو د کنټرول نشتوالی، په هېواد کې د خپل حاکمیت په پراخولو کې د دوی ناتواني، داخلي ناکرارۍ، د دې ډلې پر وړاندې پوځي مقاومت، د بهرنیانو لخوا په رسمیت نه پیژندل، تر ټولو مهمه خبره د دی ډلې په داخل کې د موجوده ستونځو زیاتیدل دی چې خپل منځي اختلافات له منځه یوسي، دې نه یوازې په هېواد کې کړکېچ ته لمن وهلې، بلکې ګاونډي هېوادونه هم پدې هکله  اندیښمن دي. خو تاجکستان له افغانستان سره بې شمېره فرهنګي او تاریخي ورته والی لري او په تېرو دېرشو کلونو کې یې د افغانستان له حکومتونو او خلکو سره په بېلابېلو کچو پراخې اړیکې لرلې او د زیات شمېر افغان کډوالو کوربه دی. خو وروستیو پېښو تاجکان اغېزمن کړي او په افغانستان کې د روان حالت څخه انديښمن شوي.

په دې لیکنه کې به د طالبانو د رژیم پر وړاندې د تاجکستان د بهرنۍ تګلارې ارزونه وکړو، د دغې ډلې بیا واک ته رسيدلو په اړه د تاجکستان د اندېښنې او لاملونه وڅېړو او د دې پوښتنو د ځوابولو هڅه به وکړو چې د تاجکستان په بهرني سیاست کې افغانستان په کومه مچه اهمیت لري؟ د طالبانو بیا واک ته رسیدل منځنۍ اسیا او تاجکستان ته کوم ګواښونه او ننګونې ورپیښ کړي؟

په افغانستان کې د حکومتوالۍ له ناورینه د وتلو لپاره د حل لارې موندل

امام علي رحمان په منځنۍ اسیا کې د نورو سیاستوالو په منځ کې یوازینی ولسمشر دی چې په ښکاره یې ویلي چې په افغانستان کې باید ټولګډونه حکومت جوړ شي. په حقیقت کې، هغه او د هغه ډیپلوماتیکه دستګاه په فعاله او ټینګار سره د افغانانو تر منځ د طالبانو د رژیم د مشروعیت او منلو بحران ته د افغانانو تر منځ د خبرو له لارې د حل لاره غواړي. په تېرو دوو کلونو کې مو د رحمان فعاله څېره ولیدله. په تېر یو نیم کال کې د ده د خبرو او ناستو یو عمده تمرکز د افغانستان په مسله و. نوموړي د افغانستان په مسئله کې دخیل دوه هېوادونه ایران او پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه. تاجکان افغانستان ته د بریښنا یو له مهمو صادرونکو څخه دي. د طالبانو رژیم د دغه هېواد څه باندې ۲۸ میلیونه ډالره پوروړی دی. ظاهراً د افغانستان په اړه د تاجکستان په بهرنۍ پالیسي کې تر ټولو مهم اصل د یوه ولسي حکومت جوړول دي چې ټول قومونه پکې برخه ولري.

په افغانستان کې ترهګرې ډلې د تاجکستان ملي امنیت ته ګواښ دي

افراط پالنه، ترهګري او بېلتونپالنه هغه درې اساسي ننګونې دي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه ورسره مبارزه کوي. د طالبانو ډلې د دی وضعیت پېچلتیا نوره هم زیاته کړې ده. طالبانو په شمالي او شمال ختیځو سیمو کې د خپلو زیات شمېر تاجک جنګیالیو ځای پر ځای کولو سره د تاجکستان اندېښنې زیاتې کړې دي. د تاجکانو وېره له “جماعت انصارالله” څخه ده لکه څنګه چې د طالبانو په منځ کې په “تاجک طالبانو” پېژندل کېږي او د افغانستان په شمال کې میشت دي. تېر کال د «تاجکستان د طالبانو تحریک» په نوم یوې بلې ډلې د امام علي رحمان د حکومت د نسکورولو او په تاجکستان کې د اسلامي حکومت د جوړولو په موخه خپل موجودیت اعلان کړ. دې کار د سیمې پېچلی وضعیت نور هم کړکېچن کړ. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ډلې تل اعلان کړی چې په افغانستان کې د دوي پرته کومه بله ډله فعاله نه ده او دا رژیم به هیڅ ډلې ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د منځنۍ اسيا هېوادونه له همدې امله د طالبانو د رژيم له واک څخه وېره لري. ځکه د دغو هېوادونو افراطي جنګیالي له تېرو شلو کلونو راهیسې له طالبانو سره څنګ په څنګ جګړه کوي. د دغو ملېشو خپلو هېوادونو ته په ستنيدو سره به  ناامني او بې ثباتي رامنځته شي. لکه څنګه چې دوی په ۹۰ لسیزه کې وکړل. د منځنۍ اسیا مسلمانو جنګیالیو په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر ضد جګړه کې برخه اخیستې وه. خپلو هيوادونو ته په ستنیدو سره د سیمې په ډیرو هېوادونو کې د کورنیو جګړو په تیره بیا تاجکستان کې د بې ثباتۍ او ناامنۍ څپې راپیدا شوې.

په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان ولایت (ISKP) شتون بله هغه مسله ده چې تاجکان یې اندېښمن کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې دغې ډلې په وروستیو کلونو کې د تاجکستان په خاوره کې په ورانکارو فعالیتونو لاس پورې کړی. د بېلګې په توګه، د ۲۰۱۸ کال په جولای کې دغې ډلې پر بهرنیو بایسکل ځغلوونکو برید وکړ، چې په پایله کې یې څلور کسان ووژل شول.

د تاجکستان حکومت لخوا د مخنیوي تدابیر

امام علي رحمان په سیمه کې یوازینی ولسمشر دی چې په ښکاره یې اعتراف کړی د طالبانو راتګ د سیمې ثبات، نظم او امنیت ګواښي. د افغان شنونکو په اند، د ترکمنستان او ازبکستان پر خلاف، تاجکستان د طالبانو له رژيم سره موافق نه ښکاري. خو د جغرافيايي نښلېدو امله دوی اړ دي چې د افغانستان شته واقعيتونه ومني. ویل کېږي چې د احمد مسعود په مشرۍ د طالب ضد مقاومت جبهې مشران په دغه هېواد کې شتون لري. دا هغه مسله ده چې تاجکانو هېڅکله نه ده تایید کړې.

امام علي رحمان په تېر یو نیم کال کې د ناامنۍ د خپرېدو د مخنیوي او د خپل هېواد په وړاندې د ګواښونو د کمولو لپاره وقایوي تدابیر نیولي دي؛ د ترڅنګ یې سرحدي ځواکونو هم زیات کړي. د افغان حکومت پر وړاندې د طالبانو له جګړې سره هم مهاله، تاجکانو د افغانستان پولې ته نږدې شل زره تازه دمي سرتېري ځای پر ځای کړل او پوځ یې د تیارسۍ په حال کې اعلان کړ. د سیمې له هېوادونو سره د ګډو پوځي تمرینونو ترسره کول، د دواړو هېوادونو په پولو کې د امکان تر حده د څارنې او کنټرول لپاره د څارونکو پراخول د هغو سترو اقداماتو برخه ده چې امام علي رحمان د ګواښ د کمولو لپاره کړي دي.

پایلې

د طالبانو بیا واکنېدل د سیمې د ځینو هېوادونو لپاره د ننګونو او ګواښونو د خپرېدو لامل شوي دي. لکه څنګه چې وویل شول، د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان د رحمان د ډیپلوماټیک نظام یو له مهمو محورونو څخه دی. امام علي رحمان په افغانستان کې د واکمنۍ او مشروعیت د بحران سوله ییز حل غواړي. هغه د افغانستان د حالاتو په اړه اندېښمن دی. نوموړی پوهېږي او دا درک کوي چې یو بې ثباته افغانستان به نه یوازې د افغانستان د خلکو، بلکې د ټولې سیمې لپاره له ننګونو ډک وي. له همدې امله غواړي د افغانستان ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

بله مسله چې تاجکان پرې ښه پوهېږي هغه دا دي چې د طالبانو واک ته رسېدل به په دې هېواد کې د رژیم پر وړاندې د اسلامي ډلو زړورتیا زیاته کړي او د افراطیت او طالبانیزم د خپرېدو لامل به شي. په اصل کې تاجکان په دوو ډلو کې شامل دي، «جماعت انصارالله» او «د خراسان اسلامي دولت». دوه ډلې چې تاجکان یې خپل ملي امنیت ته ګواښ ګڼي. دوه ډلې چې ظاهراً یې د طالبانو په راتګ سره په افغانستان کې فعالیت لازیات کړی دی. په واقعیت کې په افغانستان کې د حکومت د یوې مخالفې ترهګرې ډلې واک ته رسېدل، په سیمه کې ناڅرګند برخلیک رامنځته کړی دی.

Back to top button