یادونه: په هرات پوهنتون کې د تدریس پرمهال زما د خوښې وړ درسونو یو د اسلام سیاسي نظام و. له دې موضوع سره زما علاقه ډېره پخوا د ځوانۍ له وخته پيل شوې وه، چې د مولانا مودودي او سيد قطب او نورو اسلامي سیاست پوهانو له نظرياتو سره می علاقه لرله. لس کاله وروسته له علمي او اکاډیمیک ډګره ډیپلوماټیک ډګر ته ولاړم، او هلته د سیاسی مسایلو په اړه د نظري پوهې تر څنګ د یو څه عملی پوهې د ترلاسه کولو زمینه هم راته برابره شوه. بې له شکه چې د تدریس د هماغه کلونو راهیسې می د نورو بهیرونو په اړه څه نا څه ولوستل، خو له هغه وروسته کلونو کې په دې برخه کې د ګډو ایډیالوژیکو بحثونو تر څنګ د یوه علم په توګه له سیاست سره هم بلد شوم. پر دې سربېره د سیاسي اسلام په نامه د ډلو او ګوندونو د جوړېدو تجربې له ځوانۍ زما پاملرنه را جلب کړې او تر نن ورځې پورې په بېلابېلو هېوادونو کې د دې ډګر اړوند پرمختګونو تعقیبول زما د خوښې او هڅونې موضوع ده، له افغانستان او ایرانه نیولې تر پاکستان، ترکیې، مالیزیا، عربي هېوادونو او منځنۍ اسیا پورې دا بهیر څارم. که څه هم زه په ریښتیني معنی په دې برخه کې د متخصص په توګه ادعا نه کوم، خو زه داسې موندنو ته رسېدلی یم چې لوستونکو سره شریکول یې اړین بولم.
سره له دې چې په اسلامي هېوادونو کې له څه د پاسه یوې پېړۍ راهیسې د دی موضوع پر سر شخړه روانه ده، خو د هغې پېچلتیا هېڅکله نه ده کمه شوې او د هغې په شاوخوا کې پروت ګرد او غبار ندی پاک شوی. له همدې امله، ما ته د دی موضوع په هکله د هغو ځوانانو لخوا ډیر پیغامونه رارسیږې چې په دې برخه کې زما نظر غواړي، یا د ځان د پوهه کولو لپاره او یا هم د علمي څیړنې لپاره چې پدې برخه کې دوي څیړنی ترسره کوي. ډیری عوامل د دې موضوع د ستونزو لامل کیږي؛ له یوې خوا، پدې موضوع ځان پوهول د عربي ژبې مهارت ته اړتیا لري، چې له یوې خوا د معنا د دلالتونو پېژندل (semantic) او له بلې خوا تشریحي میکانیزمونه یا د تاویل موضوع (hermeneutic)؛ ځکه چې بنسټپالې ډلې په ځانګړې توګه د آیتونو او احادیثو په تفسیر تکیه کوي. له بلې خوا، دا چې موضوع له سیاست سره تړاو لري، نو له سیاسي علومو او سیاسي فلسفې سره اشنا کېدل اړین دي او له دې پرته د دې موضوع سم درک ترلاسه کول ناشوني دي. په دې لیکنه کې به هڅه وکړم چې د امکان تر حده په لنډه توګه دا موضوع وڅېړم او په ځینو ټکو یې خبرې وکړم چې د قضیې چوکاټ روښانه کړي او په دې برخه کې ګډوډي تر یوه حده راکمه کړي.
د موضوع اهمیت
د اسلام او سیاست ترمنځ د اړیکو څرګندوالی ځکه مهم دی چې د اسلام په تاریخ کې تر ټولو مهمې شخړې، د اسلام د پیغمبر له وفات څخه تر نن ورځې، د فقهي مذاهبو او کلامي فرقو د رامنځته کېدو په ګډون، سیاسي ریښې لري، چې د پېړیو په تېرېدو سره هم نه دی توانېدلی چې دغه کړکیچ پای ته ورسوي. که دا مسله په دیني منابعو کې روښانه او ګونګه نه وای، نو دومره اختلاف او جنجال نه پیدا کېده. بې له شکه سیاست تل د کړکېچ ډګر ګرځېدلی او په تاریخ کې یې تر ټولو زیاتې شخړې رامنځته کړې دي او له دې امله د مسلمانانو او د نورو ملتونو د تاریخ تر منځ چندان توپیر نه لیدل کېږې. خو د مسلمانانو په منځ کې د دين په لومړۍ درجه سرچينو، قرآن او صحيح سنتو کې د واضحو احکامو نه شتون د دې مسئلې د بېلابېلو تفسيرونو لپاره لاره پرانېستې ده او د بېلا بېلو سياسي حرکتونو او سياسي ډلو لپاره دا زمينه برابره کړې ده؛ ترڅو خپلو سیاسي غوښتنو ته دیني او مذهبي رنګ ورکړي. نور ملتونه او یا لږ تر لږه د نړۍ ځینې هیوادونه چې پدې توانېدلي ترڅو سیاست د تقدس څخه جلا کړي، نو د قدرت دستګاه پاکولو ته یې مخه کړی، په دې توانیدلي دي چې د کړکیچ د کمولو لپاره یوه لاره ومومي؛ ځکه چې دوی د ژوند د نورو مسلو په څیر سیاست ته هم د عقل په ډګر کې ځای ورکړي. تر څو چې حاکم نظام ځان له مقدسې اړیکې سره نښلوي او په دې توګه د ځان لپاره سپېڅلتیا پیدا کوي، د تاوتریخوالو پای ته رسول ناشوني دي. د واک او قدرت نظام له سپېڅلې امر سره تړل د زورواکانو لاسونه د تاوتریخوالي او وینو تویولو لپاره نور هم خلاصوي او داسې ټولنې تل د فتنې او کړکېچ زېږنده وي.
یوازې هغه مهال ټولنې ثبات او سوکالۍ ته رسېږي چې شخړې او کړکیچونه یې په سوله ییزو رقابتونو او سیالیو بدلې شي. د دې کار یوه اړتیا دا ده چې له دولتي نظام څخه د تقدس جامه لري کړل شي او دی ته زمینه برابره شي چې یو څوک ونشي کولی ځان د آسمان استازی معرفي کړي او له هر ډول انتقاد او اصلاح څخه ځان غوره وبولي. په اسلامي ټولنو کې تر اوسه پورې د سیاست او مقدساتو ساحه نه ده جلا شوې او په حقیقت کې مقدسات د سیاست په خدمت کې دي. تر څو چې دا حالت وي، وینه او تاوتریخوالی به و نه دریږي. له دې سره سره په تېرو څلوېښتو کلونو کې د يو شمېر مسلمانو مفکرينو له خوا په دې برخه کې د قدر وړ نظري هڅې شوې دي او هغه نظریات يې ننګولی دی چې سياسي اسلامي ډلې یې د خپل واک د وسيلې په توګه استعمالوي. که چیرې په دې برخه کې میتودیکي بحثونه ډیر شي او د خطبه یې بحثونو ځای ونیسي، نو تمه کیږي چې لږ تر لږه په نظري کچه به د شخړې د کمولو لپاره لاره وموندل شي او له هغې وروسته به لږ تر لږه د دې هېوادونو اوسیدونکو ترمنځ چې د سختو ګړګیچونو سره مخ دي اجماع ته زمینه برابره شي. د سیاست په کچه د خونړیو شخړو د پای ته رسولو او د هغوی پر ځای د عدم تشدد د سیالیو په لاره اچولو کې د نړۍ د ځینو هېوادونو بریا زموږ لپاره د هیلو سرچینه او د پوهې سرچینه کېدای شي. . تر څو چې د اسلام او سیاست د نښلولو لپاره نظري حل ونه موندل شي، تر هغې به عملي حل ونه موندل شي او تاوتریخوالی به پای ته ونه رسیږي.
له دین څخه تمه
لومړی ټکی چې د اسلام او سیاست ترمنځ د اړیکو په اړه مهم دی له دین څخه د یو چا د هیلو مشخص کول دي. تر کومه ځایه چې زما په یاد دي، له «دین څخه تمه» اصطلاح لومړی د ایران فردا مجله کې علامه احمد مفتي زاده یاده کړې وه، چې په دې موضوع یې په لنډه توګه بحث کړی و، وروسته ډاکټر عبدالکریم سروش له بل نظره، که څه هم، په مفصل او مدللاتر ډول د کیان په مجله کې خپور کړ. له هغه وروسته پدې هکله نور مواد د مقالو او کتابونو په بڼه ولیکل شول. زه دلته نه غواړم د هغو نظرونو په هکله خبرې او څیړنه وکړم، بلکې دا بهتره ګڼم چې په دې برخه کې خپل نظر بیان کړم.
له دین څخه د تمو په اړه، د هغو کسانو په منځ کې چې په دین باور لري، موږ لږ تر لږه له دوو نظرونو سره مخ یو؛ یو د مطلق العنان او بشپړتیا لرونکي نقطه نظر دی چې وايي دین د ژوند د ټولو چارو د پوښښ لپاره راغلی دی او د انسان په ژوند کې کومه وړه یا لویه خبره ورڅخه بهر نده، بله هغه نظریه ده چې دیني چارې خپل ډګر او دنیوي چاري خپل دګر لري، یو د بل سره یې جلا کوي پداسې ډول چې یو بل ته مزاحمت نه کوي.
تر ټولو مشهور خلک چې په ایډیالوژیک ډول یې د مطلقیت نظریه وړاندې کړه چې د اسلامي بنسټپالنې پلرونه بلل کېږي، حسن البنا او مودودي، وروسته سید قطب، قرضاوي او یو شمیر نور ول. حسن البنا د اسلام د پوهېدو لپاره شل اصول وړانديز کړل، چې لومړۍ قاعده يې همدې مسئلې ته ځانګړې شوې ده: «اسلام يو جامع نظام دی، چې د ژوند ټول اړخونه پکې شامل دي، هم دولت دی او هم وطن دی، هم حکومت او هم امت، هم اخلاق او هم قوت، هم رحمت او هم عدالت، هم کلتور دی او هم قانون، هم علم دی او هم حقوق، هم کار دی او هم سرمایه او مال، هم جهاد دی او هم دعوت، هم پوځ دی او هم فکر، لکه څنګه چې دا یو ریښتینی عقیده ده همدا ډول ریښتینی عبادت دی. پرته له کوم توپیر څخه. (حسن البنا، رساله التعالیم، مجموعه رسائل)
د حسن البنا له ذکر شويو شلو اصولو څخه دغه اصول په اوسني عصر کې د بنسټپالنې نظريې په جوړولو کې تر ټولو ډېر رول لوبولی دی. په حقیقت کې د دین پیژندنی دا تېروتنه چې حسن البناء یې تهداب ایخی و، په هماغه کاګه تهداب باندی کوګ دیوال لا هم پورته روان دی. د دې غلطۍ محصول د مذهب په نوم ډیرې تویې شوې وینې او ناورین و چې ډیری هیوادونه یې اغیزمن کړل. ځکه چې د دنیاوی امورو لکه کلتور، سیاست، جنګ او داسې نورو ته د سپېڅلې امر ورګدول د دې نظریې مستقیمه پایله وه. له نېکه مرغه ډېرو مفکرینو دا تېروتنه درک کړې او په خپلو نیوکو سره یې د دې نیمګړتیا د سمولو هڅه وکړه. د هغو له جملې څخه یو د مصر مشهور لیکوال او مفکر جمال البنا و، د حسن البنا ورور، چې د «الاسلام دین و أمه و لیس دینا و دولة» تر سرلیک لاندې یې د یوه کتاب په لیکلو سره د دغه نظر نیمګړتیاوې روښانه کړې.
البته دا دوه نظرونه د پخوانیو خلکو په منځ کې هم راپورته شوي، خو په هغه نظریه کې نه چې په دې دور کې راپورته شوي. امام غزالي، بدرالدین زرکشي او جلال الدین سیوطي له پخوانیو زمانو راهیسې په دې باور وو چې ټول علمونه په دین کې شته او ټول علوم په دین کې په فکر کولو سره ترلاسه کېدای شي. غزالي وایې: ټول علوم د خدای په افعالو او صفاتو کې شامل دي او په قرآن کریم کې د هغه د طبیعت، صفاتو او اعمالو توضیحات شتون لري او دا علوم پای نه لري او په قرآن کریم کې په کلیاتو دې ټولو ته اشاره شوې ده.” (غزالي، احیاء علم الدین، ټوک ۱، ۲۸۹ مخ) د دې نظر په مقابل کې د مسلمانو علماوو زيات شمېر پدې نظر دي چې د دين اصل د آخرت لپاره مسايل ګڼلي او د دنيا چارې يې د دين له دائرې څخه بهر ګڼلي دي، سره له دې چې په دې برخه کې د دین په ژبه يادونه هم شوې ده. د دې نظر یو پلوی د قرآن مشهور مفسر امام فخرالدین رازي دی چې وایي: نبوت او رسالت دا دی چې خلک له خلقت څخه حق ته او له دې دنیا څخه آخرت ته وګرځي. (فخر الدین رازی، المطالب العالیه، ج۸، ص ۱۱۵) همدارنګه نامتو فقیه او مفسر ابواسحاق شاطبي وايي: قرآن کریم د آخرت د احکامو او په دې اړوند د مسائلو د بیانولو لپاره نازل شوی دی. (شاطبي، الموافقات في اصول الشريعة، ج۲، ص ۷۶) د زمخشري او نورو په څېر خلكو هم ورته نظر درلود.
په اوسني پېر کې د حسن البناء او مودودي هڅه د اسلام د یوه جامع او مطلق العنان نظام په توګه بیانول د هغه وخت د سیاسي او ټولنیزو شرایطو تر اغیزې لاندې وه، په ځانګړې توګه د شلمې پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې چې د دوو نړیوالو جګړو تر منځ پراته وو. دوی دا طریقه د کمونیزم، لیبرالیزم او فاشیزم په څېر ایډیالوژیو سره په سیالۍ کې رامنځته کړې چې د نړۍ په لویو بدلونونو کې یې رول لوبولی او هر یو یې د بقا لپاره د نړیوالې فلسفې ادعا کوله. دغه شمېر مسلمانو فعالانو فکر کاوه چې که دوی د پورتنیو ایډیالوژیو په څېر اسلام په ټولیز او ټول شموله بڼه وړاندې نه کړي، ښايي د هغه نظریاتو د بدیل په توګه یې وړاندې نه کړل شي. په هغه تاریخي دوره کې د پردیو ایډیالوژیو د خپلو سترو داستانونو په مرسته نړیواله جذبه درلوده او نورو سیاسي ډلو چې مذهبي او ملتپاله هم وه هڅه وکړه چې خپل فکري او دیني ارزښتونه په همدې بڼه وړاندې کړي. په دغو تاریخي شرایطو کې د مهدي بازرګان، علي شریعتي، محمود طالقاني او یو شمېر نورو مسلمانو مفکرینو هڅې د دې بهیر یوه برخه وه.
حسن البنا په خپلو رسایلو کې په ښکاره ډول دا دلیل وړاندې کوي چې که د کمونیزم او فاشیزم لپاره حکومتونه وي چې دوی ورته خلک رابولي، نو اسلام ولې داسې حکومت و نه لري چې د هغې ته خلک راووبلل شي. شیخ محمد غزالي چې د حسن البناء له شاګردانو څخه دی، په «حصاد الغرور» کتاب کې وايي چې که یهودان دا حق لري چې د خپل ځان لپاره یو دیني حکومت جوړ کړي او له عربو سره په جګړه کې له تورات څخه الهام واخلي، نو ولې؟ مسلمانان حق نه لري چې دیني حکومت جوړ کړي او له عربو سره په جګړه کې له قرآن څخه الهام واخلي. یعنی له سیاسی ایډیالوژیو سره سیالی یو له هغو عواملو څخه وه چې د اسلام د ایډیالوژیک تفسیر لامل شوه.
له بلې خوا، تر دې سرلیک لاندې شعار چې اسلام بشپړ او هر اړخیز دین دی او هېڅ شی یې له چوکاټه بهر نه پاتې کېږي، ځلېدونکې او دوکه لرونکې بڼه لري، په ځانګړې توګه د هغو مسلمانانو لپاره چې دین د خپل هویت وسیله ګڼي. دا شعار د دوی لپاره پداسي ډول ژباړل شوی چې د دوی هویت بشپړ او نقصان نلري او دوی باید پرې وویاړي. په داسې حال کې چې د غربي نړۍ د ځینې هېوادونو پرمختګ او د اسلامي نړۍ د ځینو هېوادونو شاته پاتې کېدل د دی سبب کېږي چې د کمترۍ احاساس او عقدیې چلند وکړي، دا شعار په اور باندې د اوبو پاشلو په معنا دی. له همدې کبله ډېری هغه کسان چې په مسلمانو هېوادونو کې یې اوري، د دې پر ځای چې له دې نظریې سره په علمي او پوهې سره چلند وکړي او د هغې د سموالي یا غلطۍ ارزونه وکړي، په احساساتي ډول ورسره معامله کوي. په احساساتي فضا کې، د یوې مفکورې د بې طرفه تحلیل او بیاکتنې لپاره هیڅ ځای نشته، په ځانګړې توګه که چیرې یو مفکوره د یو مشهور او ولسي شعار په بڼه وړاندې شي چې لیوالتیا او هیجان هم رامنځته کوي.
د مطلق العنان نظریې پلويانو هڅه کړې، چې د يادو شويو سياسي مسايلو تر څنګ خپل نظر له مذهبي استدلال سره يو ځای کړي. د دغو ډلو له خوا د دیني دلایلو له جملې څخه یو د سوره مائده دا آیت دی چې د دین د تکمیل آیت په نوم هم یادیږي: «حرمت علیکم المیته و الدم و لحم الخنزیر و ما أهل لغیر الله به و المنخنقه و الموقوذه و المتردیه و النطیحه و ما أکل السبع إلا ما ذکیتم، و ما ذبح علی النصب و أن تستقسموا بالأزلام ذلکم فسق الیوم یئس الذین کفروا من دینکم فلا تخشوهم واخشون الیوم أکملت لکم دینکم و أتممت علیکم نعمتی و رضیت لکم الإسلام دینا فمن اضطر فی مخمصه غیر متجانف لإثم فإن الله غفور رحیم.» (سوره مائده، ۳) یعنی: پر تاسو حرام دي مرداره، وينه، د خنزير غوښه او هغه څه چې له الله پرته د بل چا په نوم حلال شوي وي، زندی شوي وي، په لرګي وهل شوي وي، له لوړ ځای را لویدلي وي، په ښکر وهل شوي او وژل شوي وي او هغه څه چې وحشي ځناور خوړلي وي. مګر هغه څه چې تاسو یې حلال کړی، او هغه څه چې د بوتانو لپاره حلال شوی وي، او پداسي ډول تقسیم چې د غشي ویشتلو سره پری پچه آچول کېږي، دا نافرماني ده. نن ما ستاسو لپاره ستاسو دین بشپړ کړ او خپل نعمت مې پر تاسو پوره کړ او ستاسو لپاره مې اسلام ستاسو د دین په توګه غوره کړ او څوک چې وږي وي. بې له دې چې ګناه ته تمایل نه وي، په حقیقت کې خدای بښونکی او رحم کوونکی دی.”
د آيت هغه برخه چې د دې ډلې له خوا استدلال پرې شوې هغه جمله ده چې وايي: “نن ما ستاسو لپاره ستاسو دين بشپړ کړ” او دوی فکر کوي چې د دين بشپړتيا په دې مانا ده چې په ژوند کې هيڅ داسې څيز نشته چې د دین د رادار څخه پټ پاتي شي. دوی کله کله د نورو آیتونو په هکله هم دا استدلال کړی دی، لکه: «و نزلنا علیک الکتاب تبیانا لکل شیئ» ژباړه: “او مونږ تا ته دا کتاب د هر شي د روښانونکي په توګه نازل کړی دی.” (سورت نحل، ۸۹) دوی د دې آيت په تفسير کې ويلي چې د ژوند هر اړخ په قرآن کې بيان شوی دی او په دې کې هيڅ ابهام نشته. له دې څخه، دوی دې پایلې ته رسیږي چې د دین بشپړتیا د سیاست، اقتصاد او داسې نورو په ګډون د ژوند له هر اړخ سره معامله کول دي. دوی فکر کوي چې د عامه مسلو عنعنوي دلایلو ته راجع کول او په دې برخه کې د ټولنیز تړون، دودونو، عقلي لارو او دې ته ورته تصمیم نیول د دین نیمګړتیا ګڼل کیږي.
د دې ډلې استدلال د قرآني آيتونو پر بنسټ د خپلې خبرې د ثابتولو لپاره يو ضعيف دليل دى. هغه آيت چې وايي “موږ قرآن کې هر څه روښانه کړي” په مطلق ډول د “هر څه” معنا نه لري، مګر دا په اسانۍ سره پوهېدلای شي چې د هر څه څخه معنی د دين سره تړلي شیان دي. د “هر څه” کلمه د قرآن په بل آیت کې څرګنده ده چې دا هر څه په مطلق ډول معنی نلري. دا آیت وايي: «ریح فیها عذاب ألیم تدمر کل شیئ بأمر ربها» يعنې: «مونږ په دوی باندې يو داسې باد ور ولېږه چې دردناک عذاب پکې و او هر څه مو د خپل رب په امر تباه کړل» (سوره احقاف، ۲۴ او ۲۵). مفسرینو ویلي دي چې د هر څه له منځه تللو څخه مطلب دا نه دی چې د نړۍ هر څه به په هغه باد له منځه ځي، ځکه چې په دې صورت کې به ځمکه، اسمان او ټول کاینات هم له منځه ولاړ شي. د اکمل دين د آيت استدلال هم په همدې دليل صحيح نه دى، ځکه چې د آيت په متن کې داسې خبرې نه راځي او تاسو د آيت په متن کې په ځير سره وګورئ چې له دې جملې څخه مخکې او وروسته د یوې ساده او وړې موضوع په اړه خبرې کوي. یعنې د حرام او حلال غوښې په اړه، نه د داسې سیسټم څخه عبارت چې د ژوند ټول کوچني او لوی مسایل پکې شامل وي.
خو که موږ له دې ملحوظاتو تېر شو او دا ومنو چې موږ د دين د بشپړتيا په هکله خبرې کوو، نو بايد د دين د بشپړتيا په مانا پوه شو. ځکه چې د جنجال اصل دلته دی. د دین د بشپړتیا په اړه خبرې کول داسې دي لکه د هرې پوهې یا مفکورې د بشپړتیا په اړه خبرې کول چې د یو ځانګړي هدف لپاره ډیزاین شوي وي. کله چې موږ د یو څیز د بشپړتیا په اړه خبرې کوو، موږ د هغه څیز کمال په یو ځانګړي ډول د کوم لپاره چې هغه شی جوړ کړی دی کوو. د مثال په توګه، فرض کړئ چې یو ماشین جوړ شوی چې د ساعت په نوم یادیږي، او د هغې جوړونکی ادعا کوي چې دا یو بشپړ ساعت دی، د بیلګې په توګه، دا هغه هدف پوره کوي چې د کوم لپاره جوړ شوی. البته، د ساعت بشپړتیا پدې معنی نه ده چې دا د حرارت درجه وښایې او د وینې فشار پرې وګوری، او د کمپاس د قطب نامه پر ځای وکارول شي، او همدارنګه مقناطیسي څپو لپاره هم وکارول شي. د دین د بشپړتیا کیسه هم همداسې ده. کله چې قرانکریم وايي چې اسلام کامل دی، نو مانا یې دا ده چې هغه د دین په توګه کامل دی، او په دین کې د عقایدو، اخلاقو، احکامو او عباداتو په برخه کې ځانګړي مسایل شامل دي، نه د تجارت، زراعت، طب لپاره. سیاست، صنعت او هر هغه څه چې په ژوند کې شتون لري. د دين بشپړتيا بايد په دې معنا نه وي، چې دين بشپړ دی، بايد د طب، انجنيرۍ، جيولوجي، فضايي علومو، رياضي، ژبپوهنې، کانونو او نورو علومو لپاره کافي لارښوونې ولري، چې انسان ورته اړتيا لري.
د دې مسئلې د روښانه کولو لپاره باید وګورو چې څه شی په اصل کې له دین څخه دین جوړوي او کوم شیان دي چې له دوی پرته دین، دین نه بلل کېږي. دا موضوع د علوم الدین له مرکزي موضوعاتو څخه ده، چې په علمي نړۍ کې یو مشهور ډګر دی او د نړۍ په لویو پوهنتونونو کې تدریس کیږي. د ادیانو علم یا د دین پیژندنی علم، د مختلفو مذهبونو او د انسان په ژوند کې د دوی د رول په اړه د ترسره شویو مطالعاتو پر بنسټ ټینګار کوي چې “دین د دوه ډوله عناصرو څخه جوړ شوی دی؛ یو یې بنسټیز عناصر دي، چې عبارت دي له: عقایدو، قصې، مناسک او عبادات او نورو اخراوي مسایل، دویم یې ثانوي عناصر دي، د اخلاقو او قوانینو، مقدس ژوند لیکونه، جماعت یا امت او باطني او معنوي مسایلو په شان. (خز عل الماجدي، علم الاديان، ۳۲ مخ) د ديني عناصرو او اجزاوو دغه تعريف ښايي چې د هغو ډلو له خوا ونه منل شي چې دين په اړه ايډيالوژيکه لوستنه وړاندې کوي، خو دا په نړۍ کې د دین علمي او اکاډیمیک تعريف دی.
تاسو دې مسلې ته له بل نظره هم کتلای شئ، او هغه دا پوښتنه ده چې کوم شیان د انسان د عقل په واک کې دي او کوم شیان د هغه له قدرت څخه بهر دي، او ایا د هغه شیانو لپاره چې عقل یې په خپله توانایې سره کولی شي د خدای پیغمبر ته اړتیا شته چې بل څوک یې په خپل علم او تحربه ترسره کولی شي؟ که چیرې د پیغمبرانو لاسته راوړنې د دوی په پیغمبرۍ کې د عامو خلکو په څیر وي، نو ایا په اصل کې به د دوی بعثت باطل نه وي؟ لکه څنګه چې انسان د زرګونو کلونو تجربه لري، د خپل عقل او شعور په مرسته انسان کولی شي د دې نړۍ د ژوند چارې په ښه توګه وپیژني او که په ځینو مواردو کې خطایې وکړي، د تجربې په اساس یې بیا هم پیژني، د حق او باطل ترمنځ توپیر، یا د ګټې او تاوان ترمنځ توپیر کولی شي.
د دې نړۍ په چارو کې، عقل په هغه ځای کې ودریږي چیرې چې دا د هغه بنسټیزو پوښتنو سره مخ کیږي چې د وجود او ژوند معنی ورکوي، یا هغه ځای ته چې د متافزیک ما وراء الطبيعه پولې ته رسېږي، او د هغې په وړاندې د هغه حقیقت سره مخ کېږي چې هلته یې خبره د خپل واک څخه ووزي او نور مخکې نشي تللی، دا هغه ځای دی چې انسان بلې سرچینې ته اړتیا پیدا کوي؛ ترڅو د نړۍ باطني او د متافزیک په هکله موضوعاتو ته لاسرسی پیدا کړي، او هغه ته د دې نړۍ پیل او بشپړتیا تشریح کړي، د هایډګر په وینا مخکې له دې چې وجود را مینځه شي هغه معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړي. دلته د دین رول په واقعي ډول مهم دی. البته، د دې اصلي جوهر په شاوخوا کې هر دین رسمونه او روجونه او همدا ډول داخلي او بهرنۍ مسلې لري چې ځان د عقیدې په بڼه او د هغې ټولنې ته د منسوبو احساسات ترمنځ د اړیکو په بڼه څرګندوي. په تاریخ کې د پیغمبرانو د ظهور او د دین د ظهور فلسفه په حقیقت کې د وجود هماغه ژورې اړتیاوې په ګوته کوي چې د تخلیق فلسفه او د ژوند معنی ټاکي. دین د دې لپاره نه دی راغلی چې انسانانو ته کرنه، ساختمان، طب، انجینرۍ، تجارت، صنعت، مدیریت او داسې نور ور زده کړي. ځکه چې د دې هر یو لپاره انساني عقل کافي دی. پېغمبران په دنيايي چارو كې د نورو انسانانو په څېر دي، كه د دين په اړه څه ووايي، هماغه به وي، چې نور يې وايي او كوم خاص توپير به ونلري.
که دین د ژوند ټولې برخې تر پوښښ لاندې راولي، په حقیقت کې به عقل بي کار او یا په دوامداره رخصتۍ واستول شي، یا د جورج ترابيشي په وینا، عقل به استعفا ته اړ شي. سلفي ډلې او یا سلفيانو ته ورته ډلې په وياړ سره يوه کيسه تکراروي چې ځينې کسان سلمان فارسي ته وايي: “قد علمکم نبيکم کل شي حتی الخرائه” يعنې ستاسو پيغمبر هر څه درته ښوولي دي، حتی د اودس ماتولو طریقه یې هم در ښودلی. د دې حدیث په نقل سره، دوی فکر کوي چې دوی د اسلام عظمت انځوروي! كه دا روايت صحيح وي نو مانا يې دا ده چې هغه خلك دومره شا ته پاتي وو چې په خپل اودس ماتولو یا د قضاء حاجت په کولو هم نه پوهېدل او د ژوند د لومړنيو ضروریتون د زده كولو لپاره يې هم يوه استاد اړتیا درلودله. په داسې حال کې چې د نړۍ نور ملتونه له دغو پړاوونو تېر شوي وو او په ښاري ژوند کې يې ټولنيز آداب څو زره کاله مخکې په مصر، چين، ايران، بین النهرین او نورو هېوادونو کې زده کړي وو. خو که مونږ داسي ووایو چې که دین د ژوند په هر جزوي او عمومي کار کې کار لري، نو د عقل او فکر لپاره هيڅ ځای نه پاتې کيږي او د عقل استعفاء او ابدي رخصتي به هم رامنځ ته شي.
دا سمه ده چې عقل محدودیتونه لري او د نړۍ په ټولو حقایقو نه پوهیږي، خو عقل پخپله د عقل محدودیتونه کشفوي او پیژني چې په کومو برخو کې چندان توان نه لري. تر ټولو غوره خلک چې د انسان د هوښیارتیا د کچې په اړه یې څیړنې، بحثونه او نظریات وړاندې کړي دي لوی پوهان دي لکه افلاطون، ارسطو، ډیکارت، هیوم، کانټ او داسي نور. له بلې خوا، عقل په پرله پسې ډول وده کوي او د هغې پوهه ورځ په ورځ وده کوي او د نړۍ په چارو کې د نورو کشفونو وړتیا په بشپړ ډول رامینځته شوې.
راځئ دا هم اضافه کړو چې د عقل او د دین ساحه جلا کول د دین خلاف کوم کار ندي او دا یوازې د نوو مفکرینو او نوښت پالونکو لخوا هم ندی وړاندیز شوی. د سوریې معاصر فقیه او مفسر ډاکټر وهبه زحیلي د سوره فاتحې په تفسیر کې هغه لارښونې چې له دین څخه راځي له هغه لارښوونو سره موازي ګڼي چې انسان ته له نورو منابعو رارسېږي. هغه وايي: الله پاک انسان ته د خوشالۍ د رسېدو لپاره پنځه ډوله هدایتونه ورکړي دي: لومړی د طبیعت او جبلت له لارې لارښوونه، لکه ماشوم چې له مور څخه د شیدو د ترلاسه کولو لپاره ژاړي، دویم، د حواسو له لارې لارښوونه چې د انسانانو او حیواناتو ترمنځ مشترک وي، درېیم د عقل له لارې هدایت چې انسان یې د ژوند چارې پرمخ وړي، څلورمه یې د دین له لارې لارښوونه ده چې د حق او باطل، ښه او بد، حلال او حرام توپیر کوي او پنځمه لار د غیبي بریالیتوب او توفیق لار ده چې یو شمیر خلک ورته رسېږي. په لنډه توګه: په قرآن کې لارښوونه په دوه ډوله ده؛ یو عمومي هدایت دی چې د قیامت په چارو کې د انسان د ګټو لپاره لاره ده او په دې کې مخکیني څلور ډولونه شامل دي، او دوهم یې ځانګړې لارښوونه ده چې د خیر او خلاصون په لاره کې مرسته او بریالیتوب دی. او دا هماغه پنځم ډول دی. (الزحیلي، التفسير المنير، ۱ ټوک، ۵۹-۶۰ مخ)
که موږ له دین څخه خپلو هیلو ته یو ځل بیا کتنه وکړو او هغه څه په نظرکې ونیسو چې له دین سره تړاو نلري لکه سیاست، اقتصاد، صنعت او داسې مسایل له دین سره ونه نښلوو، زموږ ځینې فکري ستونزې به راکمې شي. په واقعیت کې د دې سیستماتیکې تېروتنې اصلاح چې د بنسټپالو له خوا په معاصر اسلامي فکر کې رامنځته شوې، یو له هغو ګامونو څخه دي چې دین سره تړاو نه درلودونکي اضافه شیان لیرې کول دا بار سپکوي او له دین څخه د دنیاوي استفادې لارې بندوي. ادامه لري…