د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د استانبول په ښار کې د یوې محکمې د تلاشۍ پر پوستې د برید په پاېله کې دوه بریدګر وژل شوي او شپږ کسان ټپيان دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې برید سهشنبه د فبرورۍ پر ۶مه د سهار شاوخوا ۱۱:۴۶ دقیقې د چاغلایان محکمې د تلاشۍ پر یوې پوستې شوی دی.
د نوموړي په خبره، بریدګر یو سړی او یوه ښځه وه چې «د خلق د ازادۍ غوښتونکې جبهې ګوند» سره یې تړاو درلود او دواړه یې وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د دغه برید په پاېله کې د درېیو پولیسو په ګډون شپږ کسان ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې داعش ډلې په استانبول ښار کې پر سانتا ماریا کلیسا برید وکړ چې له کبله یې یو کس ووژل شو.
د یادونې ده چې د روانې اوونۍ په لومړیو کې د ترکیې ملي امنیت او اطلاعاتي سازمان په دغه هېواد کې ۱۷ کسان د داعش خراسان څانګې سره د غړیتوب په تور نیولي و.