په تېرو دوو لسيزو کې په افغانستان کې د بيان آزادي او مدني ټولنې له ودې څخه تر ټولو ملموس بل څه نه ؤ. هغه دوه لاسته راوړنې چې فعالين او کارکوونکي يې په دې ورځو کې د هدفي وژنو او تاوتريخوالي له څپې سره مخ دي. په افغانستان کې د خبريالانو او مدني ټولنو غړو او همداراز د بشري حقونو فعالينو ترور څه نوې خبره نه ده، خو په تېر يوه کال کې په پرلپسې توګه د دې خلکو هدفي او عمدي وژنې بې مخينې دي.
د بې پولې خبريالانو بنسټ د وروستيو شمېرو له مخې په تېر ۲۰۲۰ زېږديز کال کې په ټوله نړۍ کې ۵۰ خبريالان وژل شوي دي. په افغانستان کې د خبريالانو ملاتړو بنسټونو راپور ورکړی دی چې په روان کال کې ۲۰ خبريالان ترور شوي دي؛ يعنې په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ ۴۰ سلنه وژل شوي خبريالان په افغانستان کې د جګړې قرباني او ترور شوي دي.
په وروستيو کلونو کې، د داسې پېښو له ترسره کېدو وروسته د مختلفو ترورونو مسووليت د يوې ترهګرې ډلې لخوا منل کېده، خو اوس دغه هدفي وژنې په چوپتیا او مرموز ډول ترسره کېږي.
د افغانستان حکومت او ناټو دواړه د دغو پېښو لاملين طالبان ګڼي خو طالبان دغه ادعا ردوي. د داسې وضعيت په اړه، په وروستيو ورځو کې په افغانستان کې ترټولو اساسي پوښتنه دا ده چې کوم کسان او د څه موخې په درلودو سره د خبريالانو، د بشري حقونو فعالينو او د مدني ټولنې غړو له وژنو ګټه پورته کوي. داسې انګېرل کېږي چې وسله والې ډلې د خبريالانو، مدني ټولنې غړو، بشري حقونو او د ښځو فعالينو په هدفي وژنو سره مختلفې موخې تعقيبوي.
په داسې مهمو شرايطو کې د دې هدفي وژنو دوام د دې لامل شوی چې د افغانستان ډېری چارواکي دې پايلې ته ورسېږي چې طالبان د دې ترورونه لاملين دي او له دغو ترورونه يې موخه دا ده چې وکولی شي د سولې په مذاکراتو کې د خپلو امتیازاتو اخيستلو دريځ غښتلی کړي، البته په تېرو وختونو کې طالبانو پر رسنيو او خبريالانو بريدونه کول او د هغوی د وژنو مسوولیت به يې هم په غاړه اخيسته.
د تاوتريخوالي او بيان ازادۍ، فکر او نظريې پلويانو په نښه کولو سره هڅه کېږي چې ډار او وېره ډېره شي او په اوسنۍ واکمنې ټولنه او د حکومت پروړاندې د عامه افکارو د بې باورۍ د فضا سيوری لا هم پسې وغوړېږي. د رسنيو او بشري حقونو فعالين ډېری يې لوستي او په ملي او سيمه ييزه کچه پېژندل شوي دي، په همدې اساس د هغوی وژل د افغانستان ټولنه په اونيو اونيو اغېزمنوي او د دې سبب کېږي چې عامه فکرونه او د افغانستان حکومت تر فشار لاندې راولي او په دولتي بنسټونو باور له ننګونو سره مخ او کمزوری يې کړي.
طبيعي ده چې په داسې شرايطو کې پر حکومت باندې د عمومي افکارو فشار، د افغانستان دولت د مخالفينو په ګټه دی. دغه ستراتېژي په حقيقت کې کله ناکله د ښارونو پر مرکزونو له لويو چاودنو او ځان وژونکو بريدونو څخه هم د حکومت مخالفينو ته ګټوره تمامېږي. د جګړو تاریخ ښيي چې رسنيو د بېلابېلو بهیرونو په ګټه د عامه افکارو په بدلولو کې پراخ رول لرلی دی. په حقيقت کې بنسټيزې ډلې له رسنيو او مدني ټولنې پرته په اسانۍ سره کولی شي چې خپلو غوښتنو ته ورسېږي. ټولنه له رسنيو پرته له موجوده واقعيتونو څخه واټڼ اخلي. له دغو پېښو وروسته ځینو خبريالانو او مدني فعالينو افغانستان پرېښود. ځينو رسنيو د طالبانو او نورو ډلو پر کړنو نقد د حد اقل کچې ته رسولی دی. ځينو رسنيو په خپلو نشراتو کې کموالی راوستی دی. حتی د ټولنيزو رسنيو يو شمېر فعالينو خپل فعاليتونه درولي او يا یې کم کړي دي او ځينې بيا د ترهګرۍ لپاره په اګاهانه او غير اګاهانه توګه تبليغاتي دستګاوې ګرځېدلې دي. دغه ټول موارد د هغو ډلو په ګټه دي چې د روښنايۍ او د عامه اذهانو له ودې وېره لري. وېره دا ده چې له دغو وژنو څخه زېږېدونکی وحشت رسنۍ دې ته اړ کوي چې خودسانسوري وکړي او دا هغه څه دي چې ترهګر يې خپلو موخو ته د رسېدو پروړاندې وروستی خنډ ګڼي. داسې ښکاري چې طالبان عامه ذهنونه په افغانستان کې د دوحې له مذاکراتو وروسته د خپل سياسي حضور پروړاندې يوازينی خنډ ګڼي. د دغه غږ غلي کېدل د دې سبب ګرځي چې ترهګر د هغو څېرو په وژلو کې لا هم مخکې لاړ شي چې پر عامه ذهونو اغېزمنې دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو فعاليت د بنسټپاله بهيرونو د مخالفت له امله ستونزمن کار دی. د ترهګريزو، فاسدو او زورواکو ډلو پروړاندې رسنيز فعاليت پرته له شکه يو ترټولو خطرناکه کسب دی. طالبان د خپل سياسي مشروعيت او تفکر پروړاندې مدني او رسنيز فعاليتونه ترټولو لويه ننګونه ګڼي. د دې ډلې تاريخ ښيي چې هغوی له خپل غږ پرته د هر غږ د غلي کولو په لټه کې ؤ. دوی په دغو وژنو سره غواړي چې افعانستان بيا ځلې بې غږه کړي څو بېرته راتګ ته يې زمينه برابره شي او د افغانستان له ټولنې، کلتور، دين او سياست څخه د طالبانو روايت، يوازينی روايت واوسي.
په داسې وضعيت کې له هر وخت څخه ډېر:
لومړی، د افغانستان حکومت د دې برخې د فعالینو د امنيت د ټينګښت لپاره لوی مکلفيت لري. په تېرو دوو لسيزو کې د حکومت او د افغانستان د خلکو ترټولو لويو لاسته راوړنو څخه ساتنه کولی شي چې د افغانانو په منځ کې په راتلونکې کې ولسواکۍ او ازادۍ ته هيله، ژوندۍ وساتي. مدني او د خپلواکو رسنيو فعاليتونه د خلکو د عامه پوهاوي او د ټولنې د پرمختګ ترټولو مهم وسايل دي.
دويم، رسنيز او مدني بنسټونه په يووالي، همغږۍ، همکارۍ او لازمو امکاناتو باندې کولی شي چې په احتیاط سره له دغه ستونزمن او تاريخي پړاوه نه يوازې دا چې په سلامت ډول تېر شي، بلکې په پوره غښتلتيا سره نوي پړاو ته دننه شي او لوی مسووليتونه په غاړه واخلي. دغه چاره کولی شي چې د دغو بنسټونو له وېشلو، خودسانسورۍ او کمزورۍ مخنيوی وکړي.
درېيم، د نړیوالو بشردوستانه قوانينو پر بنسټ د مذاکره کوونکي د يو اړخ په توګه طالبان مستقيم او غير مستقيم مسووليتونه لري چې بايد ورته ځواب ويوونکي واوسي. هرکله که دغه ډله د ترورونو د څپې ترشا لاس ونلري، نو له کلياتو او فرصت طلبۍ څخه دې تېره شي او د افغانستان خلکو ته دې وضاحت ورکړي.
او بالاخره نړيواله ټولنه او د بشري حقونو مدافع بنسټونه او خبريالان بايد دغه موضوع د خپلو نړيوالو هڅو سرټکی وګرځوي او په تمامه معنی د دغو بريدونو د پای ته رسېدو لپاره لاس پکار شي. همدارنګه د نړيوالو محکمو له لوري په دغو پېښو کې د ښکېلو کسانو د دوسيو تعقيبول کولی شي چې د عدالت په پلي کولو کې اغېزمن ثابت شي.
د بيان ازادۍ ساتنه، بشري حقونو او ولسواکۍ ته درناوی له خپلواکو رسنيو او خبريالانو پرته ناشوني دی. په همدې ترتيب د مدني فعالینو په نشتون کې نشو کولی چې د مدني فعاليتونو تمه ولرو. د بشري حقونو د فعالينو په نشتون کې له بشري حقونو ساتنه له خطر سره مخ کېږي. له دې پړاو څخه په سالمه توګه د تېرېدو لپاره همکاري او همغږي زموږ د هر يوه ملي او ایماني دنده ده.