• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ماتېدونکی جبر (لومړۍ برخه)

لیکوال: په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر، خان ولي بشرمل

 لیکوال: په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر، خان ولي بشرمل لیکوال: په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر، خان ولي بشرمل
۴ سلواغه/دلو ۱۳۹۹ - ۲۳ جنوري ۲۰۲۱ [t_time:1611390265]

یو وطني متل دی؛ که میړونه غرونه دي ښځې اړمونه دي، یعنې د نارینه او ښځینه بشري ځواک که له یوې خوا له یو بل سره تړلی دی له بله پلوه له یو بل نه علاوه نیمګړی هم دی.
په یوه بشري ټولنه کې د دوی ګډ کار د یو ستر بدلون لامل کیدای شي، خو له بده مرغه تېرو تپل شویو پردیو جګړو زموږ عامه بشري ځواک وځاپه، زموږ اداري ظرفیتونه یې په بېرحمانه ډول له منځه یوړل، افراطیت او تاوتریخوالی تر آسمانه ورسېدل، عامه ذهنیت د کنګلتیا ښکار شو، له دیني او مذهبي افکارو روحانیت او انسانیت کډه وکړه، ناوړه افکارو لکه (ښځه یا د کور او یا د ګور) یا دا چې (لور د پردي دیوال څپیاکه) او داسې نورو غیر انساني ویناوو نه یوازې زموږ د رڼو او سولیزو افکارو ځای ونیوه] بلکې د مېرمنو پر وړاندې یې تاوتریخوالي ته هم لاره هواره کړه.
دغه ناوړه روش د ټولنې کابو نیمايي وګړي وزګار کړل. د مېرمنو پر وړاندې له حقارته ډک فرهنګ زموږ دوه نسلونه له یوه سالم او بافرهنګه تربیته بې برخې کړل. بې منطقه نارینه محوره غیرت زموږ ولس له یو نه ختمیدونکي ټولنیز کړکېچ سره مخ کړ او زموږ دایمي، خو نه تجدید کیدونکي قبایلي او دودیز فکر، زموږ ټولنه له هر اړخیز کړکېچ سره لاس او ګریوان کړه، زموږ روڼ اندي خو ډارن شعور ټولنه لا زیات ترینګلي لوري ته روانه کړه. موږ له یوه پلوه هره ورځ په فردي ډول وژل کېږو او له بله پلوه په ټولیز ډول د خپلو نیمګړتیاوو له امله لا پسې له یوې دایمي بې غورۍ سره مخ کېږو.
موږ خپلو انفرادي تیروتنو له دوامداره ټولیزو تیروتنو سره مخ کړي یوو چې له امله یې موږ په اقتصادي، امنیتي او ټولنیز ډګر کې له کنګلتیا سره لاس تر ګریوان یو. موږ د خپلو پرلپسې تېروتنو له امله، لا زیات پسې غافل کېږو او د نهیلۍ خوا ته روان یو! دا مایوسي مو له یو داسې ډار سره مخامخ کوي چې له انفرادیت څخه پیل او وروسته په یو عمومي ډار پاې ته رسېږي. دا ډار موږ وحشت، تشدد او انتحار ته هڅوي.
همدا علت دی چې موږ له یوه داسې وضعیت سره مخ کېږو چې د جبر هر ډول ظلم او ناخوالې پر موږ په اجباري توګه مني، موږ ګام پر ګام د مسایلو د حل په موخه له ورخطایۍ سره مخ کېږو او د حالاتو د درک لپاره له یو غلط سنجش څخه کار اخلو. د رهبرۍ پیژندنې، ټاکلي او عمومي ولسي انسجام په برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ یو، د وضعیت ناسم درک مو لا زیات پېچلي وضعیت ته ټېل وهي.
د هرې ورځې په تېریدو زموږ ملي او نړیوال ارزښتونه تر پښو لاندې کېږي، د خپلو وګړو ترمنځ د نه انسجام له امله پردیو ته هم بې ارزښته کېږو، موږ هم هر سم ناسم کار ته په ناسمه سترګه یا د بېځایه سنجش شوي شک په سترګه ګورو، د حالاتو د مدیریت په موخه پر خپله رهبرۍ بېباوري رامنځته کېږي او بالاخره ناوړه حالاتو ته د تسلیمېدو هوډ مو، پر یو نه ماتېدونکي هوډ بدلېږي.
په تاریخي ډول افغان مشرانو د نړۍ پر بېلابېلو جغرافیاوو، ژبو، کلتورونو او نژادونو مدیریت او واکمني کړې ده او په دغو سیمو کې یې د علمي، کاري او تجارتي زیربناوو په رامنځ ته کولو کې له بل هر چا زیات کار کړی دی، دوی نه یوازې دا چې داسې رول یې لوبولی چې په هغه کې یو پراخ نفوس او جغرافیه په اخلاقي، فزیکي او رواني ډول خوندې وه؛ بلکې پورته یادې شوې برخې موږ په بېلابېلو پېرونو کې په رواني ډول تغذیه کړې هم دي.
په دغو جغرافیو کې په پریمانه توګه د عامه وګړو د ژوند د هوساینې او ارامولو په موخه زیاتې اسانتیاوې وې، علم، هنر، موسیقي او نور خلاقیتونه د بشري ارزښتونو د تمثیل او تسهیل وسایل وو.
پنځوس، شپېته کاله مخکې افغانستان هره شپه دوه نیم لکه بهرني سیلانیان لرل چې پرته له ډاره به یې د افغانستان له ښایسته طبعیته خوند اخیست، د هند هنرمندانو به په کلاسیکه موسیقۍ کې د خپلې بریا سند له کابله تائیداوه، د اسیا په کچه له عصري لیبونو څخه یو د کمپیوټر لیب په کابل کې رامنځته شو، کابل پوهنتون له څلوېښتو زیاتو هېوادونو محصیلونو ته د درس زمینه مساعده کړې وه ، د کابل پولیتخنیک پوهنتون د معنوي تغذیې ترڅنګ، د ظرفیتونو جوړولو په برخه کې اړین رول لوباوه او هغه مهال افغانستان له نړۍ سره تر ټولو ښه روابط لرل.
دا هغه وخت و چې مختلفو فرهنګونو او مذاهبو په افغانستان کې دومره وده کړې وه چې د لوړې کچې تجارت او پانګونه افغان یهودانو او د منځنۍ کچې تجارت افغان هندوانو مدیریت کاوه. بانکي سیسټم مو په نړۍ کې له یو معتبر او معاصر سیسټم شمېرل کېده، فردي او ټولیز اخلاق له تاوتریخوالي پاک و او د خپل ګاونډ په ګډون د نړۍ له هر وګړي سره پر نړیوال ارزښت ولاړ و. افغانستان په سیمه او نړۍ کې ستراتیژیک ملګري لرل او هغوی د افغانستان د امنیت تضمینولو په برخه کې اساسي رول درلود. له دې خاورې نه یوازې د ترهګرۍ، وېرې، وحشت او تاوتریخوالي هېڅ ډول پېښه نه ده رامنځته شوې او نه ترې چا ته تاوان رسیدلی بلکې له نړیوالو هم د نه مداخلې تضمین اخیستل شوې و. مګر له بده مرغه نن موږ د خپل خپلواک ملي او نړیوال رول په اړه له یو ډول ګنګستیا سره مخ یو او د خلاصون لوری راڅخه ورک دی. ددې تضمین د ترلاسه کولو په موخه اړینه ده چې زموږ رهبري او په ورته وخت کې ولس د خپلو ملي ادارو، بودجې او بنسټونو د مستقل ساتلو په موخه شپه او ورځ زیار وباسي، د خپلو دښمنانو او دوستانو پر رول او روش له سره کتنه وکړي، د خپلو مخکینیو او راتلونکو ستراتیژیکو ملګرو پر رول فکر وکړي، پر تېر کره کتنه وشي او د راتلونکیو ملګرو په اړه فکر وشي.
موږ باید پوه شو چې زموږ د ملګرو ملګري څوک دي او زموږ د دښمنانو دښمنان څوک دي، د ترور او تشدد د پاې ته رسولو لپاره باید هغه څه ترسره شي چې په معاصره نړۍ کې ترې کار اخیستل کېږي چې تشدد پاې ته رسولی شي او زموږ ملي حاکمیت یقینې کولای شي.
موږ باید د افرادو پر ځای د ملي ادارو پر پیاوړتیا تمرکز زیات کړو، ملي ادارې د ضرورت پر بنسټ وارزول شي او ورته د اغیزناکو فعالیتونو د ترسره کولو په موخه واکونه ولېږدول شي، د دغو فعالیتونو له ترسره کېدو وروسته د ځواب او حساب ورکونې پر اساس د ادارو د لا پیاوړتیا لپاره اداري محاسبه ترسره شي.
په همدې ترتیب د خپل نړیوال تضمین په موخه له هغو هېوادونو او اولسونو سره اړیکې ټینګې شي چې د نړیوال نظم په جوړښت او مخکې وړلو کې اساسي رول لري، البته زموږ ټول روابط باید د افردو پر ځای له بنسټونو او ادارو سره رامنځ ته او مستحکم شي، د دغو روابطو یوه ښه بېلګه له سترو اقتصادي بنسټونو سره کیدای شي؛ خو ولې دا هم څرګنده خبره ده چې د سترو اقتصادي، امنیتي او قضايي بنسټونو تر شا هم هغه ځواکونه دي چې نړیوال نظم یې رامنځته کړی دی.
د یادونې وړ ده هغه څوک چې نړیوال نظم یې رامنځته کړی دی کولای شي چې په دې نظم کې د افغانستان د باثباته پاتې کېدو ماده ور اضافه کړي. دا کار د یوې کامیابې ډپلوماسۍ او اوږد مهالې ګټې پر اساس شونی کیدی شي؛ خو بیا هم یوې ډېرې دقیقې محاسبې ته اړتیا لري. له موجودې کنګلتیا څخه د را وتو یوازینۍ لاره له دغو نړیوالو قوتونو سره صمیمانه اړیکي لرل دي. اما د دغو اړیکو د ټینګښت لپاره هم خپل شرایط دی. د دغو روابطو د پیلولو لپاره اړینه ده چې مقابل لوري ته د متقابل احترام او ګټو په چوکاټ کې معیارونه وټاکل شي او تعقیب شي.
له دوی سره په ګډه د خپلو ملي ادارو د ظرفیت جوړونې په برخه کې لازم پروټوکولونه رامنځته کول پکار دي، خو که چېرې دا پروټوکولونه او توامیتونه پرته له سنجش لاسلیک کېږي؛ نو بیا یې له ګټې تاوانونه زیات دي. موږ د ناسم سنجش شویو تړونلیکونو ډېرې بېلګې لرو.
خو له یو اوږدمهاله بحران څخه د را وتو اړینه لاره د رهبرۍ په کچه قاطعیت او په دویم ګام کې له ولس سره د اجرایوي قوې خالصه مینه لرل دي. دا ډول خالصانه مینه او لیوالتیا او ژمنه رامنځته کوي او دا ژمنه د افغانستان د ملي ګټو څخه د دفاع جذبه پیاوړې کوي، د دې جذبې په پایله کې فردي- ځانځاني- ګټې معنا نه لري؛ بلکې هر څه افغانستان محوره کېږي او تر ډېره امکان لري چې د افغانستان رول په نړیوال نظم کې تضمین کړي.
د داسې یوه تضمین په رامنځ ته کېدو سره به د افغانستان هغه دښمنان چې هره ورځ د خپلو لاسپوڅو میلشو په مرسته ناوړه بشري جنایتونه ترسره کوي او افغانستان له شته فرصتونو لرې ساتي، ترکنټرول لاندې راشي. د دغه دښمن له دښمن سره په سټراټیژیک ډول روابط مساعدول نه یوازې موږ قوي کوی؛ بلکې موږ د مشترک خطر له امله دې خطر ته په لا قوت ځواب ورکونکي ثابتوي.
اما په داسې وخت کې باید د افغانستان امنیت پر یو سټراټیژیک امنیت بدل شي، د داسې امنیت د رامنځ ته کېدو لپاره اړینه ده چې قوي او اغیز لرونکي ملګري پیدا کړای شو، له بده مرغه موږ په تېرو دوه لسیزو کې اقتصادي، سټراټیژیک او امنیتي ملګري پیدا نه کړای شول او پر هغو قوتونو مو تمرکز زیات وو چې له موږ سره يې په خیرات اموخته کېدو کې مرسته کوله.
نور بیا

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.