• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

افغانستان کندې ته مه غورځوئ

۸صبح ۸صبح
۲۳ لړم/عقرب ۱۴۰۰ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۱ [t_time:1636869789]

وروستیو ورځو کې د پخوانیو پوځیانو د وژلو خبرونه خپاره شوي دي. تېره اوونۍ یوه ويډیو خپره شوه، چې ښکاري تخار کې یو طالب قوماندان د ولسي پاڅونوالو یو غړی په وسلې وژني. وروسته په ډاګه شوه، چې پخواني حکومت کې د دغه طالب قوماندان زوی د ولسي پاڅونوالو د هماغه غړي له لوري وژل شوی دی. دا ځوان تازه له ایرانه راګرځول شوی و او غوښتل یې بېرته له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.

د لړم پر اتلسمه تخار کې د پخواني حکومت د پوځیانو د ترور یوه بله پېښه وشوه. طالب ځواکونو نیمروز کې د سرحدي ځواکونو د کنډک ارکان رییس شعیب اریايي او د سرحدي ځواکونو غړی سهراب حقاني وواژه. دې دوو غوښتل د طالبانو د عمومي بښنې له فرصت څخه په ګټې اخیستنې، د چاه‌آب ولسوالۍ شینګ سقاو کلي ته لاړ شي، چې د ځايي طالب ځواکونو له کمین سره مخامخ او ووژل شول.

د جمعې پر ورځ د لړم پر یوویشتمه دوه نورې پېښې وشوې. نامالومه وسلوالو د جمعې پر شپه ګردیز ښار کې د پخواني حکومت دوه ښځينه افسرانې ووژلې. همدارنګه د اردو بریدمل شایق سنجني، چې د بګرام ولسوالۍ د پولیسو پخوانی قوماندان و، د کاپیسا د کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې ووژل شو. د دغه پخواني پوځي د خپلوانو په خبره، نوموړي د اردو ۱۱۱ فرقې کې کار کاوه او طالب ځواکونو لومړی له کوره ونیوه او وروسته یې په مرمیو وویشت.

هغه څه چې روښانه دي، تراوسه د طالبانو د عمومي بښنې فرمان عملي شوی نه دی. لوړپوړو طالب چارواکو د واک په لومړیو کې وویل، له پخوانیو پوځيانو سره کار نه لري، خو دا پوځيان په سیستماتیک ډول ترورېږي. د طالبانو چارسمبالی حکومت هم په دې اړه روښانه دریځ نه نیسي، چې دا پوځیان ولې وژل کېږي. د ترورونو نورې ډېرې پېښې هم کېږي، خو رسنۍ ترې خبرې نه دي. ځينو سرچینو د پخوانیو ۴۳ پوځيانو لېست له ۸صبح ورځپاڼې سره شریک کړی، چې په وروستیو ورځو کې په ارزګان کې د نامالومه کسانو له لوري وژل شوي یا تښتول شوي دي. دې ډله کې ان د ماشومانه څخه هم یادونه شوې ده.

ښکاري چې د پخوانیو پوځيانو ترور او نیول په درېیو دلایلو کېږي. لومړی دا چې دا پوځيان د دوي د شالید یا د طالبانو په اړه د پخوانۍ بدبینۍ له امله په نښه کیږي. دویم دا چې طالب ځواکونه د دوي د کورونو د تلاشۍ پر مهال د وسلو او نورو پوځي تجهیزاتو غوښتنه کوي، که دوې لږ انکار هم ورکړي، نیول یا وژل کېږي. درېیم هم د طالبانو کسان یا له دوي سره تړلي له فرصته په ګټه اخیستنې، خپلې شخصي دوښمنۍ پر مخ بیايي یا هغه کسان، چې وروسته به سرخوږی ورته جوړ کړي، له منځه وړي. ځينو مواردو کې کېدای شي، پخواني پوځیان پر داسې کار لاس پورې کړي، چې د طالب ځواکونو د غبرګون لامل شي.

دا پېښې که هر ډول رامنځته کېږي، د طالبانو سرپرست حکومت یې مسوول او ځواب ویونکی دی. اوس جګړه پای ته رسېدلی او د دغو پوځيانو وژل به جګړه دوامداره کړي. دا چې عمومي بښنه اعلانېږي او څوک پام ورته نه کوي، دوه خبرې دي. لومړی دا چې په عمل کې هېڅ ډول عمومي بښنه اعلان شوې نه ده، یا دا چې طالب ځواکونه د خپلو مشرانو امر ته سر نه ږدي. ډېرو ځایونو کې لیدل شوي، چې طالب مشران پر خپلو ځواکونو اړین کنترول نه لري. د طالبانو د چارسمبالي حکومت د دفاع وزیر وايي، له پخوانیو پوځيانو سره دې ناوړه چلن نه کېږي، خو لا هم د پخوانیو پوځيانو وژل دوام لري.

د طالبانو د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې هم د پخوانیو پوځیانو پر وړاندې د طالب مشرانو بدبیني څرګندوي. امیرخان متقي پاکستان کې ویلي، پخواني پوځيان به د طالبانو په اردو کې ځای ونه لري. دا په داسې حال کې ده، چې هغوي پخوا ویلي و، چې پخواني پوځيان به نوې اردو کې ګماري. د امیرخان متقي له دې څرګندونو ښکاري، چې ممکن طالبانو د اعلان کړې عمومي بښنې له اعلانه پښېمانه وي.

له بده مرغه د دې وضعیت دوام به هېواد ته ناوړه پاېلې ولري. طالبان دې پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي. هغوي د عمومي بښنې ژمنه کړې وه او ویلي و، چې له پخوانیو پوځیانو سره کار نه لري. دا ځواکونه د یوې مړۍ ډوډۍ پېداکولو په موخه له اردو سره یوځای شوي وو. هغوي په پخواني حکومت کې ډېرې ستونزې وګاللې او ان له برخلیک سره یې لوبې وشوې. بیا دې د طالبانو د ټيټ پوړو ځواکونو قرباني کېږي نه.

که حالت همداسې دوام وکړي، د پخوانیو پوځیانو خبرداری به عملي شي. هغوي ویلي و، که ځاني امنیت ته یې پام ونه شي، پر هر کار به لاس پورې کړي، چې دا د افغانستان ثبات له ګواښ سره مخ کوي. طالبان دې د ۴۰ کلنې غمیزې د پای ته رسېدو دا فرصت له لاسه نه ورکوي. د پخوانیو پوځيانو وژل به نورو ډلو په ځانګړې توګه داعش ته ښه فرصت په لاس ورکړي. طالبان دې ومني، چې د پخوانیو پوځیانو د وژنو دوام سره افغانستان یوې لویې کندې ته غورځي او لومړی به د طالبانو سرپرست حکومت له جدي ننګونو سره مخ کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبانو په هلمند کې درې کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي
خبرونه

طالبانو په هلمند کې درې کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي

۹ سلواغه/دلو ۱۴۰۳ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1738042522]
اوتونبایوا: پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله ډېرې شوې دي
خبرونه

اوتونبایوا: پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله ډېرې شوې دي

۳ سلواغه/دلو ۱۴۰۳ - ۲۲ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1737524808]
لوکاشېنکو: افغانستان او سوریه له بیلاروس سره د همکارۍ غوښتونکي دي
خبرونه

لوکاشېنکو: افغانستان او سوریه له بیلاروس سره د همکارۍ غوښتونکي دي

۲۸ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1737135185]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.