• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د پنجشیر څارنوالان په کورني بند کې؛ طالبان: د ټولو امنیت خوندي کوو

راپور: مقبول نوري

راپور: مقبول نوري راپور: مقبول نوري
۱۸ ليندۍ/قوس ۱۴۰۰ - ۹ دسمبر ۲۰۲۱ [t_time:1639027168]

په بنجشیر ولایت کې یو شمېر پخواني څارنوالان ادعا لري چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په وېره او په کورونو کې د بندي په توګه ژوند کوي. له بلې خوا، د طالبانو د چارسمبالي حکومت مسوولین د دوی له خوا عمومي بښنې ته په اشارې سره وايي چې د ټولو امنیت خوندي کوي.

احمد (مستعار نوم) چې له څو کلونو راهیسې یې د پنجشیر ولایت په استیناف محکمه کې د څارنوال په توګه کار کړی دی. نوموړی تراوسه هم په رسمي توګه له خپلې دندې نه دی ګوښه شوی.

احمد له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د خوشي شویو بندیانو له خوا د امنیتي ګواښونو او د څارنوالانو او قاضیانو په اړه د طالبانو د چارسمبالي حکومت د پوځیانو د منفي لیدلوري له امله، له څه پاسه څلورو میاشتو راهیسې چې بې برخلیکه وضعیت او په کور کې د بندي په توګه شپې ورځې تېروي. نوموړی زیاتوي، خوشي شوي بندیان په دې اند دي چې څارنوالانو د شخصي عقدو له مخې دوی په بند محکوم کړي وو.

احمد جوته کړه: «څه د پاسه څلور میاشتې کېږي چې د وروستیو بدلونونو له امله بې برخیلکه یوو، یو شمېر مخکیني بندیان چې خوشي شوي د غچ اخیستو په لټه کې دي. موږ په کورني بند کې ژوند کوو او له څه مودې وروسته دې ته اړ کېږو چې خپل کورونه بدل کړو.»

له بلې خوا، زرمینه (مستعار نوم) چې له څو کلونو راهیسې یې په پنجشیر کې د څارنوالې په توګه دنده ترسره کړې، هغه هم له ۸صبح سره په خبرو کې وایي: «د امنیتي ګواښونو ترڅنګ زموږ د څلورو میاشتو معاشونه نه دې راکړل شوي، د نورو ادارو په شان، په څارنوالیو کې ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي. د طالبانو له چارسمبالي حکومته غواړو چې موږ له بې برخلیک وضعیت بهر کړي او همداراز که نړیواله ټولنه زموږ امنیت ته پام ونه کړي، ټول به د لازیاتو څارنوالانو د له لاسه ورکولو شاهدان وي.»

دغه څارنوالان ادعا کوي چې تراوسه څو ځله د خپل امنیت د خوندیتوب او دندو ته د ستنېدو لپاره طالب چارواکو ته ورغلي، خو طالبانو ورته ویلي چې د مخکیني حکومت څارنوالان او قاضیان د دوی په حکومت کې ځای نه لري.

له بلې خوا، د طالبانو د چارسمبالي حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی د دغو څارنوالانو د امنیت په هکله وایي چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې او د څارنوالانو په ګډون د ټولو امنیت خوندي کوي. هغه زیاتوي: «د مخکیني حکومت کارکوونکو ته ډاډ ورکوو چې اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړې او د دوی امنیت خوندي کوو، فرصت ورکوو چې په هېواد کې ژوند وکړي او که له کوم لوري ورته ستونزه رامنځته شي، موږ ځواب ویوونکي یوو.»

په دې لړ کې د هېواد په لویه څارنوالۍ کې د ښځو د ځورونې د مخنیوي برخې عمومي رییسه مشتري دانش هم د خوشي شویو بندیانو له خوا له لوړو ګواښونو سره د دغه بنسټ د کارکوونکو د مخامخ کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په ټول هېواد کې کابو شل تنه څارنوالان د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوي دي. د مېرمن دانش په وینا، تراوسه د طالبانو چارسمبالي حکومت د څارنوالانو د وژل کېدو دوسیې نه دي تعقیب کړې.

هغې وویل: «اسلامي امارت په لومړي ګام کې بندیان له کوم قید او شرط پرته خوشي کړل، د دوی خلاصون د څارنوالانو په وړاندې لوی ګواښ دی. له بده مرغه چې له هغه وخت راهیسې مو په هدفي وژنو کې خپل کابو شل همکاران له لاسه ورکړي او اسلامي امارت د دوی دوسیو ته هېڅ پام نه دی کړی او ددغو وژنو عاملین یې نه دي نیولي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د مخکیني حکومت له پاشل کېدو وروسته، طالبانو ښارونو ته په رسېدو، د بندیانو پرمخ د زندانونو دروازې پرانیستې؛ دې کار د څارنوالانو او قاضایانو اندېښنې زیاتې کړې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

ناڅرګندو وسله‌والو په پکتیکا کې د یوې کورنۍ دوه غړي ووژل

۲۸ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1731915956]
په کندهار کې یو سړی تر لفظي شخړې وروسته وژل شوی
خبرونه

په کندهار کې یو سړی تر لفظي شخړې وروسته وژل شوی

۲۵ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1721038455]
د حنفي ادعا: زموږ نظام ټولګډونی دی
خبرونه

د حنفي ادعا: زموږ نظام ټولګډونی دی

۲۰ غويی/ثور ۱۴۰۳ - ۹ مې ۲۰۲۴ [t_time:1715250936]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.