• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

هرات کې د اختطاف او ترور پېښو زیاتوالی: «طالبانو خپله ژمنه عملي نه شوای کړی»

۸صبح ۸صبح
۲۲ مرغومی/جدی ۱۴۰۰ - ۱۲ جنوري ۲۰۲۲ [t_time:1641966475]

په وروستیو ورځو کې هراتیان د اختطاف او ترور پېښو له زیاتوالي اندېښمن دي. څو ورځې وړاندې دغه ولایت کې د درېیو زده‌کوونکو له تښتونې وروسته، د صرافانو اتحادیې د مدیره پلاوي یو غړی د خپل کور له مخې وتښتول شو. د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، زیات شمېر کورنیو دا تجربه کړې ده.

فهیم صدیقي د عبدالرحیم صدیقي ورور دی، چې تېره یکشبنه د وسله‌والو له لوري ووژل شو. کولای شو د ورور د لاسه ورکولو درد له ورایه د هغه په سترګو کې ووینو. دې درد له نوموړي د خبرو کولو توان اخیستی، خو په ډېر درد او غم وايي، ورور یې د پیسو درلودلو په جرم وژل شوی دی. هرات کې د جنايي پېښو له زیاتوالي سره نور د پيسو او مال درلودل هم پر خلکو ژوند حرام کړی دی.

له عبدالرحیم صدیقي یو زوی او درې لورګانې پاتې دي. د نوموړي ورور ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «زما پر ورور سربېره په همدې اوونیو کې اووه یا اته تنه وژل شوي یا تښتول شوي دي. امنیت نشته، خلک د خپل کور دننه امنیت نه لري.»

یو سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، همدا اوس څلور ځوانان له اختطاف‌کوونکو سره دي. طالبانو دا ادعاوې رد کړي او ټينګار کوي، چې اوسمهال هېڅوک د اختطاف‌کوونکو په منګولو کې نشته.

د هرات یو اوسېدونکی زمری سلطاني د ناامنۍ په ځانګړي توګه د تښتونې، ترور او وسله‌والو غلاوو پر زیاتوالي نیوکه کوي او د طالبانو سرپرست حکومت د امنیت ټينګښت برخه کې ناتوانه بولي. نوموړي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «طالبانو د واک په لومړیو ورځو کې ژمنه وکړه، چې امنیت به ټينګوي. اوس هره ورځ یو کس وژل کېږي، ټپي کېږي یا هم تښتول کېږي، خو طالبان امنیت نه شي ټينګولی.»

پخوانی پوځي او د سیاسي مسایلو کارپوه محمدنعیم غیور اوسني شرایط د طالبانو سرپرست حکومت بې پروايي یادوي او ټينګار کوي، چې د دې بهیر دوام به د خلکو ناخوښي زیاته او د پانګې د وتلو لامل به شي. غیور ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «د طالبانو له راتګ سره د نظام جوړښت وپرځېد او له بده مرغه مسلکي کسان له نظام لرې شول. د طالبانو اوسنيو کړنو ته په کتو، راتلونکي ته هېڅ هیله‌منتیا نه برېښي.»

له بلې خوا هرات کې د طالبانو سرپرست حکومت امنیتي چارواکي وايي، چې اوسمهال دغه ولایت کې د جرمونه کچه صفر شوې او هغوی هڅه کوي، تر څو د کوچنیو جرمونو مخنیوی هم وکړي. هرات کې د امنیې قوماندانۍ ویاند محمودشاه رسولي وویل، اوسمهال هرات کې د تښتونې هېڅ قضیه نشته. رسولي زیاته کړه، تېره یوه میاشت کې د جنايي پېښو لکه قتل، اختطاف او وسله‌والو غلاوو ۱۰۰ قضیې تبت شوې او هغوی د دغو قضیو په تور ۱۵۰ کسان نیولي دي.

پانګوال د اختطاف‌کوونکو اصلي موخه ده؛ طالبان څه کوي؟

تر اوسه ډېری پانګوال او سوداګر د اختطاف او ترور ښکار شوي دي. هرات کې د څو اوونیو له پېښو هم ښکاري، چې پانګوال د اختطاف‌کوونکو اصلي موخه ده.

د هرات د صرافانو د اتحادیې رییس بهاالدین رحیمي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، کلونه کېږي، د اختطاف او ترور پېښو پر هراتیانو په ځانګړې توګه د پانګوالو او صرافانو پر ژوند سیوری غوړولی دی. رحیمي زیاته کړه، تېر کال د صرافانو یا د هغوی د کورنیو د تښتونې شل پېښې ثبت شوې دي. د طالبانو له راتګ سره ډېرو پانګوالو او صرافانو هېواد پرېښود. نوموړي زیاته کړه: «حکومتولۍ کې موږ ته تر ټولو اړین څیز امنیت دی، چې له بده مرغه نه مو پخوا درلود او نه یې هم اوس لرو. د طالبانو له راتګ سره هم اختطاف او ترور له موږ قرباني اخلي او که همداسې دوام وکړي، پاتې پانګه به هم له هېواده بهر شي.»

د وروستیو ترورونو په تړاو د خلکو او د مدني فعالانو روایت بېل دی. هرات کې مدني فعال مسعود مسلم د طالبانو سرپرست حکومت د دې ناامنیو پړ بولي. د نوموړي په باور، اوسنیو شرایطو کې د طالب ځواکونو او اختطاف‌کوونکو ظاهري څېرو کې توپیر نشته. دغه مدني فعال د پوځي اصولو نه مراعات او د منظمو جامو د نشتون په تړاو وايي، له شته تشې په ګټه اخیستنې، ډېری طالب وسله‌وال دا تشه د شخصي عقدو په موخه کاروي. نوموړی له هېواده د پانګې وتنه، د پروژو بندېدل او په صنعتي پارک کې د کارخونو نه فعالیت د امنیت نشتوالي پورې تړي.

مسلم ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «زموږ موندنې ښيي، چې د وژنې او ترور څو پېښو او ان وسله‌والو غلاوو کې طالب ځواکونو لاس درلود.» طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي. د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند محمودشاه رسولي ادعا کوي، چې دغه ولایت کې د جنايي جرمونو پېښې صفر شوې دي. نوموړی وايي، د تېرې میاشتې په اوږدو کې د هرات په بېلابېلو ناحیو کې د انسان تښتونې دوه بانډونه نیول شوي دي. رسولي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «موږ د اختطاف قضیې نه لرو. ځينې ترورونه او وسله‌والې غلاوې شته، چې طالب وسله‌وال یې د عاملانو د نیولو په لټون دي او هره ورځ هڅې کوي.»

د طالبانو د سرپرست حکومت په لومړیو ورځو کې څلور انسان تښتوونکي چې له مخامخ جګړې وروسته ووژل شول، مړي یې د هرات په لویو څلورلارو کې راځوړند کړل؛ خو د ورځو په تېرېدو سره د طالبانو دا ډول چلن هم د انسان تښتونې پېښې مهار نه کړې. تازه طالب ځواکونو په سپکو او درنو وسلو مانورې ترسره کړې. دغه راز تېره ورځ ۵۰۰ تازه دمي ځواکونه هم له الفاروق قول اردو فارغ شول.

د طالبانو د سرپرست حکومت لوی درستیز فصیح‌الدین د دغو کسانو د فراغت غونډه کې وویل، چې د دغو فارغ شویو ډېره برخه به په لوېدیځ په ځانګړې توګه هرات کې د جنايي جرمونو د مهار او امنیت ټينګښت په موخه وګومارل شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

اوچا: د هرات له زلزلې دوه کاله وروسته لا هم زرګونه کورنۍ بې کوره دي
خبرونه

اوچا: د هرات له زلزلې دوه کاله وروسته لا هم زرګونه کورنۍ بې کوره دي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1759860462]
طالبانو په هلمند کې درې کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي
خبرونه

طالبانو په هلمند کې درې کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي

۹ سلواغه/دلو ۱۴۰۳ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1738042522]
اوتونبایوا: پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله ډېرې شوې دي
خبرونه

اوتونبایوا: پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله ډېرې شوې دي

۳ سلواغه/دلو ۱۴۰۳ - ۲۲ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1737524808]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.