۸صبح، کابل: اسټرالیايي اوونیزې «ستردې پېپر» لیکلي چې طالبانو خپل پام د هیروینو له تولید څخه متامفتامین ته اړولی دی؛ ځکه په خبره یې، دا ماده د دغه هېواد د مخدره توکو په بازارونو کې پام وړ ارزښت لري.
دغې خپرنۍ شنبه د وري پر ۱۸مه په یو راپور کې ویلي چې د متامفتامین پر لور تګ طالبانو ته دا چانس ورکړی څو د «هیروینو پراخه امپراتوري» په یوې ګټورې، خطرناکې او وژونکې سوداګرۍ بدله کړي.
د راپور په حواله، دا چاره په افغانستان کې طالبان تمویل کوي.
بلخوا، له مخدره توکو سره د مبارزې نړیوال اژانس یو کارپوه دغې رسنۍ ته ویلي چې طالبانو په لومړیو کې خپلو پېرېدونکو ته د هیروینو کڅوړو ترڅنګ په وړیا ډول د متامفتامین یو کڅوړه لېږله، څو په خبره یې، هغوی له دغې مادې سره بلد کړي.
نوموړي زیاته کړې: «هغوی تاسې ته ۱۰۰ ګرامه هیروین لېږي او په وړیا توګه پنځه کیلو ګرامه متامفتامین ورزیاتوي.»
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په لومړیو کې د دې چارې لامل دغې مادې ته د پېرېدونکو پام اړول و.
دغې اوونیزې خپرنۍ زیاته کړې، په داسې حال کې چې د طالبانو مشر په ۲۰۲۲ کال کې د نشهیي توکو پر کرکېله بندیز ولګاوه؛ خو په خبره یې، دا فرمان په یو کال کې عملي نه شو او د مخدره توکو تولیدونکو د تولید او ذخیرې لپاره ډېر وخت درلود.
د راپور په حواله، په همدې موده کې طالبانو خپل ډېر پام د متامفتامین تولید ته واړوه او محصول یې بدل کړ.
طالبانو پرلپسې له مخدره توکو سره پر مبارزې ټينګار کړی؛ خو د راپورونو په حواله د دغې ډلې چارواکي په هېواد کې د دې توکو په کر او قاچاق تورن دي.
له دې وړاندې د ایران د نشهیي توکو سره د مبارزې مشر سکندر مومني ویلي و چې د روان کال لسو میاشتو کې له افغانستانه ایران ته د مصنوعي نشهیي توکو قاچاق کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. نوموړي دغه څرګندونې په ویانا کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون د لوړپوړو چارواکو په ۶۷مه غونډه کې کړې دي.