د بدخشان د ولایتي روغتون یو شمېر مراجعین د روغتیايي خدمتونو له ټیټ کیفیت، د درملو او طبي وسایلو له کمښت او په دغه روغتون کې د ډاکټرانو او نرسانو له نه پاملرنې شکایت کوي. هغوی وايي، سره له دې چې د بدخشان له لېرې او نږدې ولسوالیو ناروغان دې روغتون ته راځي، خو د دغه روغتون امکانات او روغتیايي خدمتونه د ناروغانو اړتیاوې نه شي پوره کولای.
د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي چې د خپلو روغتیايي ستونزو د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته ورځي، وايي چې د امکاناتو او درملو کمښت، د ناروغانو ګڼهګوڼه او هغه څه چې دوی یې د ډاکټرانو او نرسانو بېپامي بولي، د درملنې بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی. د بدخشان ځینې دغه اوسېدونکی وايي، له اقتصادي ستونزو سره سره اړ دي چې د خپلو ناروغانو اړین درمل او وسایل له روغتونه بهر او شخصي درملتونونو برابر کړي.
د راغستان ولسوالۍ اوسېدونکی مختار احمد (مستعار نوم) د خپلې مېرمنې د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته مراجعه کړې ده. هغه وايي، مېرمن یې له دوو ورځو راهیسې د دغه روغتون د نسایي او ولادي څانګې کې بستر ده؛ خو د هغه په وینا، ډاکټران او نرسان ورته کافي پاملرنه نه کوي.
دغه سړی وايي: «دوې ورځې کېږي چې مېرمن مې د نسایي او ولادي څانګې کې بستر ده، خو هېڅوک ورته پاملرنه نه کوي. درمل او ټول اړین شیان له روغتونه بهر درملتونونو اخلم او راوړم. نرسان هغو ناروغانو ته ډېره پاملرنه کوي چې له دوی سره پېژندګلوي لري یا د زېږون پر مهال هغوی ته د شیریني په نوم پیسې ورکوي؛ خو بېوزلو ناروغانو ته پام نه کوي.»
د مختار احمد په وینا، د بستر د خونو وضعیت مناسب نه دی او څو ناروغان په یوه خونه کې ساتل کېږي. هغه ادعا کوي چې په ځینو مواردو کې دوه ناروغان هممهاله په یوه بستر کې بستر کېږي.
د دغه روغتون یو بل ناروغ لرونکی وايي چې ورور یې د بهارک ـ فیضآباد پر لاره په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی او له دوو ورځو راهیسې په ولایتي روغتون کې بستر دی. هغه هم د روغتیايي خدمتونو له ټیټ کیفیت او هغه څه چې د ډاکټرانو او نرسانو بېپامي بولي، شکایت کوي.
دغه سړی وايي: «کله مې چې ورور بېړنۍ څانګې ته یووړل شو، فکر مې کاوه چې د هغه د وضعیت د خرابوالي له امله به ډاکټران ژر ورته رسیدهګي وکړي؛ خو څو دقیقې وروسته پوه شوم چې له یوه نرسه پرته بل هېچا ورته پام ونه کړ.»
محمدصادق همداراز ادعا کوي چې د دغه روغتون د وینې په بانک کې کافي وینه نشته او هغه ناروغان چې وینې ته اړتیا لري، اړ کېږي چې وینه له روغتون بهر برابره کړي. د هغه په وینا، ځینې کورنۍ د وینې د پیدا کولو لپاره د خپلو کورنیو له غړو یا خپلوانو مرسته غواړي او یا هم په ټولنیزو رسنیو کې د وینې غوښتنه خپروي.
د بدخشان د ولایتي روغتون یو ډاکټر چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، د دغه روغتون د روغتیايي خدمتونو وضعیت د یوه کال مخکې پرتله خراب بولي. هغه وايي، دا وضعیت د د سنایي پراختیايي سازمان «SDO» ته د روغتتون د مدیریت د تړون له سپارلولو وروسته رامنځته شوی دی.
د دغه ډاکټر په وینا، دغه بنسټ د روغتیايي کارکوونکو د ګومارنې پر مهال جدي او قانوني بهیر نه مراعتوي او همداراز د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د خدمتونو کیفیت ته کافي پاملرنه نه کوي.
آغاخان دفتر درلود؛ خو څه کم یو کال کېږي چې طالبانو دغه قرارداد SDO یا سنایي پراختیايي سازمان ته ورکړی دی. دغه دفتر نه سالم مدیریت لري او نه د روغتیايي خدمتونو کیفیت ته پاملرنه کوي.»
تر دې وړاندې هم په ځلونو په بدخشان کې د روغتیايي خدمتونو د وضعیت په اړه شکایتونه او اندېښنې مطرح شوې دي. د بدخشان یو شمېر اوسېدونکو هم په ټولنیزو رسنیو کې په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر څرنګوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.


