• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

سرچینې: په برکي برک کې د طالبانو ولسوال له هټیوالو د سړک د سور د کمولو په بدل کې بډې اخلي

نیما نیما
۲۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791868423]
Exclusive

Exclusive

د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ سرچینې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال په بډو اخیستلو، زورزیاتي او د خلکو په ګواښلو تورنوي. د سرچینو د ادعا له مخې، د طالبانو ولسوال نورالله غالب، د برکي راجان بازار له هټيوالو څه باندې یو نیم میلیون افغانۍ بډې اخیستې او ژمنه یې ورسره کړې چې د سړک سور به کم کړي، څو د هغوی هټي پر خپل ځای پاتې شي. د برکي برک اوسېدونکي د معیاري نقشې له مخې د یادې شوې پروژې د بشپړ پلي کېدو غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې عامه حقونه باید د شخصي ګټو قرباني نه شي.

سرچینې وايي، نورالله غالب د امیرخان زوی او د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی چې اوس په برکي برک ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال په توګه دنده ترسره کوي، په دې ولسوالۍ کې د سړک جوړولو له پروژو بډې اخلي او د معیاري نقشې له مخې یې د پلي کېدو مخه نیسي. سرچینې له طالبانو غواړي چې دا موضوع وڅېړي او اجازه ورنه کړي چې سړکونه د ټاکل شویو معیارونو پر خلاف جوړ شي.

د سرچینو په وینا، د برکي برک له څلورلارې د برکي راجان تر ۶۲ بستریز روغتون پورې د سړک جوړولو پروژه یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوې ده. سرچینې زیاتوي چې دویمه پروژه د طالبانو په ټولګټو وزارت پورې اړه لري، چې د دوشیخ له څلورلارې د څرخ ولسوالۍ تر دبر پله پورې غځېږي.
سرچینې څرګندوي چې د برکي راجان بازار دننه هم د سړک جوړولو چارې روانې دي او د دغه سړک ټاکل شوی سور ۱۷.۵ متره دی. د سرچینو د ادعا له مخې، د برکي راجان بازار یو شمېر د هټیوال هڅه کوي چې د طالبانو د ولسوال په همکارۍ د بازار دننه د سړک ټاکل شوی سور راکم کړي.

سرچینې ادعا کوي چې نورالله غالب د سړک د سور د کمولو په بدل کې له هټيوالو شاوخوا یو نیم میلیون افغانۍ بډې اخیستې او ژمنه یې ورسره کړې چې د سړک سور به راکم کړي. د سرچینو په وینا، نوموړی اوس په دې اړه د سړک جوړولو له شرکت سره چنې وهي.

د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دوی غواړي چې د سړک جوړولو پروژه له ټاکل شوي سور سره سم او له هر ډول بدلون پرته پلې شي. هغوی د سړک د سور کمول د عامه حقونو تر پښو لاندې کول او عامه ګټو ته زیان رسول بولي او د طالبانو له چارواکو غواړي چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړي.

د هغوی په وینا، طالبان باید د برکي برک بازار دننه د سړک جوړولو پروژې اسناد، قراردادونه او تخنیکي نقشه وڅېړي، څو د سړک اصلي او منظور شوی سور معلوم شي. هغوی زیاتوي چې د عامه حقونو د ساتنې، اداري فساد د مخنیوي او د پرمختیايي پروژو د پلي کېدو د روڼتیا لپاره باید لازم اقدامات وشي.
په همدې حال کې، سرچینې ادعا کوي چې د طالبانو ولسوال د ازرې ولسوالۍ د ولسوال په توګه د دندې پر مهال د نشه‌يي توکو له قاچاق کوونکو سره هم اړیکې لرلې او له هغوی یې باج اخیسته.

د سرچینو په وینا، نورالله غالب د ولسوالۍ دننه باغ هم پلورلی او پیسې یې جېب ته اچولې دي. سرچینې زیاتوي چې نوموړی په هغو چارو کې هم لاسوهنه کوي چې د ده په واک کې نه دي، او خلک د وېرې له امله د خپل نظر د څرګندولو او شکایت کولو جرئت نه لري.

په بله پېښه کې، د سرچینو په وینا، څو ورځې وړاندې د افغانستان برېښنا شرکت کارکوونکو د برکي راجان پر سړک د برېښنا د ستنو د لګولو پر مهال د کار د ترسره کولو لپاره د سړک لاره تړلې وه. په همدې حال کې د طالبانو د ولسوال موټر هم د موټرو په کتار کې درېدلی و. سرچینې وايي، د افغانستان برېښنا شرکت یوه کارکوونکي د احتمالي خطرونو له امله له ولسواله وغوښتل چې ورنږدې نه شي. د سرچینو په وینا، د طالبانو ولسوال له موټره ښکته شو، دغه کارکوونکی یې وواهه او ورته یې وویل: «ته نه پوهېږې چې زه څوک یم؟» سرچینې زیاتوي چې د لوګر ولایت د طالبانو ډېری ځايي چارواکي هم له دې پېښې خبر دي، خو د هغوی په وینا، هېڅوک د نظر څرګندولو یا په دې اړه د اقدام کولو جرئت نه لري.

سرچینې دغه راز ادعا کوي چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ولسوال د برکي برک بازار دننه یو هلک سخت وهلی دی. د سرچینو په وینا، دغه هلک د واده د کاروان له موټرو د پیسو غوښتنه کړې وه او د طالبانو ولسوال د خلکو په وړاندې وهلی دی.
تر دې وړاندې، د روڼتیا نړیوال سازمان د فساد د درک د شاخص په خپل کلني راپور کې ویلي وو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ له تر ټولو فاسدو هېوادونو و. د دغه راپور له مخې، افغانستان له ۱۰۰ نمرو ۱۶ نمرې اخیستې او د ۱۸۲ هېوادونو په منځ کې یې ۱۶۹م ځای خپل کړی دی.

تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرچینو هم په دغه وزارت کې د پراخ فساد خبر ورکړی و. د سرچینو په وینا، طالبان په ټولو امنیتي حوزو کې له هټیو، پلورنځیو، رستورانټونو، نانوایانو، مستري‌خانو، موبایل‌پلورنځیو او ګڼو نورو کاروبارونو په ناقانونه توګه پیسې اخلي. د سرچینو د معلوماتو له مخې، د وسلو د لېږد د جوازونو د صادرولو، د وسلو د وېش، د جنايي دوسیو د څېړلو، د نیول شویو کسانو د خوشې کولو، د تېلو د وېش او د کسانو د ګومارنې په بهیرونو کې هم بډې اخیستل کېږي.

له دې سره هممهاله، سرچینې تاییدوي چې د طالبانو تر واک لاندې د ترافیکو ریاست کې هم په پراخه کچه بډې اخیستل کېږي اود موټرچلونې نړیوال جوازونه د دې ډلې د خپلوانو له لارې او د پیسو په بدل کې صادرېږي. سرچینې زیاتوي چې خلک د طالبانو تر واک لاندې په نورو ادارو کې هم له بډو اخیستلو، زورزیاتي او د دندو له نه ترسره کولو شکایتونه لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.