هر مهال چې هڅه کوو د افغانستان د سیاسي ناکامیو لاملونه توضیح کړو، د اشنا توجیهاتو ټولګې ته مخه کوو: د جګړې لسیزې، بهرنۍ لاسوهنې، کمزوري بنسټونه، قومي او قبیلوي وېش او تنوع او مستبد واکمن چې د خلکو باور یې له منځه وړی دی. له دغو لاملونو هېڅ یو یې ناسم نه دی؛ خو ډېر لږ دا سخته پوښتنه راپورته کوو چې په ورځني فرهنګي نورمونو او دوامدارو سیاسي عادتونو کې کومو لاملونو دا سخت واقعیتونه رامنځته، بیا تولید او عادي کړي او ورو ورو یې راتلونکو نسلونو ته لېږدولي دي؟
دا پوښتنه یوازې یوه اکاډمیکه مساله نه ده. افغانستان په دوو لسیزو کې د ملت جوړونې لپاره پراخ نړیوال مالي امکانات ترلاسه کړل او له طالبانو او د القاعدې د متحدانو پر وړاندې د جګړې ترڅنګ یې، یو مډرن دولت جوړ کړ. دولتي وزارتونه بیا ورغول شول، ټولټاکنې وشوې او مناسب اساسي قانون تدوین او تصویب شو. بیا هم، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکا په مشرۍ د شل کلنې نړیوالې ژمنې او د امریکا له خوا د څه باندې دوو تریلیونو ډالرو له لګولو وروسته چې ډېره برخه یې پوځي لګښتونو ته ځانګړې شوې وه، د افغانستان اسلامي جمهوریت ړنګ شو او طالبان بیا واک ته ورسېدل.
د افغانستان د سیاسي فرهنګ څو ژورې ریښهيي ځانګړنې د پرلپسې سیاسي کړکېچونو او نظامونو د ړنګېدو مهم لاملونه ګڼل کېدای شي:
- شخصیتمحوره او منفعتطلبه تګلاره: د څرګندو ارزښتونو، اصولو او پروګرامونو پر ځای د شخصي ګټو پر بنسټ سیاست.
- د برترۍ ادعا او د واک انحصار: پر دې د واکمنو ټینګار چې واک او سرچینو ته تر نورو ډېر لاسرسی ولري او له دین او ایډیالوژۍ څخه د اوزاري ناوړې ګټې اخیستنې له لارې انحصار توجیه کړي.
- پراخه جنسیتي نابرابري: د واک په جوړښتونو کې د ښځو پرلپسې له پامه غورځول او څنډې ته کول.
- له بهرنیو قدرتونو سره مزمنه او فلجوونکې تړلتیا: د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ملاتړ د ترلاسي لپاره پر بهرنیو هېوادونو دوامداره تکیه؛ هغه چې ریښې یې د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د افغانستان د یوه حایل دولت په توګه د رامنځته کېدو له بهیر سره تړاو لري.
دا ننګوونکي عناصر چې د افغانستان په ټولنه او فرهنګ کې ریښې لري، په وار وار د واک او سرچینو د ناسم مدیریت او ناورین زېږونکو سیاسي پایلو لامل شوي دي. بهرنیو قدرتونو په وار وار د سیمهییزو زورواکو او منفعت طلبو پر یوې محدودې کړۍ تکیه کړې؛ هغوی چې له دغه ملاتړه یې د خپل واک د ټینګښت او استبدادي حاکمیت د پیاوړتیا لپاره ګټه اخیستې ده. دغه ډول چلندونو او د نورو پر ضد متعصبانه تګلارو، شته ټولنیز توپیرونه پر ژورو درزونو او تاوتریخوالي بدل کړي دي. مارکسیستي او اسلامي ایډیالوژي چې ناسمې درک شوې او په ناورین زېږونکې توګه ترې کار اخیستل شوی، د مخالفانو د ځپلو او له ښځو د بشري حقونو د سلبولو د توجیه لپاره کارول شوې دي. د طالبانو د رژیم له خوا د جنسیتي اپارتاید تپل د دغه اندېښمنوونکي سیاسي فرهنګ یوه ټکان ورکوونکې پایله ده. بیا هم، د دغو چلندونو تر ټولو زیانرسوونکې پایله په هېواد کې د بېباورۍ د بحران پراخېدل دي.
د دغو زیان رسوونکو نورمونو او عادتونو پایلې له افغانستانه د وګړو په وتلو، شاته نه پاتې کېږي. اوس هماغه فکري لیدلوري د بهر مېشتو ټولنو پر بنسټونو، د مخالفو خوځښتونو پر فعالیتونو او د هېواد دننه او بهر د نوي نسل پر لیدلورو اغېز کوي. د بېلګې په توګه:
- له ځوابوینې پرته د پلوپالنې تګلاره: له رهبرانو سره وفاداري د پلوپالنې پر بنسټ اړیکې پرځای پاتې کېږي، نه د اصولو، نظریاتو، وړتیا یا بنسټيزو پروګرامونو پر بنسټ ولاړې. مشر پر هر هغه هدف سیوري غوړوي چې د استازیتوب ادعا یې کوي او پرې هر ډول نیوکه خیانت ګڼل کېږي. په دغه لیدلوري کې یوازې مخالفان خپلويپال، فاسد یا منفعت طلبه شمېرل کېږي.
- په ایتلافونو کې د رهبرانو دایمي پاتې کېدل: د افغانستان سیاسي څېرې، انتصابي او انتخابي، ان له پرلپسې ماتو وروسته هم ډېر کم له دندو لاس اخلي، تقاعد کېږي یا استعفا ورکوي. اوس د پخواني جمهوریت ګڼ تبعیدي چارواکي د مخالفو ډلو مشري کوي؛ هغه وضعیت چې د کمزورو ایتلافونو پرلپسې ړنګېدو ته لمن وهي.
- د صفر مجموعې تګلاره او د نیوکې نه زغمل: هغه سیاست او اقتصاد چې پر محرومولو ولاړ وي، «ګټونکی هر څه وړي» منطق حاکموي؛ هغه چې د قومي، ژبنیو او مذهبي هویتونو د سیاسي کېدو لامل ګرځي. په داسې فضا کې بیا هر ډول نیوکه د بېوفایۍ نښه ګڼل کېږي او د چوپتیا او لجاجت فرهنګ رامنځته کېږي.
- پر بهرنیو ملاتړو تکیه او له مسوولیته تېښته: له ځينو مواردو پرته، واکمنو او د واک ادعا کوونکو تل هڅه کړې چې بهرني ملاتړي ومومي، څو پیسې، وسلې، امنیت او مشروعیت ترلاسه کړي. د دې تګلارې پایله، د خلکو د ملاتړ پر ځای، په کور دننه د پلوپالنې شبکو رامنځته کېدل و. د دغه عادت بیه د هېواد لپاره ویجاړوونکې وه: هغه دولتونه چې پر بهرني ملاتړ متکي وي، د خپلو خلکو پر ځای بهرنیو ملاتړو ته ځواب ویونکي کېږي او له اوسېدونکو سره د «رعیت» په سترګه چلند کوي، نه د یوه ملت په توګه د حقوقو له برخمنو غړو په څېر. په تبعید کې د مخالفو ډلو ګڼ غړي لا هم خپل دریځ بهرنیو پلازمېنو ته د لاسرسي له مخې ارزوي، نه د خلکو د باور او ملاتړ د جلبولو د وړتیا له مخې. په دې سره بیا هغه مشروعیت چې له بهره ډالۍ شي، ډېر کاواکه وي او د بهرنیو هېوادونو د لومړیتوبونو په بدلېدو له منځه ځي؛ څنګه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پېښو دا تریخ حقیقت بربنډ کړ. د پام وړ تناقض دا دی چې د جمهوریت ړنګېدل یوازې بهرنیو عواملو، لکه د دوحې تړون، د سیمهییزو لوبغاړو رول او د نړیوالو ځواکونو وتلو ته منسوبېږي؛ په داسې حال کې چې دا لاملونه ټول حقیقت نه شي توضیح کولی.
- د جنایتونو او ناوړې ګټهاخیستنې پر وړاندې له مجازاتو خوندیتوب: افغانستان هېڅکله د جګړو او ناسمې حکمرانۍ د لسیزو په اوږدو کې د شویو جنایتونو په اړه په جدي ډول حساب کتاب ته مخه نه ده کړې. اوس له افغان ځوانانو غوښتل کېږي چې د هغو مشرانو ملاتړ وکړي چې هېڅکله یې د خپلو تېرو تېروتنو ځواب نه دی ورکړی. له دغه وضعیته ترلاسه کېدونکې زدهکړه دا ده چې واک هر ډول کړنه توجیه کولی شي.
- د ښځو څنډې ته کول او د جنسیتي اپارتاید رامنځته کېدل: ان د واقعي پرمختګ په دوو لسیزو کې هم افغان ښځې تر ډېره د سیاسي پرېکړو له بهیره لرې ساتل شوې وې. د اکسفام بنسټ یوې څېړنې ښودلې چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د سولې خبرو اترو په ۶۷ پړاوونو کې ښځې یوازې په ۱۵ هغو کې برخه لرله. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، دا څنډې کېدل پر داسې نظام بدل شوی چې د ملګرو ملتونو کارپوهان او د ښځو حقونو مدافعانې یې «جنسیتي اپارتاید» ګڼي؛ هغه چې نجونې یې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو، کار او په ټولنه کې له ګډونه محرومې کړې. دا بهیر له طالبانو سره نه دی پیل شوی، بلکې د هغه سیاسي فرهنګ تر ټولو افراطي بڼه ده چې له ډېر مخکې راهیسې یې سیاست د نارینهوو ځانګړی امتیاز ګڼلی او د ښځو ګډون یې یوازې د نارینهوو له خوا د ټاکل شویو شرایطو په چوکاټ کې منلی دی.
- د قومي هویتونو سیاسي او قطبي کول: ډېری مهال په حکومتونو کې قومي او مذهبي – فرقهيي استازیتوب سیمبولیک او تشریفاتي پاتې شوی دی. بهر مېشتو ټولنیزو خوځښتونو هم په وار وار دا جوړښتونه په لا افراطي بڼې بیا تولید کړي؛ په ځانګړې توګه د هغو خصمانه قومي بحثونو له لارې چې مجازي فضا یې ډکه کړې ده. پخواني درزونه نه یوازې پر ځای دي، بلکې لا ژور او نوي نسل ته لېږدول شوي؛ هغه هم په داسې شرایطو کې چې لوستي ځوانان د یوه بېل افغانستان په لټه دي: ټولګډونی، پیاوړی او د وګړو پر حقونو او ونډې ولاړ هېواد.
دا اندېښمنوونکي واقعیتونه نړیواله ټولنه او مخالفې ډلې دې ته اړ باسي چې د «یووالي» مفهوم او د ترلاسي پر لارو چارو یې له سره غور وکړي. یووالی دې د چوپتیا، د اجماع د تپلو یا له حساب کتاب او نیوکو څخه د پخوانیو چارواکو د خوندیتوب په مانا نه وي.
یو سالم سیاسي فرهنګ دې پر ګډو ارزښتونو، د اوسېدونکو د حقونو پر برابرۍ، د وړتیا پر بنسټ واک او سرچینو ته پر ټولګډوني لاسرسي، نه د قومي یا جنسیتي تړاو له مخې، د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره د همغږو اسلامي اخلاقي ارزښتونو پر درناوي او ملي ځانبسیاینې او پر بهرنیو قدرتونو د تړلتیا د کمولو پر ګډو هڅو ولاړ وي. دا ډول سیاسي فرهنګ د هغو عملي طرحو او پروګرامونو په اړه د خبرو زمینه برابروي چې موخه یې د بېثباتۍ، نیابتي جګړو او تاوتریخوالي څرخ پای ته رسول دي. په داسې فرهنګ کې بیا وګړي کولی شي، بې له دې چې یو بل پر خیانت یا بې وفایۍ تورن کړي، د نظر اختلاف څرګند کړي؛ په لارو چارو کې انعطاف بیا نه په اصولو کې، د سیاست طبیعي برخه ګڼل کېږي او متحدان هم پر هغو معیارونو ارزول کېږي چې مخالفانو ته کارول کېږي.
پراخه بېوزلي، تاوتریخوالی او اوږدمهاله بېثباتي چې د استبدادي او له پردیو سره د تړلو رژیمونو پایله ده، د افغانستان له ننګونکي سیاسي فرهنګه جلا نه شي درکېدای. په افغانستان کې له پردیو سره تړلي رژیمونه تل د «د واکمنو د قانون» پر بنسټ اداره شوي، نه د «قانون د حاکمیت» له مخې. په داسې وضعیت کې بیا واک شخصي شتمني ګڼل کېږي، مشران بېقیدوشرطه وفاداري غواړي، مخالفان دوښمنان ګڼل کېږي، نیوکه، دوښمني تعبیریږي او یووالی له یوشانوالي سره ګډېږي.
د افغانستان د سیاسي تاریخ لوی درس، د دغه ننګونکي سیاسي فرهنګ بنسټیزه بیاکتنه او بدلون دی، څو د یوې عادلانه، مقاومې او د قومي او جنسیتي ټولګډوني او متقابل درناوي پر بنسټ ټولنې د جوړولو ته لاره برابره شي. د دغې موخې د ترلاسي لپاره، لږ تر لږه دې دا زده شي چې څنګه کولی شو، بې له دې چې یو بل له منځه یوسو، له یو بل سره د نظر اختلاف ولرو. تحول شوی سیاسي فرهنګ کورنۍ او بهرنۍ ننګونې پر رغندو فرصتونو اړولی شي.
د لیکوالانو په اړه:
- حسینه جلال: د پیتسبرګ پوهنتون د عامه او نړیوالو چارو د دوکتورا نومانده او په «نیو سکول» او دوکین پوهنتونونو کې استاده.
- ډاکټر نظیف شهراني: د انډیانا پوهنتون، بلومینګټن، د انسانپوهنې او د منځنۍ اسیا او اسلامي مطالعاتو ممتاز استاد.





