د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ازبکستان سمرقند ښار ته رسېدلی دی.
د ازبکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رییسې سعیدې میرضیایف یکشنبه د اکتوبر پر ۱۸مه په اېکس پاڼه کې له روبیو هرکلی کړی دی.
هغې ویلي چې ازبکستان د سوداګرۍ د برخې له مشرانو سره خبرو او د امریکا او ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې شورا غونډې ته چمتو دی.
نوموړې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ، دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرو او همکارۍ لپاره فرصت بللی دی.





