ليکنه: روح الله علي
ژباړه: محمد عزيز پردېس
سيالۍ ګرمه ده. دوه ورزشکاران د يو او بل د څملولو لپاره خپلې وروستۍ هڅې کوي. که څه هم وېره لري، خو نه پرېږدي چې حسين بخش صفري په سالون کې د يوازيتوب احساس وکړي. د هغه لپاره مليتي او قومي بحثونه اهميت نه لري، يوازې په دې فکر کې دی خپل هېوداوال يې چې هلته راوستی، سرلوړی يې کړي. له قفسه بهر تل د ورور په څېر ورته لارښوونه کوي او هڅوي يې. د حسينبخش لپاره همدا بسنه کوي څو پر خپل سيال بری ومومي. دوار يې د لوبې د پايته رسېدو په موخه په سينه وهي او هغه له روسي ورزشکاره بېلوي. اوس هغه خپله د حسينبخش صفري مخ او تندی په پرلپسې ډول ښکلوي او د مسکو په يو لوی نړيوال سازمان کې يې بريا لمانځي. هغه څوک چې له خپل جېبه د خپل هېوادوال د بريا لپاره لګښت کوي، همدومره ورته بسنه کوي چې د نړۍ په معتبرو ورزشي ډګرونو کې يې د هېواد ښکلی او درې رنګه بيرغ ورپېږي.
درمل لاهو له ډېرې مودې راهيسې له افغان ورزشکارانو سره همکاري لري. له ماشومتوبه يې دا خوښېده چې ورزش وکړي، خو دا چې د جګړې شغلې تودې وې او بې شمېره ستونزه وې، نو ويې نشو کړلی چې څه کار وکړي. د کابلي هلکانو په څېر يې هڅه وکړه چې ښوونځي ته ولاړ شي. کله چې د لامع شهيد ښوونځي ته ولاړ نو د کابل خونړۍ جګړې لا هم پسې تودې شوې او د روزګار له راغلي وضعيت له امله يې د پاکستان په لور مخه کړه. هغه ځای هم د درمل لاهو لپاره کور او مېشتځای ونه ګرځېده. کورنۍ يې بيا د پردېسۍ بار او بسترې وتړلې او د مسکو په لور وخوځېده. هلته به لاهو د شپې لخوا ښوونځي ته تله او بالاخره يې وشو کولی چې د اقتصادي حقوقو په برخه کې خپلې زدهکړې پايته ورسوي.
په هغه نړۍ کې چې ورسره عادت يې نه درلود او بلد نه ؤ، درمل لاهو له ننګونو سره ځان مخ کړ او شخصي تجارت يې پيل کړ. نوموړی، په هغه هېواد کې چې هلته د دويمې درجې اوسېدونکی شمېرل کېږي، اوس د دوه ترانزيتي شرکتونو خاوند دی، هغه شرکتونه چې له چين څخه روسيې ته سوداګريز توکي لېږدوي. له کوم ځايه چې هغه له ورزش سره مينه لرله، نو دا يې غوره وګڼله چې يو خيريه بنسټ جوړ کړي او په يو ډول د ورزش برخې ته راودانګي. د برنامې په اساس لاهو په ۲۰۱۶ کال کې وشو کولی چې د «زموږ کور افغانستان» تر عنوان لاندې خيره بنسټ جوړ کړي. د دې کار په ترسره کېدو سره درمل لاهو د هغو افغان ورزشکارانو د پرمختګ او ودې لپاره يوه وسيله شوه چې له جګړه ځپلي افغانستانه يې په پوره شوق او ذوق سره د نړۍ سترو ورزشي بنسټونو د لوبو لپاره لېوالتیا ښودله.
لکه څرنګه چې يې غوښتل، هغسې وشوه. نوموړي غوښتل د افغانستان په اړه هغه تصوير چې نړۍ يې لري چې هغه د وژنې، چاودنې او تاوتريخوالي په اړه ؤ، وايې ړوي او پرځای يې د افغان ځوانانو وړتياې نړيوالو ته وښيي. په دې کار سره نوموړي وغوښتل چې د استعدادونو د ودې لپاره زمينه برابره کړي او د ځوانانو د هڅونې سبب شي. لاهو هېڅکله هم پر بل چا تکيه ونکړه او دا يې غوره وګڼله چې له خپل جېبه لګښت وکړي. د سترو نړيوالو ورزشي بنسټونو سره په همغږۍ يې دا زمينه برابره کړه څو ناپېژندل شوي او له ټولو هېر افغان لوبغاړي او ورزشکاران د نړۍ په ډګرونو کې وځلېږې او خپل هېواد ته وياړونه راوړي. د نوموړي لپاره د هغې مسافرې کوترې په څېر چې زړه يې خپلې ځالې ته ختلی وي، دا ورته مهمه نه وه چې ورزشکار له کوم مليت او قوم څخه وي. کله يې پښتون، کله يې تاجيک او کله يې هم هزاره ورزشکار رابله څو په نړيوالو ډګرونو کې خپل چانس وازمايي.
هغه څه چې ده له ورزشکاره غوښتل هغه دا ؤ چې ورزشکار بايد لازمه وړتيا ولري. د نوموړي لپاره قوميت، سمت، مليت او واسطې کوم ارزښت نه لره او دا يې د ښه والي لپاره اصل هم نه ګڼه. حتی په دې اړه يې هم فکر نه کوه چې ورزشکار له اقتصادي پلوه په کوم ډول وضعيت کې دی؛ ځکه هغه په دې پوهېده هغه څه چې ورزشکار د خپل سيال پر وړاندې بريالی کوي، هغه يې استعداد او وړتيا ده.
د لومړي ځل لپاره چې د مسکو ورزشي بنسټونو ته ولاړ څو د افغان ورزشکارانو لپاره لابي وکړي، نو له عجيبې او ټکان ورکوونکې پوښتنې سره مخ شو: «مګر افغانستان هم وزشکار لري؟» پرته له سير بهادرزاده څخه چې هغه هم د هالنډ هېواد تابعيت لره، نور هېڅ څوک د هغوی په ذهن کې نه ګرځېده، نه مبارز، نه هوتک او حسين بخش.
خو لاهو ټينګار درلود که استعداد مهم دی، نو بايد د افغان ورزشکارانو استعداد هم د يو ځل لپاره وازمايل شي. که ښه وځلېدل ښه ده او که نه دغه د افغان ورزشکارانو د ناتوانۍ فرضيه به ثابته شي.
د نوموي ټينګار بلاخره پايله ورکوي. روسان دا مني چې احمدولي هوتک دې يو ځل بخت وازمايي.
په هغه صورت کې که هغه خپل سيال ته ماتې ورکړه وی نو په حقيقت کې لاهو هم بريالی کېږي.
لاهو له هغې ازموينې بريالی راووت. هغه اوس د افغان ورزشکارانو او سترو نړيوالو ورزشي بنسټونو ترمنځ د وصل وسيله ده.
لاهو سربېره پر دې چې په نړيوالو ورزشي ډګرونو کې د افغان ورزشکارانو لاسنيوی کوي، د دې ترڅنګ په بهر کې د افغان محصلينو او کارکوونکو مرستې ته هم ځغلي. په دې ترتيب هغوی د درمل لاهو له لږ شمېر پيسو سره د سيالۍ ډګر ته ننوځي څو د هېوادوالو د ملاتړ ترڅنګ خپګان يې هم لرې شي او د څو شېبو لپاره د هېوادوالو پر شونډو موسکا هم خپره کړي. تر دې دمه د نوموړي په همکارۍ او ملاتړ د ازادو سياليو ۱۸ افغان ورزشکاران سيمه ييزو او نړيوالو لوبو ته تللي او ځلېدلي دي.
تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې واحد نژند او سميع فيضي د «فايټ نايټ» په چوکاټ کې په روسيه کې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي او لاهو ورته زمينه برابره کړې ده. نوموړی د هېواد په ورزشي ادارو کې له ناسم مديريت څخه سخت ګيلهمن دی او په دې باور دی چې په ورزشي بنسټونو کې د ناسم مديريت او واسطو له امله د ډېرو استعدادونه تر پښو لاندې کېږي.
لاهو په نړيوالو ورزشي ډګرونو کې په ښه نوم يادېږي. نوموړې له دې کاره کوم عاید نه ترلاسه کوي او حتی د خپل هېواد او هېوادوال د وياړ لپاره له جېبه هم لګښت کوي. خو هغه څه چې له دې ډلې نوموړي ته پاتې کېږي هغه د افغانانو وياړ او په نوموتو نړيوالو ورزشي ډګرونو کې د هېواد درې رنګه بيرغ رپول دي. نوموړي غښتلي ګامونه اخيستي او هره ورځ د نوي استعدادونو په روزلو سره د خپل کار اهميت درک کوي.