د بريټانيا د بهرنیو چارو وزیر ډیوېډ کامرون له اسرائيل غوښتي چې د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د برید له غچ اخیستنې ډډه وکړي.
کامرون دوشنبه د اپرېل پر ۱۵مه ویلي چې بريټانيا به د تهران پر وړاندې د نورو بندیزونو په لګولو غور وکړي.
هغه زیاته کړې: «زما په اند دوی حق لري چې د دې بریدونو ځواب ورکړي، ځکه برید پرې شوی؛ خو د ملګرو په توګه موږ له دوی څخه غوښتنه کوو چې له عقل او زړه غور وکړي، او ورته مهال هوښیار او قوي واوسي.»
د بريټانيا د بهرنیو چارو وزیر له اسرائیل غوښتي چې په منځني ختیځ کې دې تاوتریخوالی نه زیاتوي.
د فرانسې ولسمشر هم له اسرائیل غوښتي چې د تاوتریخوالي له زیاتولو ډډه وکړي.
هاخوا یو اسرائیلي چارواکي له سياېناېن ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې د دغه هېواد حکومت ایران ته د ځوابي برید هوډ لري او له اسرائیلي پوځ یې غوښتي چې په دې برخه کې خپل پلانونه وړاندې کړي.
ورته مهال جو بایډن او د نوموړي د ملي امنیت ټیم غړو خپلو اسرائیلي سیالانو ته ویلي چې واشنګټن به د ایران پر وړاندې په هېڅ ډول برید کې ونډه وانخلي.