سپورت

افغانستان په لومړي ځل یو ورځنۍ نړۍواله لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

افغانستان په لومړي ځل یو ورځنۍ نړۍواله لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

۸صبح، کابل: د کرېکټ نړۍوال جام په روانو سیالیو کې نن پاکستان لومړی پچه وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. پاکستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۲ منډې جوړې کړې چې لوبډل مشر بابر اعظم ۷۴ او عبدالله شفیق بیا د ۵۸ منډو په جوړولو سره دې لوبه کې ښه وځلېدل....

افغان کرېکټ ملي لوبډله هند ته روانه شوه

۸صبح، کابل: افغان کرېکټ بورډ د کرېکټ په نړۍوال جام کې د ګډون لپاره هند ته د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د سفر خبر ورکړی دی. د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې له لس ورځني تمریناتو وروسته د دوشنبې ورځ د تلې په ۳مه هندوستان ته روانه...

نصرت حق پرست خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي، نصرت حق پرست د «یو اېف سي» سازمان په ۲۹۳ پړاو سیالیو کې خپل امریکایي سیال  لاندون کینیونیز ته ماته ور کړه. د دغو دوو ورزشکارانو تر منځ دا سیالي د شنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۹مه نېټه د استرالیا په سیډني ښار کې ترسره شوه. په دې سیالۍ کې حق پرست وکولای شول...

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دویمه لوبه مساوي پای ته ورسېد

۸صبح، کابل: د بنګله دېش د فوټبال له ملي لوبډلې سره د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې دویمه لوبه په مساوي پایلې سره پای ته ورسېده. دا لوبه د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۱۶مه، د بنګله دېش په ایرینا کینګز باشوندهارا لوبغالي کې ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده. د دې لوبې لومړۍ نیمايي له کوم ګول پرته،...

افغان کرېکټ ملي لوبډله له اسیا جام څخه بهر شوه

۸صبح، کابل: د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا کپ سیالیو  په خپله دویمه لوبه کې د سریلانکا له کرېکټ ملي لوبډلې څخه ماته ومنله. دغه لوبه چې د وږي په ۱۴ مه شپه د پاکستان لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې ترسره شوه، سریلانکا د دوو منډو په توپیر وګټله. د دې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې سریلانکا...

سردار ازمون په ایټالیا کې د روم کلب سره یوځای شو

د ايټاليا اس روم کلب اعلان کړی چې د ایرلورکوزن کلب لوبغاړي سردار ازمون سره یې د ١٢ ميليونه يورو په بدل کې د دغه کلب لپاره د لوبو کولو سند لاسلیک کړی دی. اس روم کلب د شنبې په ورځ (اګست ۲۶مه) اعلان کړی چې یاد لوبغاړی به د ۲۰۲۴ کال د جون تر پایه د دغه کلب لپاره...

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې کافا سیالیو کې دویم مقام خپل کړ

۸صبح، کابل: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله پنځمه او وروستۍ لوبه کې د ترکمنستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د منځنۍ اسیا د فوټسال سیالیو (کافا) د دویمې درجې مقام یې خپل کړ. دا لوبه د یکشنبې په ورځ د اسد په ۸مه د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې ترسره شوه. د هېواد د فوټسال لوبغاړو وکولای...

بنګله‌دېش افغانستان ته د ۵۴۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د بنګله‌دېش لوبډلې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په څلور ورځنۍ لوبه کې د ۵۴۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د ملې لوبډلی څلور ورځنۍ لوبه نن شنبه (د غبرګولي په ۲۷مه) پای ته ورسیده. په دې لوبه کې چې په دوو پړاوونو کې ترسره شوه، افغانستان په دواړو پړاوونو کې ټاکل شوی هدف پوره نه کړای شو....

ویمبلډن د روسیې او بیلاروس پر لوبغاړو د لوبو بندیز لرې کړ

ویمبلډن اعلان کړی چې په دغو سیالیو کې یې د روسیې او بیلاروس د ورزشکارانو له ګډون څخه بندیز لرې کړی دی. (آل انګلینډ کلب) نن جمعه (مارچ ۳۱) ویلي دي چې د دغو دوو هیوادونو د ټینس لوبغاړي کولای شي په «بې‌طرفۍ» د سږ کال په سیالیو کې برخه واخلي. تېر کال (ویمبلډن) پر اوکراین د روسیې یرغل له...

د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیایي سیالیو لپاره ټايلینډ ته ورسېده

  د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله نن د اسيا په اتلولۍ جام او نړيوال جام مقدماتي سياليو کې د ګډون په موخه د ټایلینډ هيواد پاتای ښار ته ورسېده.   ټاکل شوې، چې افغانستان د اسيا د اتلولۍ جام په الف ګروپ کې له راتلونکې پنجشنبې ورځې څخه په وقفه یي ډول له بحرين، ټایلینډ او سعودي عربستان...