د ايټاليا اس روم کلب اعلان کړی چې د ایرلورکوزن کلب لوبغاړي سردار ازمون سره یې د ١٢ ميليونه يورو په بدل کې د دغه کلب لپاره د لوبو کولو سند لاسلیک کړی دی.
اس روم کلب د شنبې په ورځ (اګست ۲۶مه) اعلان کړی چې یاد لوبغاړی به د ۲۰۲۴ کال د جون تر پایه د دغه کلب لپاره لوبه وکړي.
د ایران د ملي لوبډلې دغه لوبغاړی به د ایټالوي کلب ۱۷ نمبر کمیس واغوندي.
ازمون په روبین کازان، روستوف، زنیت او بایرلورکوزن کلبونو کې لوبیدلی دی.
نوموړي د دغو لوبډلو لپاره ۳۱۶ لوبې ، ۱۱۵ ګولونه او همداراز ۴۸ پاس ګولونه یې هم ترسره کړي دي.