۸صبح، کابل: د بنګله دېش د فوټبال له ملي لوبډلې سره د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې دویمه لوبه په مساوي پایلې سره پای ته ورسېده.
دا لوبه د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۱۶مه، د بنګله دېش په ایرینا کینګز باشوندهارا لوبغالي کې ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.
د دې لوبې لومړۍ نیمايي له کوم ګول پرته، صفر د صفر پر وړاندې پایلې سره پای ته ورسېده، خو د لوبې په دویمه نیمايي کې جبار شیرزه د افغانستان لپاره یو ګول ترسره کړ او د لوبې پایله یو پر صفر شوه.
وروسته د بنګله دیش د ملي لوبډلې لوبغاړو خوړلی ګول جبران کړ او د لوبې پایله ۱-۱ مساوي شوه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه صفر د صفر پر وړاندې پایلې سره مساوي پای ته رسېدلې وه.
د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د روان کال د سپټمبر په ۱۲ مه، په یوه دوستانه لوبه کې د فیلیپین د فوټبال د ملي لوبډلې پروړاندې د لوبې ډګر ته وځي.