د چین دفاع وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد به له روسیې او ایران سره ګډی منورې وکړي.
دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دغه منورې به د مارچ له ۱۵مې تر ۲۴ پورې د عمان په سمندرګي کې ترسره شي.
د چين د دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې وويل: « موږ به په عمومي توګه د دغه منورو په چوکاټ کې د هوايي پلټنې، مرستي او سمندري ژغورنې په عملياتو کې، د سمندري پريډ جوړولو په تمرينونو او نورو برخو کې ګډون وکړو.
د دغه ګډو منورو د پيلولو موخه د چين، روسيې او ايران د سمندري ځواکونو ترمنځ د عملي همکارۍ پياوړتيا ښودل شوی.
د چين، روسيې او ايران تر منځ وروستی ګډي منوری د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې ترسره شوی وی.
په هغه منورو کې د هند، بیلاروس، ارمنستان، قزاقستان، منګولیا، تاجکستان، اذربایجان او الجزایر پوځي ځواکونو هم برخه اخیستې وه.
چین، روسیه او ایران په اسیا کې د امریکا د سیالانو په توګه په دې وروستیو کې د واشنګټن پر ضد زیات متحد ګامونه پورته کړي دي.