۸صبح، کابل: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه له داعش سره په مرستې تورن کړي دي.
متقي پنجشنبه د غويي پر ۶مه په کابل کې د «افغان – قزاق» سوداګریز فورم او نندارتون په پرانیستغونډه کې ویلي چې په یوه ګاونډي هېواد کې داعش ته بشري ځواک تیارېږي، دویم ګاونډی یې ښوونیز پروګرامونه، تمویل او مرکزیت برابروي او درېیم ګاونډی هېواد یې بیا بریدونو ته لوری ورکوي.
نوموړي زیاته کړې چې که دا درې هېوادونه په سمه توګه خپل مسوولیتونو ترسره کړي په خبره یې، په افغانستان او سیمه کې به ستونزه نه وي.
د متقي په خبره، ناامني په ګډو همکاریو له منځه ځي.
هغه د دغو هېوادونو نومونه وانخیستل.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې یو شمېر ګاونډیو او د سیمې هېوادونو په افغانستان کې د داعش له ودې اندېښنه څرګنده کړې وه.
د مسکو په څنډه کې د کنسرټونو پر تالار او په کندهار کې د کابلبانک د دفتر مخې ته د داعش خراسان څانګې له خونړیو بریدونو وروسته په نړیواله کچه له دغې ډلې اندېښنې زیاتې شوې دي.
له دې وړاندې د ازادۍ په نوم جبهې مشر محمدیاسین ضیا د طالبانو یو شمېر مشران له داعش ډلې څخه په ملاتړ تورن کړي و.
د نوموړي په خبره، طالبانو د داعش خراسان څانګې، د تاجکستان انصارالله، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او ختيځ ترکستان په ګډون د «اورپکو ډلو» په همکارۍ يوه «لویه لوبه» پېل کړې ده.