لسیزې پخوا، چې نړیواله سړه جګړه په افغانستان کې تودېده، نو لویدیزو تیوریسنانو د سیمې استخباراتو ته لاندینۍ نسخه وروپېژندله:
• لوی ښارونه پرېږدئ، د منډې له مخې لوستي ښاریان له تاسو سره پر لار نه ځي؛
• پام کلیو ته وکړئ؛
• کلیوال ساده، سپیڅلي او بېخبره خلک دي؛
• له ښارونو سره د کلیو اړیکي پرې کړئ؛
• د کلیو ښوونځي وروسیزئ او د حکومت کمزورې سیمه ییزې ادارې په کې ړنګې کړئ؛
• په کلیو کې دودیزې مشرۍ ژر خپلولای شئ؛
• خانان، ملکان، روحانیون، میراو، د ژرندو خاوندان به ستاسو استازي وي؛
• ښارونه کافر کړئ او د کلیوالو عُقدې یې پرضد وپړسوئ؛
• حکومت ځان په ښار کې کلابندوي او تاسو کلي کلابند کړئ؛
• د کلي محصولات ښارونو ته او ښاري توکي کلیو ته مه در پرېږدئ!
پایله داده، چې ډیری کلیوال به ستاسو وړیا سرتیري شي او د دوی په مټ پر ښارونو د کلیوالو جنګیالیو فشار زیاتولای شئ…
دا کیسه نږدې نیمه پېړۍ پخوا طرحه شوې وه او پایله یې سیمه ییزو استخباراتو ته په زړه پورې وه.
دا کیسه لا هم روانه ده، ښارونه لاهم کافران دي.
موږ لا هم د ښارونو په لوکسو تالارونو او فیشني هوټلونو کې د سولې او جګړې په اړه تیوریک بحثونه کوو. ښاري لوستی نفوس یو بل ته له غربي تیوریسنانو څخه نقل قولونه کوي او د سولې په اړه پاور پوینټونه او پرېزېنتېشنونه ارایه کیږي… بیا چکچکې او د سرتیفیکیتونو ویشل او بیا ډوډۍ او ورپسې فیریني…
کلیوال نه پوهیږي، چې موږ څه وایو؟ څه کوو؟ زموږ په خبرو کې سوله او جګړه څه مانا؟
پینځه لسیزې روسته لا هم کلي د جګړې ایډیولوژیک بسترونه دي او نږدې ده چې د هر کلیوال کور، جومات او پټی د کافرو ښارونو پر ضد په یوه سنګر بدل شي.
خو موږ لګیا یو د سولې او جګړې موډرنې تیورۍ د ډبرینو دیوالونو شاته شاربو…
د هر هېواد سوله چې له هرځایه راځي، شونې ده. خو د افغانستان سوله د کلیو او کلیوالو له بېخبرۍ سره ګرو ده.