• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د افغانستان زعفران؛ د اقتصادي پرمختګ په لور مهمه هڅه

لیکنه: طاهر قادري، ژباړه: م. ظریف صمیم

 لیکنه: طاهر قادري، ژباړه: م. ظریف صمیم لیکنه: طاهر قادري، ژباړه: م. ظریف صمیم
۱۱ سلواغه/دلو ۱۳۹۹ - ۳۰ جنوري ۲۰۲۱ [t_time:1612016980]

په افغاني ټولنه او د افغانستان په اقتصاد کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي دي. په ټولنیزو، کلتوري، سیاسي او د مخ پر ودې کورنیو او نړیوالو بازارونو سوداګریزو برخو کې د ځوانانو فعالې ونډې مثبت بدلونونه راوستي دي. که څه هم په هېواد کې بدلونونه تل د خبرونو سرټکي وو، خو د افغانستان ډېرې نورې مثبتې اقتصادي، ټولنیزې او امنیتي پېښې د نړیوالو رسنیو له لیده پټې پاتې دي. په داسې حال کې چې افغانستان تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره هڅې کوي، د پام وړ بدلونونه شته چې ددغه راز هڅو د پیاوړتیا لامل کېږي. څو ورځې مخکې د ذایقې یا خوند نړیوال انستیتوت د آتم پرلپسې کال لپاره د افغانستان زعفران ته لومړی مقام ورکړ. دا بریا ددې ارزښت لري چې په هېواد کې د زعفرانو د کښت اغېز او لرلید ته کتنه وکړو.
د سوکالۍ په لور ګام
په ۲۰۲۰ کال کې کورونا ویروس د نړۍ اقتصاد سخت زیانمن کړ او د هېڅ هېواد اقتصاد ترې خوندي پاتې نه شو. له بلې خوا، نوی میلادي کال د کرونګرو لپاره په مثبت لرلید سره پيل شو. لومړی افغانستان د اتم پرلپسې کال لپاره د زعفرانو د ښه کیفیت د تولید په برخه کې لومړی ځای خوندي وساته، دوهم په لازیاتو ولایتونو کې د زعفرانو کرلو ته لیوالتیا پیدا شوې او په مقابل کې یې د کوکنارو بدنامه کښت کمېږي. د ۲۰۱۹ کال تر دسمبر پورې د هېواد له ۳۴ ولایتونو په ۲۳ ولایتونو کې چې له دې مخکې کرونګرو کوکنار پکې کرل، د زعفرانو کرلو ته یې مخه کړې ده. درېيم، افغانستان په نړیوالو صادراتو کې د بازار په ۱۲اعشاریه اته سلنې ونډې سره، له ایران او هند وروسته د زعفران په تولید کې درېیم ځای لري؛ یعنې افغانستان له دې ظرفیته برخمن دی چې د زعفرانو د صادراتو له لارې د میلیونونه ډالرو په ترلاسه کولو، په میلیونونه افغانان له بې وزلي وژغوري او اقتصادي ودې ته ورسېږي.
د هیلې کړکۍ
په افغانستان کې د زعفران تولید چې د افغانستان د سرې طلا په نوم هم یادېږي، په تېرو څو کلونو کې څو برابره شوی دی. په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د ټولو نړیوالو صادراتو ارزښت ۲۱ اعشاریه ۲۵ میلیون ډالر او په ۲۰۱۹ کال کې ۲۸ اعشاریه ۹۴ میلیون ډالرو ته رسېده. له دې ډلې، په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د ۱۵ او ۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت زعفران هند ته صادر شوي دي. زعفران چې د نړۍ له ګرانبیه درملو څخه دي، په هېواد کې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لامل کېدای شي. د یادولو وړ ده چې زعفران په هېواد کې د کوکنارو د تولید مستقیم او غیرمستقیم اغېز شنډولی او له دې لارې د کوکنارو له امله امنیتي ګواښونه لیرې کولی شي. په همدې دلیل زعفران په هېواد کې د کوکنارو پر ځای د بدیل کښت په توګه یادېږي. سربېره پر دې، د زعفرانو کرونده ډېرو کمو اوبو ته اړتیا لري. دا په افغانستان کې د زعفرانو د کښت یوه لویه ګټه ده؛ ځکه هېواد مو تل له وچکالۍ سره مخامخ وي. سربېره پر دې، دا چې د کرنیزو محصولاتو د لازیات تولید لپاره ډېرو ځمکو ته اړتیا ده، په مقابل کې، د زعفران د کروندې لپاره ډېرې ځمکې ته اړتیا نشته او دا چاره د دې لامل کېږي چې په هېواد کې په میلیونونه کرونګر د زعفرانو کښت ته مخه کړي. په همدې لامل، له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ پورې د افغانستان د صادراتو ملي تګلارې د زعفران پراختیا په لومړیتوب کې راوستې ده. ددې تګلارې د بشپړولو لپاره، د نړیوالې سوداګرۍ مرکز همداراز د افغانستان د صادراتو د پیاوړتیا لپاره د اروپايي ټولنې د پروګرام د یوې برخې په توګه، په افغانستان کې د خوړو د نوښت په برخه کې کار کوي. د زعفران ارزښت د افغان دولت په لوړو چارواکو کې په ښه توګه پېژندل شوی او د پراختیا پروګرام یې په جوړو شویو سیاستونو کې تر سترګو کېږي. د افغانستان د کرنې برخه به د زعفرانو د دودولو له ګټو په ښه توګه برخمنه شي.
د زعفران دیپلوماسي
له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې، دغه درملیز بوټي په ټوله نړۍ کې دیپلوماتیکو تړونونو ته لاره موندلې ده. کله چې ما په هند کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه کار پیل کړ، «د افغانستان له سفارت سره چای» په نوم مې یو نوښت پیل کړ؛ چې په دغه پروګرام کې به مې سوداګر، ژورنالیستان، اقتصادي کارپوهان او د افغانستان دوستان د زعفرانو چای لپاره سفارت ته رابلل چې د زعفران لپاره د تبلیغ ترڅنګ له دې فرصته په ګټې اخیستو د خپل هېواد د کلتوري، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو په هکله مالومات ورکړم.
د زعفرانو دیپلوماسي د افغان دیپلوماتانو له خوا د دیپلوماتیک ځواک د ښودلو یوه بېلګه ده، چې له دې لارې د نوي افغانستان انځور نړیوالو ته وړاندې شي.
راتلونکې لارې چارې
له هغو ستونزو او ناخوالو لکه جګړو او طبیعي پېښو سره سره چې افغان کرونګر په تېرو څو لسیزو کې افغان کرونګر ورسره مخامخ دي، د زعفرانو د تولید صنعت هیله منوونکي دی. د زعفرانو کښت د سوکاله راتلونکي لپاره د هیلې کړکۍ کېدای شي؛ ځکه ددې بوټې په تولید سره په میلیونونه کرونګر پر ځان بسیا کېږي، اقتصاد به وده وکړي او د کلیوالو سیمو اوسېدونکو ته به چې د هېواد کابو ۷۴ سلنه وګړي جوړوي ډېره ګټه ورسېږي. ولسمشر غني ددغې ملي شتمنۍ له کښت او صادراتو د ملاتړ لپاره له نورو هېوادونو څخه د بې کیفیته زعفرانو واردات منعه کړي چې دا کار په ملي او نړیوالو بازارونو کې د زعفرانو د بیې د دوه برابره کېدو لامل شوی دی.
ولسمشر د زعفرانو له تولیده چې د افغانستان د بېلګې په توګه په نړیواله کچه د هېواد څېره بدلولی شي هرکلی کړی دی.
په دې هیله چې د افغانستان سره طلا په لیرې او نږدې هېوادونو کې ښه بازار پیدا کړي او له دې لارې مو اقتصاد لا وده وکړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په هرات د زعفرانو نهم فیستوال جوړ شو
خبرونه

په هرات د زعفرانو نهم فیستوال جوړ شو

۲۴ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1731595150]
د ایران د زعفرانو صادرکوونکې اتحادیه: زموږ زعفران افغانستان ته قاچاقېږي
خبرونه

د ایران د زعفرانو صادرکوونکې اتحادیه: زموږ زعفران افغانستان ته قاچاقېږي

۲۵ مرغومی/جدی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوري ۲۰۲۴ [t_time:1705319642]
ځانګړي

د هرات د زعفران حاصلاتو کمښت؛ د افغانستان سره طلا خپل نړیوال ارزښت له لاسه ورکوي؟

۱۴ ليندۍ/قوس ۱۴۰۰ - ۵ دسمبر ۲۰۲۱ [t_time:1638683954]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.