د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط راهیسې په سلګونو پخواني سرتېري د دغې ډلې لهخوا نیول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي. واک ته د دې ډلې د رسیدو په لومړیو ورځو کې د طالبانو مشر د عمومي بخښنې حکم اعلان کړ. خو له څه باندې یوه کال راهیسې د طالب جنګیالیو له خوا د پخوانیو پوځیانو د وژلو لړۍ دوام لري. تر دې مخکې د «نیویارک ټایمز» خبري اژانس په یوه څېړنیز راپور کې موندلې وه چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا۵۰۰ پخواني امنیتي ځواکونه نیول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي. ملګرو ملتونو هم راپور ورکړی، چې د تېر کال د زمري میاشتې له ۲۴ واخله بيا د ۱۴۰۰ كال د مرغومي میاشتې تر ۹ نیټې پورې د پخواني حکومت تر ۱۰۰ ډېر امنیتي سرتيري د طالبانو له خوا وژل شوي دي. د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې، په وروستیو دوو میاشتو کې په هېواد کې تر ۱۸ ډېر پخواني امنیتي ځواکونه د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
د ۸صبح ورځپاڼي د پېښو د ثبت له مخې د روان کال د زمري میاشتې له ۲۴ څخه د تلې میاشتې تر ۲۴ نیټې پورې لږ تر لږه ۱۸ پخواني امنیتي ځواکونه د طالبانو له خوا وژل شوي دي. طالبانو په افغانستان کې د خپلې بریا د لومړۍ کلیزې له لمانځلو وروسته په ننګرهار ولایت کې د پخواني حکومت د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان شکرالله وواژه. همدا راز دغې ډلې د سه شنبې په ورځ د وږی په لومړۍ نېټه د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان قاري قدیر هم د مزارشریف په ښار کې ونیولو. قدیر د وږی په ۲ نیټه د چهارشنبې په ماښام د دغې ډلې له منګولو څخه تر خلاصیدو وروسته د خپلو ماشومانو په مخ کې ووژل شو. د قاري قدیر خپلوانو د هغه د وژنې پړه پر طالبانو اچولې ده. خو طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
د سه شنبه په شپه د رارسیدلو خبرونو له مخې د زمري میاشتې په لومړۍ نیټه د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ اړوند د خانقاه کلي اوسیدونکی نورالدین د دی ولایت د پلآب ترشت په سیمه کې له خپل موټر څخه کوز کړی او په ډېر وحشي ډول وژل شوی، او موټر یې هم غلا شوی دی.
له بلې خوا دغې ډلې د ملي امنیت پخوانی ډګروال خان محمد تر شکنجو لاندې وواژه. خان محمد د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی و او جسد یې د چهارشنبې په ورځ د وږی په ۱۶مه خپلې کورنۍ ته سپارل شوی. طالبانو د وږې میاشتې په ۲۰مه نېټه له غرمې مخکې د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو پخوانی سرتېری علي اکبر په ډزو وواژه.
طالبانو د جمعې په ورځ د وږی په ۱۸مه په پروان ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو پخوانی قوماندان محرم علي له شکنجه کولو وروسته وواژه. له دې دوه ورځې وروسته د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، د وږی په ۲۰مه نېټه د پکتيکا ولايت په خيرکوټ ولسوالۍ کې يو تن پخواني سرتېری اسدالله په ډزو ووژل شو. هغه مهال يوې سرچينې ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي و، چې کله اسدالله ووژل شو، ورور يې وژونکي پيژندلي و او طالبانو ته يې معرفي کړل، خو دغه قاتلین تر نيول کېدو يوه ورځ وروسته له بنده خوشې شول. د دې لړۍ په دوام طالبانو په سمنګان کې یو پخوانی سرتېری په ډزو وواژه. دغه پخوانی پوځي اسلام الدین نومېده. نوموړی د دوشنبې په ورځ د وږی په ۲۸ مه شپه د خرم سارباغ په ولسوالۍ کې له خپل کور څخه ویستل شوی او ووژل شو. اسلام الدین د طالبانو د واکمنۍ وروسته په کور کې پاتې شو. سیمه ییزو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې، چې دغه پخوانی سرتېری دوه میاشتې وړاندې له ایران څخه هېواد ته راستون شوی و او په کرنه بوخت و.
د ۸صبح ورځپاڼی د ورځنیو پیښو د شمیرنې له مخی، طالبانو په لغمان ولایت کی د پخوانی اردو د کومانډو ځواکونو دوه عسکر وژلی دی. سرچينو په هغه وخت کې ويلي و، چې دغه دوه پخواني سرتېري د لغمان ولايت د مرکز مهترلام ښار په لومړۍ ناحيه کې د طالبانو له خوا نيول شوي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو دغه دوه کسان تر شکنجې وروسته زندی کړي او جسدونه يې په اوبو کې اچولي، چې ځايي اوسېدونکو يې جسدونه له اوبو ايستلي او خپلو کورنيو ته يې سپارلي دي.
طالبانو همدا ډول د کور په کور د تلاشی پر مهال د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ پخوانی کارکوونکی حمیدالله په خپل کور کې وواژه. هغه مهال د دغه ولايت ځايي سرچينو ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي و، چې حميدالله د پنجشنبې په ورځ د وږی په ۳۱مه د کندهار ښار د ۱۲مې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې وژل شوی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو له خوا د هغه پر کور د چاپې پر مهال شخړه رامنځته شوه او بيا وسله والو طالبانو پرې ډزې وکړې.
د دې ترڅنګ طالبانو د چهارشنبې په ورځ د تلې په ۶ مه په لغمان ولایت کې یو پخوانی سرتېری په ډزو وواژه. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کس بهرام الدين نورستانى نومېږي او د تېر حکومت پر مهال د نورستان ولايت د منډول ولسوالۍ امنيه قوماندان و. د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو لومړى دغه پخوانى سرتېرى په لار کې نيولى او له شکنجه کولو وروسته يې په ډزو وژلى دى. سرچينې دا هم زياته کړې، چې دغه پخوانى سرتېرى د طالبانو له خوا د نورستان له لارې د ملي مقاومت جبهې ته په اکمالاتو تورن شوى و، خو د طالبانو محکمې هغه ته برائت ورکړی و.
د پخوانیو امنیتي ځواکونو له پرله پسې وژنو وروسته طالبانو د یکشنبې په ورځ د تلې په ۲۴ مه د کنړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د ملي امنیت د تروریزم ضد د ۰۴ قطعې پخوانی قومندان محمد خان وواژه. دا په داسې حال کې ده، چې له دې پېښې دوه ورځې وړاندې د جمعې په ورځ د تلې په ۲۲مه طالبانو د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د شهیدانو په څلور لارې کې د ملي اردو د پخواني کومانډو غړی صمیم په عام محضر کې په ډزو وواژه. د صمیم جسد شاوخوا یو ساعت په سړک پروت و. د سرچینې د معلوماتو له مخې، ښاغلی صمیم ۲۸ کاله عمر درلود او د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالۍ اوسېدونکی و. نږدې خپلوانو یې ویلي چې نوموړي له کومې ډلې سره تړاو نه درلود.
په همدې حال کې په پکتیا ولایت کې د یوه پخواني نظامي د کورنۍ د غړو پر موټر د طالبانو د برید په پایله کې د دغه پخواني نظامي زوی وژل شوی دی. سرچينې دغه پخوانى نظامي د مټاخان ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان حامل ګل خان موټر چلوونکى يادوي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ګل خان زوى وژل شوى او د يوې مېرمنې په ګډون د هغه د کورنۍ دوه نور غړي ټپيان شوي دي.
په روانه مياشت کې د غور ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د يوه پخواني سرتيري عبدالحي جسد وموندل شو. سرچينې زياته کړې، چې د دغه پخواني سرتېري کورنۍ د تلې په ١٩مه د دغه ولايت په مرکز کې د عبدالحی مړۍ موندلى دى. سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، مخکې د دی چې د عبدالحی جسد و موندل شي، شاوخوا یوه اونۍ وړاندې طالبانو هغه یو نامعلوم ځای ته انتقال کړی و.
له دې پېښې درې ورځې وړاندې یو بل پخوانی سرتېری د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې په خپل کور کې ووژل شو. سرچينې زياته کړې، چې دغه پخوانى سرتېرى پاچا نومېده چې د شنبه په شپه د تلې په ١٦مه، د ترينکوټ ښار په دیک سيمه کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى. طالبانو د نوموړي وژنه تاييد کړې، خو ويلي يې دي چې پاچا د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوى دى. خو سرچينې په اروزګان ولايت کې د يوه پخواني امنيتي سرتيري فيض الله د وژل کېدو خبر هم ورکړى دى. طالبانو هم دغه پېښه تاييد کړې ده او ويلي يې دي، چې نوموړی يې د ناني په نوم له يوه بل کس سره تر لفظي شخړې وروسته په ډزو وژل شوی دی.
په هرصورت، لیدل کیږي چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو شکنجه، نیول او وژل تر اوسه دوام لري. یو شمېر هغه ځواکونه چې د طالبانو له وېرې ایران او پاکستان ته هم تښتېدلي د خوندیتوب احساس نه کوي او د خپل وضعیت په اړه اندېښمن دي. په دې وروستیو کې په پاکستان کې د پخوانيو امنیتي ځواکونو یو قومندان وژل شوی دی. د هغه نوم صمد خان اڅکزی دی او په کوټه ښار کې د وسله والو له خوا ووژل شو. سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، ښاغلی اڅکزی د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان و او د یکشنبې په ورځ د تلې په ۱۷مه د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو. دغه پخوانی سرتېری د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته پاکستان ته تللی و.
تر دې وړاندې هم د امنیتي ځواکونو د شکنجه کولو، نیولو او وژلو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. د روان کال په اوږدو کې طالبانو په هرات کې یو روغتیايي کارکوونکی او د امنیتي ځواکونو یو پخوانی غړی په وحشتناک ډول ووژلو او بیا یې جسد ته اور واچاوه. نوم یې حسن قانوني و او د کابل په پوهنتون کې د فارماکولوژي زده کړه کړی وه.
د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژلو لړۍ په داسې حال کې دوام لري، چې د طالبانو له خوا د عمومي بخښنې د حکم په صادرولو سربېره امریکا او ۲۰ نورو هېوادونو د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او د دې پېښو د چټکو څېړنو غوښتنه یې کړې ده. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د ۱۴۰۰ کال د لندۍ په ۱۳ نیټه په یوه بیان کې وویل: “موږ د هغه راپورونو په هکله سخته اندېښنه لرو چې پخواني افغان حکومت غړو او امینتي ځواکونو د وژلو او جبري ورکیدو په اړه د بشري حقونو د څار او نورو بنسټونو لخوا مستند شوي دي.”
وروسته له هغه چې تېر کال په سلواغه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم وویل چې د تېر کال د زمري میاشتې له ۲۴ مې څخه د مرغومي تر ۹ مې نېټې پورې د افغانستان د پخواني حکومت تر ۱۰۰ ډېر امنیتي ځواکونه په هېواد کې دننه وژل شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو هم د طالبانو له خوا د پخوانیو امنیتي ځواکونو د هدفي وژنو، شکنجه کولو او بندیانولو په اړه اندېښنه ښودلې ده. خو طالبانو په پرله پسې ډول دغه راپورونه رد کړي دي.
خو امریکايي ورځپاڼې “نیویارک ټایمز” ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ پخواني دولتي کارکوونکي چې ډېری یې امنیتي ځواکونه او د امنیتي بنسټونو افسران وو «وژلي» یا یې «ورک» کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې تر اوسه د پخوانيو امنيتي ځواکونو د وژل شویو په اړه کره شمېرې نشته. رسنی یو شمیر سیمو ته لاس رسی نه لري او ځینې دا وژنې د طالبانو له لورې د قربانیانو کورنیو د ویرولو په ګډون د بیلابیلو لاملونو له امله د رسنیو له سترګو پټې پاتې دي. نو د دې احتمال شته چې د طالبانو په لاس د امنیتي ځواکونو د قربانیانو شمېر تر دې هم لوړ شي. په دغه راپور کې یوازې د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو هغه شمېرې شاملې دي، چې په رسنیو کې خپرې شوې دي.