په پاکستان کې د سیاسي ناکراریو له دوام سره د دغه هېواد پولیسو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف شاوخوا ۳۰۰ پلویان نیولي دي.
رویټرز د دوشنبې په ورځ (مارچ ۲۰) د تحریک انصاف ګوند د مرستیال فواد چودري په حواله راپور ورکړ چې د دغه ګوند ۲۸۵ پلویان د لاهور او اسلام اباد په ښارونو کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، د عمران خان دغه شمېر پلویان په وروستیو ورځو کې له پولیسو سره د نښتې په تور نیول شوي دي.
فواد چوهدري زياته کړه: «تېره شپه پوليسو د ټولو مهمو مشرانو په کورونو چاپه وهلې ده.»
د پاکستان پولیسو په لاهور او اسلام اباد کې د تحریک انصاف د پلویانو د نیولو پخلی کړی دی.
د عمران خان او د پاکستان د حکومت ترمنځ ترینګلتیا سره، په دغه هیواد کې سیاسي ناکرارۍ بیساری پړاو ته داخلې کړي؛ دا په داسې حال کې چې پاکستان له خورا بې ساري اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر چې تېر کال د دغه هېواد د پارلمان په رایو، د صدراعظمۍ له څوکۍ لیرې شوی و، غواړي ژر تر ژره ټولټاکنی ترسره شي؛ خو دا غوښتنه د پاکستان اوسني لومړي وزیر شهباز شریف له مخکې رد کړې ده.
عمران خان د پاکستان پر حکومت تور پورې کړی چې د روان کال په نومبر میاشت کې به هغه د ټولټاکنو له سیالیو څخه محروم کړي.