د هېواد په ګمرکونو کې فساد؛ د ورځې کابو اته میلیون ډالر غلا کېږي

د مالیې وزارت سرپرست تایید کړې چې د هېواد په ګمرکونو کې د ورځې کابو اته میلیون ډالرغلا کېږي.
ولسي جرګې د غويي په ۲۹مه نېټه د مالیې سرپرست وزیر استجواب کړ. یو شمېر وکیلان د هېواد په ګمرکونو کې پر پراخ فساد په نیوکې سره وایي چې د هېواد له عوایدو د ورځې د اته میلیون ډالرو حیف و میل کېدل د اندېښنې وړ دي. د هېواد د عوایدو په راټولولو کې د څارنې او رڼه سیستم نشتوالی، پر لارو په زور د پیسو اخیستل او په دغو ادارو کې ناقانونه کړنې، د ولسي جرګې له خوا د هېواد د عوایدو د کمښت لاملونه بلل شوي دي.
د ولسي جرګې غړي وايي چې د هېواد په ګمرکونو کې «چور تالان» روان دی او د هېواد اتیا سلنه عواید په تېره بیا په فراه ولایت کې د طالبانو او مافیا جېبونو ته ځي.
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده له کمېشن کارانو سره د ګمرکونو د کارکوونکو ملګرتیا او په فساد کې د ځینو حکومتي چارواکو لاس لرل د فساد لاملونه ګڼي.
د هغه په وینا، په ځینو موردونو کې چارواکي په تېره بیا والیان او امنیه قوماندانان د ګمرکونو په فساد کې لاس لري. هغه زیاتوي چې هره شپه په سلګونه موټر له ګمرکي تعرفې پرته له بندرونو تېرېږي. د مالیې وزارت سرپرست زیاتوي چې په روان کال کې د ملي عوایدو لپاره ټاکلی هدف ۲۱۶ میلیارده افغانۍ دی چې تمه ده ۱۰۱ میلیارده یې له ګمرکونو ترلاسه شي. د ماليې وزارت د سرپرست په وینا، له ټاکل شویو ۱۰۱ میلیارده افغانیو په روان کال کې تراوسه ۳۹ میلیارده افغانۍ ترلاسه شوې دي. د مالیې وزارت د مالوماتو له مخې، له ګمرکونو د تېر کال په پرتله عواید ۲۳ سلنه زیات شوي دي.
د هغه په باور، دې ته په پام سره د مالیې وزارت له ټاکلې موخې ۲۸ سلنه شا ته پاتې دی.
تېر کال له ۱۷۴ میلیارده افغانیو ټاکل شویو عوایدو ۷۴ میلیارده یې له ګمرکونو ترلاسه شوې وې. محمد خالد پاینده ټینګار کړی چې ځینې پټ لاسونه په دغه پراخ فساد کې لاس لري.
د هغه په وینا، د نیمروز ولایت په دلارام سیمه کې آن بزګران له سوداګر او سوداګریزو توکو څخه حق العبور اخلي.
ښاغلي پاینده جوته کړې، ځینې کارکوونکي د آزادې سیالۍ له لارې ګمرکونو ته ځي په دې ګمان چې کاري خوندیتوب لري فساد کوي.
د هغه په خبره په ګمرکونو کې د کارکوونکو په ګمارلو کې د پارلمان ځینې غړي، دولتي چارواکي او سیمه ییز مسوولین لاس لري. هغه د ګرځنده څارنې اداره تر ټول فاسد بنسټ یاد کړ او زیاته یې کړه چې په دې اداره کې کارکوونکي د اړیکو له مخې ګمارل شوي دي. د مالیې وزارت سرپرست وایي چې د ولسي جرګې د هغو غړو نوملړ له دغې جرګې سره شریکوي چې په فساد کې لاس لري. د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني او د جرګې ځینو غړو د مالیې وزارت له سرپرسته وغوښتل چې دا نوملړ له ټولو سره شریک کړي.