د ژوند د طالبانیزه کولو مرګونې پایلې

لیکنه: مزدک پارسي

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست اعلان کړی، چې دغه ډله په هره ولسوالۍ کې د لسو دیني مدرسو د جوړولو نیت لري. د مدرسو جوړول د طالبانو هغه پروګرام دی، چې د دوی له بیا واکمنیدو وروسته په افغانستان کې ډېر عملي شوی او اوس یې د لا پراختیا څرکونه لیدل کیږي. له دې سره، ورځ تربلې په افغانستان کې د اسلامي توندلارۍ د پراختیا خطر او اندیښنې زیاتیږي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو رژیم په دې برخه کې له ټولو مالي او سیاسي امکاناتو سره د ترهګرۍ د رواجونکو بنسټونو تر شا کلک ولاړ دی.

له مدرسو څخه اندیښنه ځکه جدي ده، چې په افغانستان کې د اسلامي توندلارۍ د دودولو یوه اصلي سرچینه ګڼل کیږي. دغه مرکزونه نفرت، تاوتریخوالی او دیني تعصیب روزي او رواجوي. هغه کسان، چې د خلل نه منونکي ایمان پر خرافاتي او وروسته پاتې عقایدو باور لري، په ډېرې ساده ګۍ نه بیانیدونکي تاوتریخوالي او ان ځان وژونو ته برابروي.

د تروریزم سیمه ییزول

افغانستان تراوسه د اسلامي توندلارۍ تر ټولو ډېر قرباني دی. د دغې توندلارۍ د تولید مرکزونه د افغانستان له پولو د باندې دي؛ دغه مرکزونه د سړې جګړې په اوج کې د لویدیز، سعودي عربستان او پاکستان په ملاتړ د دې لپاره رامنځته شول، چې پخوانۍ شوروي په افغانستان کې ماته کړي. دا مدرسې د شوروي له پاشلتیا وروسته نه یوازې، چې ختمې نه شوې؛ بلکې لا زیاتې شوې. د پاکستان په خاوره کې تراوسه لا د دیني مدرسو لسګونه زره مدرسې فعاله دي او د ترهګر جوړولو او ترهګر جذبولو کارخونې دي. دغه مدرسې د القاعدې، داعش او افغانستان او پاکستان لپاره د طالبانو په ګډون لسګونه نورو ترهګرو ډلو ته ترهګر روزي.

اوس چې طالبان بیا را ګرځیدلي، غواړي افغانستان کې د پاکستان د دیني مدرسو د رامنځته کولو تجربه عملي کړي. پاکستان په دې برخه کې کافي فعالیت کړی او اوس طالبان هم باید  خپل مسوولیت ترسره کړي. د دیني مدرسو د جوړولو په برخه کې د طالبانو لوړ ټوپونه څرګندوي، چې اسلامپالان په سیمه ییزه کچه د نړیوال جهاد د پروژې ترسره کولو لپاره د لویو ګامونو د اخیستو هڅه کوي. داسې ښکاري، چې طالبان تر پخوا لا ډېره هڅه کوي، چې ځانونه د ترهګرۍ د انساني سرچینو له اړخه پر ځان بسیا کړي او سربېره پر دې د ترهګرۍ د صادرولو له پلوه صادرات او لاسته راوړنې ولري.

د افغانستان په ګډون په اسلامي هېوادونو کې د ترهګرۍ د سیمه ییز کولو ظرفیتونه په مراتبو لوړ دي، ځکه دغه هېوادونه له اسلام زده ګۍ اخوا پراخ سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ناورینونه لري. له دې امله، دلته د اسلامي توندلارۍ لوی قوتونه موجود دي او حساب ورباندې کیږي. اسلامي توندلاري په ساده ګۍ کولای شي په دغو هېوادونو کې ځانونه « د بشریت ناجیان» وښيي او نور همفکران یې پر ځان را ټول کړي. په افغانستان کې د دیني مدرسو د جوړولو له لارې د ژوند طالبانیزه کول، دلته دقیقه مانا پيدا کوي.

ولې د اسلامي توندلارۍ ترویج خطرناک دی؟

په افغانستان کې د اسلامي توندلارۍ ترویج په څو دلایلو خطرناکې پایلې لري:

له دې امله، چې د افغانستان اکثریت خلک مسلمانان دي، د اسلامي توندلارۍ منل او پراختیا پکې په طبیعي ډول موجود دي. د اسلامي توندلارۍ ډلې په اسانۍ کولای شي، چې ځوانان او نوي ځوانان د دیني مدرسو او نورو ظاهراً بې زیانه فرهنګي او روزونکو بنسټونو د جوړولو له لارې توندلارۍ ته جذب کړي.

له بل لوري، افغانستان یو اسلامي هېواد دی او خلک یې له دیني روزنو سره ډېره مینه لري. په دغه هېواد کې مدرسې له پخوا راهیسې موجودې دي او تقریباً ټولو خلکو په ماشومتوب کې په دغو اسلامي مرکزونو کې زده کړې کړي دي. دا خودجوشه مدررسې، چې مخکینیو دولتونو یې په جوړولو کې ونډه نه لرله، د طالبانو رژيم کې هیڅ ډول رسمیت نه لري، ځکه خو یې څارنه هم دغې ډلې ته ستونزمنه ده. دیني مدرسې که له یوه لوري د طالب رژیم د دوام لپاره ګټه لري، له بل لوري د داعش په شان نورو ډلو ته هم ګټه رسولای شي. په دې ترڅ کې، موږ د هغو فاجعو د تکرار شاهدان کیدای شوو، چې طالبانو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شل کلن حضور پر مهال پر افغانانو راوړل. دا ځل د طالبانو نقش داعش ډله لوبوي.

د افغانستان فرهنګ په شدید ډول د پردو خلاف دی. د لویو قدرتونو خلاف د افغانانو د تاریخي مقاومتونو یو مهم دلیل هم، له پردو سره همدغه مخالفت و. د پردو مخالفت له اسلام څخه مخکې هم زموږ په هېواد کې و او نه باید دا موضوع اسلام سره وتړل شي، چې زموږ فرهنګ کې یې له پردو سره مخالفت دود کړی. دغه فرهنګ، چې وروسته اسلام له خپل حضور سره د پردو خلاف ترې استفاده کړې، افغانستان ته د اسلام له راتلو مخکې د اسلام لپاره هم له سرخوږۍ ډک و. د عرب مسلمانانو پر وړاندې زموږ د خلکو سخت مقاومتونه هم په تاریخ کې ثبت دي. په هرحال، زموږ په هېواد کې د اسلام له ټینګیدو سره، د انسانانو عقل لا نور د پردو مخالف شوی. په افغانستان کې د پخواني شوروي د ماتې یو دلیل همدا و، چې روسان له اسلام سره سخت واوښتل او اسلامي بنسټپالو دا ښه فرصت وباله، چې د اسلام او کفر په نوم د جګړې له تیوریزه کولو سره د خلکو د انسجام له مهارته کار واخلي.

د پردو خلاف د افغانستان د فرهنګ مخالفت هر ځل د بهرني تېري پر وړاندې د ډېرو خلکو د یو کیدو او نوي رنګ خپلولو سبب شوی. د پردو خلاف دا ذهنیت، چې کله له اسلام سره یو ځای کیږي، تر پخوا لا ډېر مرګونی او وحشتناک کیږي.

افغانستان هغه هېواد دی، چې کیڼ ساستونه په بېلابېلو لاملونو پکې د پښې ځای په موندلو نه دي بریالي شوي. هغه ډلې، چې په هېواد کې په دې نوم فعالیت لري یا یې درلود، د ګټوراو اغېزناک الټرناتیف د وړاندې کولو پر ځای یې له مارکسیزم، شدید ناسیونالیزم او قومپالنې او نورو نظریو څخه ناسمې زده کړې او تقلیدونه کړي دي. د افغاني بڼې قوم پالنه تر دې حده خطرناکه او وحشتناکه ده، چې کیڼ اړخو نظرونو ترې دفاع کوله، پکې جذبیدل او دغې قومپالنې ته یې پراختیا ورکوله. نن کیڼ اړخي ناسیونالیستان له ښي اړخو او جهادي قومپالونکو او ژبه پالونکو څخه ډېر ګرم او تاوده دي.

په افغانستان کې د یوه پیاوړي کيڼ اړخي او ولسي غورځنګ د نشتوالي له امله، چې عدالت محوره او انساني غوښتنې او پياوړې رهبري ولري، شاتګ پاله ډلې توانیدلي چې د الټرناتیف نه لرلو له امله په خلکو کې خپل اغېز او پراختیا وساتي او د عدالت غوښتنې غږونه وځپي.

په افغانستان کې د لویدیزو ځواکونو د شل کلن حضور پر مهال، چې د روښانفکره او بل ډول فکر کوونکو ډلو لپاره د خلکو د پوهاوي او انسجام ښه فرصت و، دوی ونه کړای شول د نه انسجام او کمرنګه عمل له مخې په لوی سیاست کې فعال رول ولري او د اسلامپالو له منګولو ټولنه خلاصه او ښه بدیلونه ورته وړاندې کړي.

روښانه او تازه فکر لرونکي جریانونه تر ډېره له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته په اینجوپالنه کې مصروف او له خپلو اصلي مسوولیتونو لیرې لاړل. دغه جریانونه، د دې پرځای چې له رامنځته شویو فرصتونو څخه د خلکو او ازادي غوښتونکو کیڼ اړخو جریانونو لپاره ګټه واخلي، د ورځینیو ګټو او سیاستونو په لومه کې ښکېل شول،تر دې چې بیا اسلامي بنسټپال د طالبانو په قالب کې تر پخوا په قوي او ډېره سازمان شوې بڼه راوګرځیدل.

پایله

  • د لویدیز استخباراتي سازمانونو د سړې جګړې پر مهال په افغانستان کې خطرناک موجودات په افغانستان کې وزیږول، چې نه یوازې افغانانو ته فاجعه زیږونکي شول؛ بلکې په ځينو وختونو کې د خپلو روزونکو له کنټروله هم وځي او ان هغوی ته سرخوږی جوړوي.
  • د نړیوالې ترهګرۍ لپاره سرباز جذبونکي سرچینې ورو- ورور ملي بڼه غوره کوي. طالبان پر افغانستان د واکمنې اسلامپالې ډلې په توګه هڅه کوي، چې د اسلامي توندلارو د نوي نسل له روزنې سره پر افغانستان د خپلې واکمنۍ بقا تضمین کړي.
  • اسلامي بنسټپال په بېلابېلو څېرو او بڼو، خو په یوه مضمون او هدف په افغانستان کې موجود دي او هر یو له یوې جبهې د یوه هدف د ترلاسه کولو لپاره فعال دی.

ورته لیکنې

Back to top button