د سهراب عظيمي مړينه؛ د چا زامـن وژل کېـږي؟
ليکنه: بابک مازيار، ژباړه: م. ع. پ

د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ مياشت کې د کشمير په پلواما کې د هند پوليسو پر يوه لېږدوونکي موټر ځانمرګی بريد وشو چې په پايله کې يې څه باندې ۴۰ هندي پوليس ووژل شول. دغه بريد د دې لامل شو چې هندي الوتکې د پاکستان خاورې ته دننه شي او په بالاکوټ کې د جيش محمد اړوند مېشت ځايونه چې د دغه ځانمرګي بريد مسؤليت يې منلی ؤ، بمباري کړي. د دې بريد معنی دا وه چې د هندي سرتېرو د وژلو په بدل کې د پاکستان واکمني ترپښتو لاندې شوې وه.
په دې جګړه کې پاکستانيانو يوه هندۍ الوتکه په خپله خاوره کې رانسکوره کړه. د هغې الوتکې پيلوټ ابهی ناندان وارتمان د پاکستان په خاوره کې ونیول شو. پاکستانيانو له هغه يوه ويډيو چې يوې نرمې ګروېګڼې او څېړنې ته ورته وه خپره کړه. په هغه ويډيو کې پيلوټ وروسته له دې چې ځان يې معرفي کړ، چمتو نه شو چې پاکستاني مامورينو ته لا ډېر معلومات ورکړي. د هند ټولو وګړو دغه ويډيو ليدلې وه. هند له غوسې او احساساتو ډک ؤ او د هند حکومت هم چمتو ؤ چې د پاکستان پر خاوره نوي بريدونه وکړي.
په هغه وخت کې د هغه هندي پيلوټ د پلار ويډيو هم خپره شوه چې د هند پوځ يو تقاعد شوی مارشال ؤ. هغه وويل چې زوی يې د هند د پوځ يو سرتېری دی، پر دندې خبر دی او پوهېږي چې د دښمن پر وړاندې څه ډول خبرې وکړي. پلار يې هغه وخت چې زوی يې د پاکستانيانو په بند کې ؤ، وويل چې هغه په خپل زوی وياړي. د پاکستان لومړي وزير عمران خان هندی پیلوټ د ښه نيت په موخه ازاد کړ. د هنديانو د غوسې اور سوړ شو او هند په خوښيو سر شو. ابهی ناندان د هېواد په کچه د يوه ملي اتل په توګه د خلکو له لوري بدرګه او وستايل شو.
په هغه کيسه کې د يادونې وړه مسئله دا ده چې هنديان د خپلو ۴۰ سرتېرو د مړينې له امله له پاکستانيانو سره تر جګړې پورې مخ ته لاړل. بله مهمه مسئله دا وه چې د يوه هندي مارشال زوی د خپلو نورو ملګرو ترڅنګ چې د عادي هندوانو زامن ؤ، خپل خدمت او دنده په سمه توګه مخته وړې وه او د مرګ تر سرحده يې له خپل هېواد سره وفاداري او قرباني ثابته کړې وه.
کله چې سهراب عظيمي او د سنګر ملګرو يې د فارياب دولت اباد ولسوالۍ له بېرته نيولو وروسته ووژل شول، د افغانستان ټولنيزو رسنيو دې مړينې ته غبرګون وښود. دا په داسې حال کې ده چې د سهراب ترڅنګ څه باندې ۲۰ نور سرتېري هم وژل شوي ؤ؛ پوښتنه دلته ده چې ولې د دوی ترمنځ سهراب او د هغه د مړينې تراژيدۍ د ټولو زړونه په درد راوستل؟ د خلکو غبرګون له يوه حقيقت سره ريښه لرله او هغه دا وه چې د وطن او خاورې له ساتنې سره مينې د افغانستان د پوځ د يوه جنرال زوی تر کومه ځایه ورساوه او په همدې جګړه کې ووژل شو. دغه مسئله په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې يوه تازه پېښه وه؛ ځکه چې موږ په تېرو ۲۰ کلونو کې د حکومت لوړ پوړو چارواکو او مشرانو له داسې اولادونو سره مخامخ ؤ چې د خپلو پلرونو په هر ډول راټولو کړیو پيسو يې په عیاشیو او پيسو بادولو سره په دوبۍ او نورو هېوادونو کې په خوښۍ او مستۍ سره شېبې تېرولې.
ښايي د سهراب د مړينې خبر رسنيز کېدو يو لامل هم د يوه جنرال د هېوادنۍ مينې ډک پيغام ؤ چې ويې ويل، وروسته له دې چې وې ليدل زوی مخکې پر ټټر ګولۍ خوړلې، نو په هغه يې وياړ وکړ چې له دښمن سره په مخامخ جګړه کې يې ځان بايللی او دښمن ته يې شاه نه ده کړې. جنرال عظيمي د حکومت ټولو لوړپوړو چارواکو ته په خپل ښکلي او دردوونکي پيغام کې دا وښودله چې له غلا او فرصت طلبۍ پرته هم شونې ده چې له وطن سره اړیکې ولرو.
هغه خبره چې د دې خاورې زرهاوو انسانانو وينه يې په خوټېدو کړه، د يو پوځي په پرنسيبونو او ارزښتونو کې ژوره ريښه لري. پوځيان د جګړې او مبارزې لپاره روزل کېږي او د هرې شېبې مرګ لپاره هم چمتو وي؛ خو هغه مړينه چې له عزت او غرور سره مله وي، هغه مړينه چې تر وروستۍ سلګۍ د مورچل او هېواد ساتنې لپاره درېدل وي، دقيقا د سهراب او د سنګر د ملګرو د مړينې په څېر وي.
د سهراب مړينې موږ ټولو خواشيني کړي یوو، موږ يې له خوبه راويښ کړو. د افغانستان خلکو له دې وړاندې فکر کاوه چې په مورچل کې مړينه يوازې د کليوالو عزت او وياړ دی او برعکس سرداري، حکومتولي، عيش او د دندو خوندونه د هغو نازولو دي چې د تش لاسو وګړو د جېبونو برکت دی چې مقامونو ته رسېدلي دي. جنرال عظيمي په خپل زړه بوږنوونکي پيغام سره وښوده چې ساتنه او دفاع د ټولو خلکو دنده ده او تر هغه چې په عادلانه توګه د بډایه او بې وزله، ښاري او کليوال ترمنځ په ګډه توګه په جګړه کې ګډون ونه وېشل شي، نو د دې خاورې له امنيت او پرمختګ سره د ګډ مالکيت او مينې حس به رامنځته نه شي.
سهراب په امريکا کې لوړې زده کړې وې؛ نوموړی د افغانستان پوځ په کورناستي جنرال زوی ؤ او کولای يې شول د افغانستان نورو لوړپوړو چارواکو د زامنو په څېر په نورو پرمختللو هېوادونو کې لږ تر لږه آرامه ژوند ولري.
د دې ليکنې دوام د سهراب د مړينې پر تحليل راڅرخي، خو له دې وړاندې غواړم دوو نورو بېلګو ته هم اشاره وکړم.
باو بایډن د جو بايډن زوی هغه مهال چې پلار يې د ولسمشر اوباما د مرستيال په توګه د ټاکنيزو منډو ترړو په درشل کې ؤ، عراق ته ولاړ او د يوه کال لپاره يې هلته د امريکا د پوځ لپاره خدمت وکړ. بايډن عراق ته د خپل زوی له تلو يوه ورځ وروسته د ولسمشرانو د مرستيالانو په يوې ټاکنيزې مناظرې کې وويل چې که د هغه زوی نن عراق ته د جګړې لپاره لاړ نه شي، نو لمسي به يې اړ وي، په راتلونکو کلونو کې هغې جګړې ته لاړ شي.
شاهزاده هري د ۲۰۰۷ – ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ د څلورو مياشتو لپاره د اپاچي چورلکې د پيلوټ په توګه په هلمند کې د سرتېري په توګه دنده ترسره کړه. په هغه هېواد کې چې ښايي د لوړپوړو چارواکو د اولادونو د عسکرۍ خدمت نوې چاره نه وي؛ خو په افغانستان کې دغه يو بې مخينې او نادره ګام دی او معجزې ته ورته دی. زما له نظره، د سهراب مرګ د تورتم په بهیر کې يوه کړکۍ ده چې د حقيقت وړانګې زموږ پر رياکاريو وځلوي.
د ليکونکي لپاره دا مهمه نه ده چې عسکري په خپله خوښه وي که جبري؛ ځکه چې دغه چاره په بېلابېلو هېوادونو کې ازمويل شوې او د عسکرۍ بڼه يا نوعيت د دې لامل نه دی ګرځېدلی چې د يوې خاورې اوسېدونکي هېواد ته د خدمت پر وخت په سختو ورځو کې ناغېړي کړې وي او يا یې هم له مسؤليته تېښته کړې وي.
په افغانستان کې د سنګرونو او ماڼيو ترمنځ پراخ واټن موجود دی. جګړه په بشپړ ډول طبقاتي بڼه لري. د هلمند، کندهار او فارياب ولايتونو په سنګرونو کې د بزګرانو او بې وزلو خلکو اولادونه ګورئ. هغوی زړور او غښتلي دي او د جګړې په ډګر کې يې خپلې سرښندنې ثابتې کړې دي؛ خو بحث دلته دی چې د ماڼيو اوسېدونکي به زموږ د خلکو له درد او رنځه څنګه خبر شي؟ کله چې د هغوی زامن د خلکو له زامنو سره په سنګر کې نه وي، کله چې د هغوی کورونه د خلکو د کورونو په څېر د دښمن تر بريد لاندې نه وي، کله چې هغوی د ډېری خلکو په څېر بې وزلي او محروميت تجربه کړی نه وي، کله چې هغوی هېڅ وېره او د خلکو احساس درک نه کړي نو له دې خلکو، هېواد او خاورې سره به څه نسبت او تړاو ولري؟
له دې خاورې سره مينه او پر وړاندې يې د مسؤليت احساس هغه وخت د يو چا په بدن کې ريښه ځغلوي چې د اولادونو وينه يې د جنرال عظيمي د زوی او د هېواد د زرګونه ميندو او پلرونو د اولادونو د وينو په څېر له خاورې سره ګډه شي. هغه وخت چې يو سنګر د دښمن په کلابندۍ کې وي او مهمات او خوراکي توکي د سرتېرو لپاره نه پاتې کېږي نو په سنګرونو کې به خپله اولادونه ورته يادېږي. د سپېدار ماڼۍ، ولسمشرۍ ماڼۍ او د دې هېواد د خونړیو مورچلونو ترمنځ په بشپړه توګه عاطفي اړيکه پرې شوې ده.
د دې وطن د غوره بچيانو د قربانيو يو بل برخليک به د فساد او عامه شتمنيو له غلاوو د بروکراتيکو دستګاوو پاکول وي.
د جبهو په لومړيو لیکو کې د سرتېرو سرښندنې بايد په پلازمېنه کې ارزښت رامنځته کړي. بايد له وطن او هموطن سره مينه غښتلې کړي؛ خو ددې برعکس په دې ورځو کې چې زموږ په سلهاوو سرتېري په جبهو کې ژوند له لاسه ورکوي، د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان د ګومارنو په غم کې دی؛ هغه څه چې هېڅوک يې اړین نه ګڼي. په داسې شرايطو کې چې د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان د خلکو ترمنځ څرګند شي، خلکو ته هيله او سرتېرو ته مورال وبښي او له دې شرايطو د يووالي د فرصت په توګه کار واخلي او دغه پاشل شوې ټولنه راټوله کړي؛ چوپتیا یې غوره کړې او هغه وخت خپله چوپتیا ماتوي چې ټول بهرنیان يې په ډاډه زړه خبرپاڼې ورکړي چې د جګړې ترڅنګ بل لومړيتوب هم لرو او تمه ده چې ولسمشر د وچکالۍ په اړه له ملت سره خبرې وکړي؟ په داسې شرايطو کې، له دې غبرګون څخه کښته بل څه چېرته ليدل شوي دي؟
هېواد په جګړه کې ډوب دی، سرتېري مو تر وروستۍ سلګۍ جګړه کوي او په مېړانې سره له خپلو مورچلو ساتنه کوي، اولس پاشلی، ناخوښ او ناهيلی دی، خو د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان غواړي د وچکالۍ په اړه بيانيه ورکړي.
لامل يې هم روښانه دی، د ولسمشرۍ او سپېدار ماڼیو او سنګرونو ترمنځ عاطفي اړيکې پرې دي. ولسمشر او د امنيتي بنسټونو مشران په داسې شرايطو کې چې بايد په قول اردوګانو کې ښکاره شوي وای او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې یې سرتېرو ته د يووالي حس ورکړی وای او د افغانستان خلک يې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ بسيج کړي وای؛ له بده مرغه چې د هېواد له رهبرۍ د داسې يو وړ او پرځای عمل او خوځښت تمه نه شي کېدای. له بده مرغه دا چلند بې مخينې دی، ولسمشر کرزي هم له طالبانو سره د قومي اړيکو په سبب، هېڅکله له هغوی سره له يو طرفه او د ورورۍ له اړيکې ډډه ونه کړه او په دې دريځ سره يې د هغو زرګونه سرتېرو وينو ته سپکاوی وکړ چې د هغو کسانو لخوا چې دی ورته د ورونو خطاب کوي په ځمکه تويې شوې. ګواکې د حکومت او طالب جګړه، د کرزي او د ترونو د زامنو ترمنځ جګړه ده او په دې کورنۍ شخړه کې د افغانستان د خلکو دريځ، خبرو او احساساتو ته هېڅ پام نه نه کېږي. دا چې اوسنی واکمن اجماع ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او چمتو نه دي، د واک يوه وړه برخه هم له چا سره شريکه کړي، دا مو ډېر ويلي دي.
په دغو دوو ماڼيو کې د ناستو کسانو، يعنې اشرف غني او عبدالله عبدالله زامن خو په مورچلو کې څه آن په افغانستان کې هم نشته.
د نورو مشرانو اولادونه – د مارشال دوستم له زویه پرته چې د خپل پلار ترڅنګ په شمال کې په جګړې بوخت دی – ټول د سیمې امن او خوندي هېوادونو او يا د کابل په پوښل شويو او امنو سیمو کې چې اسمان څکه دېوالونه ترې چاپېر دي ژوند کوي.
نه يوازې د غني او عبدالله بلکې د حکومت ډېری لوړپوړو چارواکو بچیان له افغانستانه بهر ژوند کوي. ځيني يې پر زده کړو بوخت دي او ځيني د کورنيو اقتصادي چارې ترسره کوي چې پيسې يې پلرونو له بيت الماله جېبونو ته وهلي دي، مخ ته وړي او نن ورځ دغه واقعیت له چا پټ نه دی.
دا چې خلکو د سهراب پر مړينه د افسانوي سهراب په څېر اوښکې تويې کړې، له دغه تريخ حقيقت سره ريښه لري، که نه جګړه د کليوالو د اولادونو ازلي او ابدي دنده ده او د رهبرانو او مشرانو او د اولادونو ځای نرم او ګرم تختونه دي او د هغه هېواد پر وړاندې چې شته يې ورڅخه قربان کړل، هېڅ مسؤليت نه لري. د هغو وګړو چې په دې وطن کې د شتمنۍ له ډېرېدو پرته بل پروګرام نه لري او د هغو ترمنځ چې وروسته له لوټلو هرڅه تر پښو لاندې کوي او له منځه يې وړي څه توپير دی؟
هغه ځوانان چې پرته له زحمته، هڅو او وړتيا او د واکمنو د ورکړل شویو منصبونو له لارې د دې ملک سرورۍ ته ورسېدل، د جګړې د دورې سياسي او فرهنګي ميراث ته يې دوام ورکړ او دوی هم په ځان غوښتنې، سمت پالنې، قوم پرستۍ، فساد او د شتمنيو په لوټلو کې ډوب دي.
په هېواد کې ډېر سهراب نامي وژل کېږي، د هغوی د قربانيو برخليک د خلکو لپاره دا دی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند نه کوي. هره ورځ چې اړتيا شي نو خلک به د خپلو اولادونو ترڅنګ ودرېږي؛ که حکومت يې مخه ډب نه کړي. خو حکومتي چارواکي هم بايد د غفلت له خوبه پاڅېږي او بايد په دې پوه شي چې حکومت دا نه دی چې د خپلو کورنيو د غړو لپاره تړونونه ترلاسه شي، د کورنۍ غړي، هم ژبي او د خپلو ولايتونو کسان او ملګري پر لوړو پوستونو وګمارل شي. همدغه حکومت چې پر خلکو واکمني کوي، د دې هېواد بې وزلو اولادونو د قربانيو په زور ولاړ دی. افغانستان يوازې د هوايي ډګر او وزير محمد اکبرخان ترمنځ کورونه نه دي. دغه هېواد ۳۴ ولايتونه لري. افغانستان يوازې قراردادونه او پوستونه نه لري، دغه هېواد مورچلونه هم لري او د عسکرۍ او پوځي خدمتونو مسؤليت هم لري او ادارې بايد په هېوادنۍ مينې او حس سره په مسؤلانه ډول اداره شي.
په ډېرو ولايتونو کې د خلکو اولادونه نه وژل کېږي خو د غلا او د بيت المال لوټول هلته شته. حکومت ميراثي نه دی چې هغه مو له خپلو پلرونو د سند په لرلو سره په ميراث وړی وي. حکومت د هغو سرتېرو کورنيو ته خدمت کول دي چې د هغوی د سرښندنو او قربانيو له برکته تاسې لټ، بې کاره او راحت طلبي کوئ. د سهراب عظيمي او د هغه د سنګر د ملګرو په څېر واوسئ چې د دې هېواد وياړونه دي او د تاريخ په زرينو پاڼو کې به د ماڼۍ مېشتو پر وړاندې سرلوړي وي او نومونه به يې په مېړانې سره يادېږي.