۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وایي، چې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زدهکړو موسسو د لارموندنې په ازموینه د نجونو محصلینو د ګډون ممنوعیت طالبان کمزوري کوي.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې سه شنبه د سلواغې پر یوولسمه نېټه په یوه ټویټ کې د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو په کانکور ازموینه کې د نجونو د حضور د منع کولو په اړه د طالبانو د پرېکړې پروړاندې غبرګون ښودلی دی.
اغلې ډیکر ویلي: «پر پوهنې او روزنې وروستی برید طالبان کمزوري کوي او د افغانستان راتلونکی تضمینوي.»
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې ټینګار کړی، چې د لوړو زدهکړو د خصوصي موسسو په کانکور کې د نجونو د ګډون ممنوعیت د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیست په اړه د طالبانو ژمنه له پوښتنې سره مخ کوي.
دغې امریکایۍ ديپلوماتې پوښتلي، چې که نجونې ونهشي کولای په کانکور کې ګډون وکړي، ایا شونې ده چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي؟
د نجونو د زدهکړو په اړه د طالبانو نوې پرېکړې د دغې ډلې پروړاندې د نیوکو بله څپه راپورته کړې ده.