د کابل د دهدانا سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له دوی د جوماتونو ملايانو لپاره هره اوونۍ یا هره میاشت پیسې راټولېږي. دوی وايي، د کورنیو د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله د دغو پیسو ورکول د ډېرو خلکو لپاره سخت دي. یو شمېر اوسېدونکي بیا ملايانو ته د نوبت له مخې د ډوډۍ لېږلو له بهیره شکایت کوي او وايي چې کورنۍ د پیسو پر ورکولو سربېره، په ټاکلو نوبتونو کې اړې دي چې د ملا کور ته ډوډۍ هم ولېږي.
دغه اوسېدونکي زیاتوي چې یو شمېر کورنۍ ثابت عاید نه لري او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو، د کور د کرایې، د برېښنا د بېلونو او نورو ورځنیو اړتیاوو برابرول ورته ستونزمن دي. دوی وايي، په داسې شرایطو کې ملا ته په منظم ډول د پیسو ورکول او ډوډۍ لېږل پر کورنیو لا زیات اقتصادي فشار راولي.
د دغې سیمې یو اوسېدونکی عمر (مستعار نوم) وايي چې لاسګاډی چلوي او ثابت ورځنی عاید نه لري. هغه زیاتوي چې ځینې ورځې هېڅ کار نه شي پیدا کولای او په هغو ورځو کې چې کار کوي، شاوخوا ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې عاید لري چې باید له همدغو پیسو د کورنۍ لګښتونه، د کور کرایه او د برېښنا د بېل پیسې ورکړي.
عمر وايي: «زه کراچۍوان یم. ځینې ورځې هېڅ کار نه کوم او ځینې ورځې سل یا دوه سوه افغانۍ پیدا کوم. همدا پیسې د کور د نفقې، د کور د کرایې او د برېښنا د بېل لپاره لګوم. نور توان نه لرم چې له همدې عایده ملا ته هم پیسې ورکړم یا د ملا لپاره ډوډۍ برابره کړم.»
د پیسو پر راټولولو سربېره، اوسېدونکي ملا ته د نوبت له مخې د ډوډۍ لېږلو له طریقې هم شکایت کوي. دوی وايي، په ځینو سیمو کې کورنۍ په نوبت ملا ته ډوډۍ لېږي او دا موضوع هم د هغو کورنیو لپاره چې محدود مالي توان لري، پر اضافي بار بدله شوې ده.
د دغې سیمې بل اوسېدونکی شېر (مستعار نوم) وايي چې د دوی په سیمه کې شاوخوا ۲۰ تر ۳۰ کورونه دي او له هر کوره ملا ته پیسې راټولېږي. هغه پوښتي چې په یوه سیمه کې دغه ټولې پیسې پر څه لګېږي او ملايان پر دې عاید څه کوي.
شېر وايي: «زموږ په سیمه کې شل یا دېرش کورونه دي او له همدغو کورونو ملا ته پیسې راټولوي. کله چې له شلو یا دېرشو کورونو پیسې راټولې شي، ټولې یې کمې پیسې نه دي. پوښتنه دا ده چې ملايان دا ټولې پیسې څه کوي او چېرته یې لګوي؟»
یو شمېر اوسېدونکي وايي چې دوی د خپل ژوند د لګښتونو او د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او تمه لري چې د جومات او دیني چارو اړوند مرستې په روڼتیا او د خلکو په خوښه ترسره شي.
د دغې سیمې بل اوسېدونکی علي (مستعار نوم) پر دې وضعیت په نیوکې سره وايي چې پر خلکو اقتصادي فشار زیات شوی او د هغه په باور، اوس د اسلام له نومه هم له خلکو د پیسو اخیستلو لپاره ګټه اخیستل کېږي.
په همدې حال کې، یو شمېر اوسېدونکي وايي چې یو شمېر سوداګر او شتمن کسان هم له جوماتونوسره مالي مرستې کوي؛ خو د دغو مرستو د لګولو د څرنګوالي او په دې اړه چې څومره برخه یې د جومات واقعي اړتیاوو ته ځانګړې کېږي، پوښتنې شته.
عمر وايي: «ډېر سوداګر او شتمن کسان له جوماتونو سره مرستې کوي؛ خو پوښتنه دا ده چې ایا رښتیا هم دا پیسې د خدای په لار کې لګېږي او که د ملايانو ګېډو ته ځي؟»
دغه اوسېدونکې غوښتنه کوي چې له کورنیو د پیسو راټولول او ملايانو ته د ډوډۍ برابرول باید جبري نه وي او که مرستې راټولېږي، د هغو اندازه او د لګولو څرنګوالی باید د سیمې خلکو ته روښانه وي. دوی وايي، هغه کورنۍ چې مالي توان نه لري، باید د پیسو نه ورکولو یا ملا ته د ډوډۍ د لېږلو د نه توان له امله تر فشار لاندې ونه نیول شي.


