د طالبانو ډلې يوه ځانګړنه چې ښايي په وروستيو کلونو کې يې زده کړې وي او په ډيپلوماټيکو چلندونو او د افغانستان د خلکو پر ضد يې هم کاروي، دروغ ويل دي. که څه هم د دوی له واکمنۍ وروسته شاوخوا یو میلیون کسان د بې وزلۍ، وزګارۍ او د طالبانو له خوا د وژل کېدو له وېرې له هېواده وتلي، خو د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د دوی د واکمنۍ پر مهال هېڅوک له هېواده نهدي وتلي.
د مقاومت جبهې د کلني راپور له مخې له طالبانو سره د مقابلې په یوه کال څه د پاسه ۷۰۰ طالب پوځیان او قوماندانان وژل شوي او نیول شوي دي. د مقاومت جبهې له خوا د طالبانو د الوتکې د غورځېدو او د هغوی د بندیانو انځورونه په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې خپاره شوي، خو د دې ډلې ویاند وايي چې په عملي ډګر کې د دولت وسله وال مخالفین نشته او دا یوازې د فېسبوک تبلیغات دي. دغې ډلې سلګونو خبریالان سخت شکنجه کړل او سلګونو نورو یې د وېرې له امله خپل هېواد پرېښود. سلګونه معتبرو رسنیو په کابل کې خپل دفترونه تړلي او له افغانستانه بهر فعالیت کوي. خو د طالبانو رژیم د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي چې د طالبانو د واکمنۍ په یوه کال کې په افغانستان کې هېڅ خبریال نه دی وژل شوی.
د ۲۰۲۱ کال په اګست په میاشت کې د افغانستان د پلازمېنې کابل هوايي ډګر د نړۍ د رسنیو د ۲۴ ساعته راپورونو موضوع وه. هوايي ډګر ته د خلکو ګڼه ګوڼه (د طالبانو له وېرې) د هېواد پرېښودو له امله نړۍ ټکان وخوړ او په تېرو شلو کلونو کې يې له افغانستان سره ملګري هېوادونه وشرمول. د امریکا حکومت د رسمي اعلان له مخې، د کابل د هوايي ډګر د لېږد عملیات د امریکا د پوځ تر ټولو ستر عملیات وو.
د اګست له ۱۵مې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې د افغانستان له هوايي ډګره د قطر، ابوظبي او د امریکا متحدو ایالتونو او نږدې نورو هېوادونو ته هره ورڅ له ۹ تر ۱۵ زره کسان لېږدول شوي دي. په دې عملیاتو کې د امریکا اردو یوازینۍ برخه نه وه. د کاناډا، برتانیې، فرانسې، جرمني او نورو په شان پیاوړو هېوادونو همکاري وکړه او هر یوه یې خپل ګڼ شمېر همکاران، شاعران، هنرمندان او د ټولنیزو شبکو او رسنیو فعالان ولیږدول. ددې ترڅنګ د ایران پولې له هغو وګړو ډکې وې چې د طالبانو له وېرې تښتېدلي وو.
د هرات له بندره زرګونه کسان ازبکستان ته تښتېدلي او زرګونه نور له شېرخان بندر او نورو بندرونو تاجکستان ته تښتېدلي دي. د هېواد نور بندرونه لکه تورخم، حيرتان او شېرخان بندر اوس هم هره ورځ د وسله والو طالبانو له وېري (له افغانستانه د وتلو) شاهد وي. میلیونونه کسان لا د دې وس نه لري چې له هېواده ووځي او یا د طالبانو له واکمنۍ د ځان ژغورلو په تمه دي. خو د طالبانو رژیم د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې هر څه پر خپل حال دي او په یوه کال کې هېڅوک هم له هېواده نه دي وتلي.
یو مورد چې طالبان د خپلې واکمنۍ له لومړیو ورځو یې پر وړاندې ولاړ دي او د وهلو ټکولو تر حده رسېدلي د افغانستان د مطبوعاتو او خبریالانو ټولنه ده. کابل ته د دوی د راتګ په لومړیو ورځو کې یې د اطلاعاتو روز ورځپاڼې څو تنه خبریالان د مرګ او ان د سترګو د لید او غوږونو تر زیانمنولو تر حده شکنجه کړل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر د راپور له مخې چې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۲۹ مه خپور شو، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ ( د کابل د سقوط له ورځې) د ۲۰۲۱ کال د جون تر ۱۵ مې نیټې پورې ۱۷۳ خبریالان له برید سره مخ شوي دي. په دې موده کې له دوی سره د ۱۲۲ خپلسرو نيولو، ۵۸ د ناوړه چلند، ۳۳ د ګواښلو او ۱۲ د نیولو او تاوتریخوالي پیښې شوې دي. دا یوازې له هغو کسانو سره چې په هیواد کې پاتې دي. که ټول خبریالان د ننه پاتې وای او د پخوا په څېر یې خپل کار ته دوام ورکولای، روښانه نه ده، چې خبریالان به له څه ډول برخلیک سره مخ وو. البته طالب ډلې له خبریالانو پرته یو شمېر علمي شخصیتونه او د ټولنیزو رسنیو فعالان هم نیولي، بندیان او شکنجه کړي یې دي. د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزیر له دومره تاوتریخوالي او ښکاره ناوړه چلند سره سره دغه احصایې او چلندونه ردوي او وايي چې د طالبانو د واکمنۍ په یوه کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کومه پېښه نه ده شوې.
بله موضوع چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې مطرح شوې، د هېواد د پخوانیو پوځیانو پر وړاندې د طالبانو غچ اخیستونکی چلند دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر د کلني راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵مې پورې، د طالبانو له خوا ۱۶۰ د قتل، ۱۷۸ د خپلسرو نیولو، ۲۳ د ناقانونه نیول کېدو او ۵۶ د شکنجې پېښې ثبت شوې دي. دا یوازې په دې کې نه خلاصه کېږي؛ د دغه راپور له مخې، په دې موده کې شاوخوا ۷۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او یو زر او ۴۰۶ نور ټپیان دي. هر ځل چې دا راپورونه خپاره شوي، یا خو یوه خبریال له طالب چارواکو پوښتنه کړې او یا یې هم کله چې طالبانو په کومه سیمه ییزه یا نړیواله غونډه کې خبرې کړې، دا هر څه یې رد کړي دي. دوی وايي چې موږ په افغانستان کې سوله راوستې او په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی او هغه څه چې د طالبانو پر ضد مطرح کېږي، د دښمنانو تبلیغ او دسیسه ده. له همدې امله د طالبانو ډلې د مشرتابه یوه څرګنده او ښکاره ځانګړتیا پر افغاني ټولنې له واکمنو واقعیتونو انکار او د هغې ردول دي.