د بریتانیا پارلمان: طالبانو یوازې د نارینهوو دولت جوړ کړی دی

۸صبح، کابل: د بریتانیا پارلمان وایي، چې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو په تړاو د طالب مشرانو له خوا پر لومړنیو ژمنو سربېره دغې ډلې یو لنډمهاله د نارینهوو دولت اعلان کړی، چې د توندلارو غړو او د طالبانو د اصلي غورځنګ د لوړپوړو او د هغوی د ملاتړو تر ولکې لاندې دي.
د بریتانیا د پارلمان وېبپاڼې دوشنبه د تلې پر اتلسمې اعلان کړی، چې د طالبانو کابینې ډېری غړي د ملګروملتونو سازمان په بندیزونو کې شامل دي او د حقاني شبکه، چې د طالبانو په رژیم کې د پام وړ نفوذ لري امریکا، بریتانیا او اروپایي ټولنه کې یو ترهګریز سازمان ګڼل کېږي.
راپور زیاته کړې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني هم د امریکا د فدرال پولیسو (افبيای) تر څارنې لاندې دی.
راپور همداراز زیاتوي، چې تر اوسه تر یوه کال زیاته موده کېږي، چې د طالبانو د چارسمبالي دولت غړي پر خپلو دندو پاتې دي؛ داسې حال، چې افغانستان له ګڼو ناورینونو سره مخ شوی دی.
د راپورونو له مخې طالبانو له کله، چې واک په لاس کې نیولی دی د خپل موقت دولت پر ټینګښت، د نړیوال رسمیت او د مرستو پر ترلاسه کولو تمرکز کړی و.
په دې لړ کې په طالبانو کې د سیالو ایډیولوژيکو ډلو ترمنځ د نظرونو اختلاف او د هغوی په لیکو کې د قومي واټونونو زیاتوالی د غیرشفافې حکومتولۍ د ادعاوو لامل شوي دي.
دغه راپور د ملګروملتونو سازمان د ځانګړي راپورورکوونکي له قوله ویلي، چې طالبان د دې په لټه دي، چې ښځې په بشپړ ډول له ټولنې وباسي.
راپور پر ښځو د لګېدلو بندیزونو په تړاو وایي، چې په دغو محدودیتونو کې د دندو په جبري توګه پرېښودل او له کوره بهر د مخ پټول شامل دي.
د دغه راپور په بله برخه کې همداراز راغلي، چې د افغانستان ۵۹ سلنه وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
راپور په دې برخه کې زیاتوي، چې پر طالبانو د بندیزونو دوام او د افغانستان بانک شتمنیو ته، چې له افغانستانه بهر ساتل کېږي نه لاسرسی د مرستو لېږل پیچلۍ یا محدودوي.
د ویلو ده، چې کابو یو کال مخکې طالبان پر افغانستان واکمن شول او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د شرعي قوانینو د منلو په شرط او مذهبي قوانینو او مقرراتو ته په درناوي د هغوی له نوې ادارې سره تعامل ولري.