په دې ورځو کې چې کله له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو بحث رامنځته کېږي، نو له ډېرو سره دا پوښتنه مطرح کېږي چې د امريکا د وتلو برخليک به هم همغه څه وي، څه چې د شوروي پوځ له وتلو وروسته رامنځته شو؟ د يادونې وړ ده چې د شوروي پوځ له وتلو وروسته د ډاکتر نجيب الله حکومت درې کاله دوام وکړ او د خپلمنځي اختلافاتو او د روسيې د وخت حکومت لخوا د مالي او پوځي ملاتړ د پرې کېدو له امله ړنګ شو. هغه نظام ماتې ونه خوړه بلکې ړنګ شو.
د دغو دوو قدرتونو د وتلو ترمنځ څه توپيرونه موجود دي؟
۱- د شوروي اتحاد د اقتصادي ناتوانۍ او په افغانستان کې د جګړې دروند بار، د ختيځې اروپا له هېوادونو د ناوړه ملاتړ او له امريکا سره د وسله والې سيالۍ له امله ماتې وخوړه او ميخايل ګورباچوف د افغانستان جګړه «ناسور ټپ» وګڼله چې علاج یې پرې کول دي.
امريکا تر دې دمه د نړۍ د اقتصاد لومړۍ درجه ځواک دی او په کال کې ۴.۵ سلنه وده لري. سره له دې چې روسيه او چين په چټک پوځي او اقتصادي پرمختګ او ودې سره امريکا له ننګونو سره مخ کړې ده؛ خو تر دې دمه امريکا د خپل پوځي لګښت د ورکړې بشپړه وړتيا لري.
۲- د روسیې فدراسيون چې د شوروي اتحاد ځای ناستی شو، د شوروي اتحاد په پرتله یې بېل سياست مخ ته بیوه. د روسيې فدراسيون ولسمشر بوریس يلتسين د اوکراين او بلاروس له ولسمشرانو سره د شوروي د له منځه تلو سند لاسليک کړ، هغه شوروي چې په افغانستان کې يې د ببرک کارمل او وروسته بيا د نجيب الله ايډيولوژيک ملاتړ کاوه. د روسيې فدراسيون چې د ختیځې اروپا له ملاتړه لاس واخيست، نو د نجيب الله د ملاتړ لپاره يې کوم دليل نه درلود. سربېره پردې روسيې نوره ډيپلوماتيکه وړتيا نه لرله چې د نجيب الله لپاره نړیوال ملاتړ جلب کړي.
په امريکا کې د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو په اړه پرېکړه د بايډن له دولت څخه مخکې، د هغه د سرسخته ټاکنيز سيال ډونالډ ټرمپ پرمهال وشوه. دا په دې معنی چې د بهرني سیاست دوام د هر هغه ګوند لپاره چې په امريکا کې په قدرت کې دی يو مهم اصل دی. امریکا د روسیې فدراسيون پر خلاف له هغو موخو په افغانستان کې ملاتړ کوي چې د اوسني جوړښت په چوکاټ کې د څارنې او دوام وړ وي. سربېره پردې امريکا له لوړې ډيپلوماتيکې وړتیا او نړيوال ملاتړه برخمنه ده او کولی شي چې د هرې هغې ډلې په وړاندې ګام پورته کړي چې ګټې يې له خطر سره مخ کوي. کله چې داعش ډلې له عراقه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته ددې هېواد ډېرې برخې ونيولې، نو امريکا له اجازې پرته راوګرځېده او داعش ډله يې له عراقه بهر کړه.
امریکا د روسيې پرخلاف چې هغه وخت په خپلو چارو بوخته شوه، د يوه نړيوال ځواک په توګه په سيمه کې مشخصې ګټې او غښتلي سيالان لکه روسيه او چين او دښمنان لکه ايران او سيمه ييزې او نړيوالې ترهګريزې ډلې لري چې نه شي کولی په اسانۍ سره يې پرېږدي.
۳- د ډاکتر نجيبالله حکومت د یوه لوی ګوند له لوري چې د ټولنې مهمې برخې لکه، پوځي، امنیتي او سياسي پکې شاملې وې، اداره کېده. په ګوند کې خپلمنځي اختلافات او د ډول ډول کودتاوو له امله دا ډله څو برخې شوه او هرې ډلې وسله پورته کړه او په پايله کې هره ډله د دښمن د خوښې وړ ډلې سره يوځای شوه او نظام ړنګ شو.
د افغانستان اوسنی دولت د کوم ګوند له لوري نه اداره کېږي. اقتصادي کنټرول د ځانګړو اشخاصو په لاس کې دی چې د ساتلو لپاره يې شخصي ګټې لري. سربېره پر دې د پوځ ځواک او د قدرت لرونکو اشخاصو ملېشې د دوام لپاره مقاومت ته اړتيا لري. د دولت مخالفین په تېره بیا طالبان یوه منسجمه او منظمه ډله نه ده او په ټولنه کې یې په اړه منفي انځور خپور شوی، ځکه له مدني آزادیو او د ښځو له زده کړو سره مخالف دي چې په وړاندې یې لوی مقاومت رامنځته کېدای شي.
خو دغه واقعیت بايد هېر نه کړو چې ملي پوځ داسې ځواک دی چې د پيسو په بدل کې خدمت کوي خو د ډاکتر نجیب د حکومت پرمهال داسې نه و. د وطن پرستۍ حس ذاتي دی؛ خو جګړه انګېزه غواړي چې په امنيتي ځواکونو کې ډېره کمه لیدل کېږي.
په داسې حال کې چې اوسني مشران او لوړ پوړي چارواکي د هغو ځواکونو په پرتله چې د جګړې په لومړۍ ليکه کې دي څو برابره امتياز ترلاسه کوي، کورنۍ او اولادونه یې په لوېدیځو هېوادونو کې ژوند کوي او دا تقريبا عام باور دی چې کله هغوی د لوېديځو هېوادونو تابعیت ولري او د هغو هېوادونو د بيرغونو پر وړاندې يې لوړه کړې وي، نو ښايي په سختو ورځو کې بېرته خپلو استوګن ځایونو ته ولاړ شي او رضا کاره وګړي او پوځيان په خپل حال پرېږدي. بايد ډاډمن شو چې د ډاکتر نجيب الله تجربه نه تکرارېږي.