د ښار پردروازه د یوه قهرجن سپور پژه ( مجسمه ) ولاړه وه، له تورې ډبرې څخه د دغې توږل شوې څېرې کرکه ښندله، ښار د ټنګ ټونګ له غږه ډک و، مرید ولیدل، چې په ټولو هټیو کې د جګړې سامان جوړیږي، څوک توره تېره کوي او څوک له وسپنو زغرې اوبي. نارینه بړوس او قهرجن دي، په ښار کې د ماشومانو او ښځینه و غږ نه شته …
مرید ته یو بل ښار ورپه یاد شو، هلته چې ورننوتل، نو د ښار پردروازه له سپینو مرمرو جوړه یوه دنګه ښکلې پېغله ولاړه وه، په یوه لاس کې یې د ګلانو ګېدۍ وه او په بل لاس کې له نیولي منګي څخه یې فوارې اوبه بهولې، ښار د ماشومانو له مستیو او خندا ګانوډک و، پر مینځل شویو واټونو ښځې بې پروا ګرځېدلې، هره خوا ګلان غوړېدلي وو، څو هیلیو د ښار په شنه ډنډ کې لمبل، د نارینه و څېرې له خندا ډکې وې…
مرید خپل پیر وپوښت: دستګیره پیره ! دا ښار ولې داسې بړوس او غمجن دی؟
ببرسري لرې تور غره ته کتل، و یې موسل اوځواب یې ورکړ: دلته ښځې یوازې پوځیان زیږوي، د پوځيانو میندې د وسلوالو د زیږولو ژرندې دي، په دې ښار کې ښځې ژوند نه کوي، بلکې دلته ښځې پر مرګ محکومې دي. دلته په کور کې خور ومور د شرم و پېغور نښې ګڼل کیږي. دلته نارینه بل نارینه ووژني او په تاوان کې بیا یوه ښځمنه ورکړي. ښځې لا بشپړې انسانانې نه ګڼل کیږي.
دا یو مذکر ښار دی، په مذکر ښار کې که ښځه ولیدل شي، نارینه یې په سترګو خوري او د ژبې په زهرو یې څټي، دلته میندو او خویندو، معشوقو او مېرمنو ته اجازه نه شته، چې خپلو نارینه و ته مینه ورزده کړي، عاطفه وروښيي او زړه سوی په کې وروزي. په مذکرو ښارونو کې مینه او عاطفه څوک نه پيژني، دلته یوازې د مرګ ژوبلې وسلې د نارینه وو ګاڼه ګڼل کیږي.
مذکر ښارونه انساني ښارونه نه دي، په انساني ښارونو کې د ښځو سپین مړوندونه، د لوڼو کوشنۍ مټې او د خویندو نیازبین لاسونه د نارینه وو دغاړو هار وي، نه تورې او زغرې…
مرید ایله پوه شو، چې: په مذکرو ښارونو کې نارینه له خپلو زغرو او تورو سره ژوند کوي، خو په انساني ښارونو کې انسانان د میندو له الاهو سره رالوییږي، د خویندو له اکوبکو سره ژوند کوي، د معشوقو له کټ کټ خندا سره ځوانیږي او د خپلو مېرمنو له مینې سره زړیږي.
هو په مذکرو ښارونو کې نارینه او په انساني ښارونو کې انسانان اوسیږي. په دښته کې نرۍ لاره د ښار دروازې ته ورغځېدلې وه، مرید او ببرسری پیر یې ښار ته روان وو، چې ناڅاپه لوی لښکر ورنږدې شو، د لښکر مشر یو لوی میرغضب و، له قهارو سترګو څخه یې وینې توېیدې، لښکریانو تورې، نیزې او غشي نېغ نیولي وو، پیر له لښکر مشر څخه وپوښتل: چیرته ځئ ؟
قهار وژونکي ځواب ورکړ: ورځو، چې د دې ښار ټول وګړي ووژنو، دوی زموږ واک نه مني.
ببر سري کټ کټ وخندل: چې ټول ووژنئ نو بیا به خپل واک پرچا ومنئ؟
دومره څوک خو ژوندي پریږدئ، چې ستاسو واکمني پرې جوړه شي !
مرید هم موسک شو او ایله یې پر دغه راز سرخلاص شو، چې پاچاهي پر ژوندیو کیږي، نه پرهدیرو !