د سړیخورو کلي ته ورسېدل، مرید هدیره ولیدله، ویې پوښتل : که دا د سړیخورو کلی دی، نو دا قبرونه د چا دي؟
یوه کلیوال ځواب ورکړ: موږ د خپلو تربرونو د مړیو غوښې خورو او هډوکي یې په خورا درناوي خاوروته سپارو.
ـ یوازې د تربرونو ؟
ـ هو! هر هغه تربور، چې په زمکه، پټي، اوبو یا بل ملکیت کې راسره شریک وي، نو که زور مو پرې بر شي، وژنو یې، او که نه په تمه یو، چې په خپل اجل ومري، بیا یې غوښې خورو او هډوکي یې خښوو. پخوا مو د تربرونو ځوانان خوړل، خو اوس د کلیوالو سترګې لا وږې شوې دي، د تربرونو د ښځو، بوډاګانو او ماشومانو غوښې هم خورو، هغوی هم وژنو او بس هډونه یې تر خاورو رسوو. هر تربور چې غوښې یې زموږ په حق ورسیږي، ښځې، یتیمان او ټول جایداد یې هم زموږ شي.
مرید ورېږدېده، وډار شو او د خپل ببرسري پیر لمنه یې ونیوله:
یا پیره دستګیره ! دا هرڅه ولې کیږي؟
پیر موسک شو:
د دې کلي خلکو په دود دستور کې د تربور دوښمني دومره ژوره ده، چې د تربور وژنه یې د غیرت یوه برخه ګرځېدلې. ورو ورو یې دا هرڅه په مذهب کې هم ورشامل کړي دي. هرهغه دود چې د غیرت، مذهب او بل ( ښه سړیتوب) نښه وګرځي، که هرڅومره (بد) هم وي، پرې ګروهمنو ته ( ښه) ښکاري.
د دې کلي په سندرو او ترانو کې د تربرونو د غوښو په خوړلو ویاړنې یادیږي، ښځې اوپېغلې هغه نارینه خوښوي، چې ډېرې وینې څښلای شي، په زانګو ګانو کې د خپلوانو د وژلو او خوړلو للوګانې د ماشومانو په غوږونو کې انګازې کوي.
که له دې کلي څخه هرچا د دغه ناوړه دود ( دودونو) په وړاندې څه وویل، نو کلیوال یې بې غیرته، ډارن، دود ماتوونکی او ان کافر ګڼي. ځوان کلیوال، چې د نورو ټولنو انسانان یې لیدلي، په دې پوهیږي، چې دا دودونه سم نه دي، خو له دې ډاره چې څوک یې کافر یا بې غیرته ونه ګڼي، پر ټولو ناوړه دودونو چوپ او د خپلو پلرونوـ نیکونو پر لارو روان دي.
… او مرید پوه شو، چې که وژل او د انسان د غوښو خوړل د غیرت یا مذهب برخه شول، دوه یا درې نسلونه کافرکړای شوي او دار ته ختلي بویه، چې ایله دا دود بدل کړای شي.