سپين او تــور
ژباړن: نجیب منلی

«فرانسوا ماري ارویت ولتېر د فرانسې یو ستر لیکوال او فیلسوف دی، چې خپلې ډېرې مهمې فلسفې یې د کیسو او افسانو په چوکاټ کې رانغښتې دي.»
د کندهار په ولایت کې ټول د ځوان رستم له کیسې خبر دي. دی د سیمې د یو میرزا یوازینی زوی و. میرزا داسې یو منصب دی لکه زموږ په هېواد کې چې مارکي یا په جرمنانو کې بارون دی. پلار یې، میرزا، ښایسته ښه شتمن و. پرېکړه شوې وه چې ځوان رستم به له یوې میرزایڼې سره واده کوي. دواړه کورنۍ دې واده ته ډېرې لېوالې وې. تمه دا وه چې رستم به د خپل پلار او خپلې مور د زړه تسل وي، خپله ښځه به نېکمرغه کړي او ورسره به نېکمرغه وي
له بده مرغه هغه د کابل په مېله کې د کشمیر شاهزادگۍ ليدلې وه . دا مېله د دنیا په لویو مېلو کې حسابېږي او د بصرې او استرخان تر مېلو لا ډېر خلک ورته راځي،.ځکه خو د کشمیر پاچا ورته له خپلې لور سره راغلی و.
د کشمیر پاچا د خپلې خزانې دوه بې جوړې توکي ورک کړي وو. یو یې یو غټ الماس و چې د لور انځور یې په کې د هغه هنر په برکت کښل شوی و چې پخوا هندیانو درلوده خو اوس نه شته او بل یې یوه نېزه وه چې هر چېرته به چې د چا زړه وغوښته، هلته به تله. زموږ له پاره دا چندان غټه خبره نه ده، خو د کشمیریانو له پاره وه.
د اعلیحضرت په خدمت کې یو فقیر دا دوه خزانې غلا کړې او شاهزادگۍ ته یې ورکړې. ورته یې وویل: «دا دواړه شیان ښه وساته، ستا ژوند ورسره تړلی دی.» په خپله داسې ورک شو چې بیا چا و نه لیده. د کشمیر پاچا نیت وکړ چې د کابل مېلې ته ولاړ شي او وګوري چې د څلور کونجه نړۍ ټول سوداګر چې هلته راځي، کوم یوه سره خو به د ده الماس او وسله نه وي؟ هغه خپله لور په هر سفر کې له ځان سره بیوله. هغې خپل الماس کلک په خپل ملاوستني کې وتاړه او نېزه یې چې په اسانۍ نه شوه پټېدای، هغه یې په کشمیر کې په خپل چیني صندوق کې خوندي کړه.
هغې او رستم سره یو بل په کابل کې ولیدل. لکه څنګه چې د دوی د عمر سره مناسبه وه، په پوره اخلاص یې زړونه سره ورکړل. شاهزادګې د خپل لاس نښخه، هغه قیمتي الماس ورکړ او رستم ژمنه وکړه چې په پټه به یې ليدو ته کشمیر ته ورځي.
ځوان میرزا دوه خواږه ملګري درلودل چې دواړه یې منشیان هم وو، شاطران یې هم وو او خدمتګاران یې هم وو. یو یې توپاز نومېده. ښکلی و. نازک کړه وړه، سپین رنګ لکه د قفقاز دچرکس سیمې ښکلې پېغله، په خدمت کې دومره راستمن لکه یو ارمنی، په هوښیارتیا کې کټ مټ له ګبر. دویم یې ابنوس نومېده. ډېر ښکلی حبشی، تر توپاز ډېر هوښیار او په خدمت کې ډېر راستمن چې هېڅ کار ورته ستونزمن نه ښکارېده. د خپل سفر پلان یې له دې دواړو سره شریک کړ. توپاز ډېره هڅه وکړه چې د دې پروژې مخه ونیسي، د داسې محتاط خدمتګار په توګه چې نه یې غوښتل د خپل بادار زړه بد کړي، ورته یې ټول خطرونه بیان کړل: څنګه کولای شي چې دوه کورنۍ په اندېښنې کې پرېږدي؟ څنګه د خپلې مور او خپل پلار زړونه زخمي کولای شي؟ د رستم عزم یې و لړزاوه خو ابنوس بېرته په خپله پرېکړه ودراوه او ټولې اندېښنې یې ترې لېرې کړې.