داسې ښار ته ولاړل، چې هیچا پر بل باور نه درلوده، ښاریانو یو له بل څخه په هره خبره کې سند غوښت، د پاچا په کلا کې ټول خلک لاسلیکونو او مهرونو ته په کتار کې ناست و، ښځې به له مېړه څخه ضمانت غوښت او زوی له پلاره. وروڼو په خپلو منځونو کې یو بل ته عریضې لیکلې او د هرې عریضې تر شاه به د کوڅې د پینځه شپږو ملکانو مهرونه لګېدلي وو…
ترڅو به چې درېيم او څلورم ملا اذان نه و کړی، چا روژه نه ماتوله او ترڅو به چې اخوند په خپله خبره لس قسمونه نه و خوړلي چا یې خبره نه منله.
قاضي به هره ورځ حکمونه کول، خو خلکو به په شک ورته کتل، هرچا به ویل: خدایزده بیا یې څومره خوړلې دي؟
میرزایانو به ښاریانو ته په شک کتل او ښاریانوبه میرزایان بډي خواره، غله او لوټمار ګڼل. خلکو پر خپلو کورنو پيرې کولې، چې سپاهیان یې لوټ نه کړي او هټیوالو خپلې هټۍ له کوټوالانو ساتلې.
مرید له خپل ببرسري پیر څخه وپوښتل :
یا پیره دستګیره ! پردغو خلکو ولې د بېباورۍ وبا لګېدلې ده؟
پير پر تشي لاس کېښود، کوږ شو او پښه یې پرزمکه ووهله، ښه یې وخندل او مرید ته یې وویل:
دلته، ملا او اخوند پر هغه څه چې وايي، پخپله باور نه لري!
مشران فکر کوي، ترټولو ښه سیاستوال هغه دی، چې تر ټولو لوی درواغ وویلای شي!
پلورونکی فکرکوي، چې له قسم پرته یې څوک متاع نه اخلي!
درواغ د دې ښار قانون دی، دوکه یې هوښیاري او چل یې چالاکي، تر ټولو عزتمند ښاري هغه دی، چې ډېر خلک تېرایستلای شي. دلته د درواغو سیاست معافیت لري او وینا له کړنې سره توپیر !
قانون پرزورورو نه شي پلی کېدلای، ځينې زورور ترقانونه پورته دي!
مرید بیا وپوښتل:
دا هرڅه په سر سترګو وینم، خو د دې ټولو سرچینه چېرته ده؟
ببرسري بیا وخندل :
سرچینه دا ده، چې ښاریان سیاست ( د درواغو علم ) ګڼي او مذهبي پېشوایان سیاست کوي، نوخلکو پر مذهبي پېشوایانو باور له لاسه ورکړی دی، ځکه دوی هغه څه چې وايي، نه یې کوي او هغه څه چې کوي، نه یې وایي.