له یوه ښار څخه په بېړه ووتل، ببرسري پیر خپل مرید ته وویل: دلته مه تم کېږه، دا د ( غلواکانو) ښار دی، تر دې مخکې چې د ماښام ستورى راوخیژي، باید د بیابان لاره ونیسو، ځکه په بیابان کې شپه د هغه ښار تر شپې ښه او خوندي ده، چې خلک غله په کورونو کې ساتي.
د مرید خوله، له حیرانتیا، خلاصه پاتې وه، چې ببرسري یې د څېرې په کرښو کې پوښتنه ولوسته او وارله واره یې ځواب ورکړ:
هو، په دې ښار کې څو قومونه اوسي، هر قوم خپل لوچکان، غله، بدماشان، وژونکي او ځناورخویه ببرسري په خپلو سیمو کې ساتلي، لمانځنه یې کوي، پر اوږو یې ګرځوي او تر ټولو ښه خواړه ورکوي، چې مړه شي ټول قوم راټول شي او په ډېر پرتم یې پر یوه لویه غونډۍ خښ کړي، واټونه یې په نومونو کړي او خپل اتلان یې ګڼي.
مرید په بېړه وپوښت: دې کار ته یې اړتیا څه ده؟
ببرسري پیر ځواب ورکړ: هر قوم له بل سره په دې کې سیالي او رقابت لري. په دې قومونو کې بله سیالي نه شته، د قومونو د عزت او شرف نښه داده، چې ډېر، نامتو او ګواښمن ( خطرناکه) غله او بدماشان ولري. هر غل یا دغلو ډله خپل قوم لوټي، عزت یې داړي او رنګارنګ ظلمونه پرې کوي، خو قوم یې د نورو قومونو له ضده لاهم اتل بولي او نه غواړي، چې سیوری یې له سره کم شي.
په هرقوم کې چې هوښیار ځوانان پیدا شي او قوم د غلو له ګواښه خبر کړي، پوهنې، زده کړو، کار او د غنمو کرلو ته یې وهڅوي، ریښتینولۍ او پرمختګ وستايي او د خلکو د ویښتیا هڅه وکړي، د غلو شریکباڼه یې کافر او زندیق بولي، بې غیرته یې ګڼي او ډارن ورته وايي.
ځکه خو له هغه ښاره وتل بویه، چې سیالي او د شرف نښه یې د وینه زبېښونکیو غلو زیاتوالی وي.
مرید لا حیران و، چې د بیابان پر شګو یې ګام کېښود، د دمې ساه یې کش کړه او په مخامخ اسمانڅنډه یې د ماښام ستوری ولیده.
له یوې تنګې درې څخه تېرېدل، د درې په منځ کې لوړ او لوی ډبرین دیوال جوړ شوی و، چې د درې بله خوا نه ورڅخه ښکارېده، وړاندې ولاړل، ها خوا د اوبو یو بند و، چې اوبه یې کوزې خواته بندې کړې وې.
د بند او ډبرين دیوال په جوړولو ډېره خواري شوې وه، خو مرید یې په ګټه پوه نه شو، خپل ببرسری پیر یې وپوښت: دا لوی دیوال او د اوبو د غه بېځایه بند ولې دلته جوړ شوي دي؟
پیر بیا وخندل، ښه چې ستړی شو، ځواب یې ورکړ: دره توده او وچه وه، له کوزې خوا به باد مخ پورته لګېده او له پورته څخه یو نری سیند مخکته بهېده، پورتنیو دره والو پر کوزنیو خلکو اوبه بندې کړې، بند یې جوړ کړاو پرته له دې چې د ډنډ اوبو ته اړتیا ولري، بس له بخیلۍ څخه یې اوبه پر کوزنیو وچې کړې. کوزنیو هم د باد مخه په دیوال ډب کړه، لوی دیوال یې جوړ کړ، چې پر پاسنیو باد ونه لګیږي.
اوس پاسني دره وال، له ګرمۍ کړیږي او کله چې اوبه ډیرې شي، نو ډنډ د دوی تر کورونو پورې ور لوی شي، ماشومان او څاروي ورڅخه ډوب کړي او کورونه او زمکې ترې یوسي. کوزني دره وال بیا په یوه څاڅکي اوبو پسې مري، کروندې یې وچې دي او کورنه یې د راتاوېدونکیو توپاني بادونو له لاسه ویجاړ پراته دي.
همدومره خواري، چې پر دغه بېځایه دیوال او بند اېستل شوې ده، که د دې پرځای کوزنیو بند جوړ کړی وای او پورتنیو دره والو بادي ژرندې جوړې کړې وای اوس به دواړه ولسونه خوشاله، ارامه، ماړه او ودان وای.
مرید ایله پوه شو، چې که له ( ودانۍ ) سره عقل او لورېینه مل نه وي، تر ټولو لویه وراني پېښولای شي. هغه وداني چې د بل وراني له ځانه سره لري، د ځانورانونې پیل دی.