ښایې چې د يو چا شخصيت له هراړخۀ بشپړ وي، خو هغۀ بايد لۀ خپل شخصیت څخه ناوړه ګټه پورته نۀ کړي، کلۀ چې ستاسو شخصيت نورو ته څرګند نۀ وي، هغه ستاسې پۀ اړۀ هېڅ هم نشې ويلای، ستاسې شخصيت لۀ خبرو او کړو وړو څخه څرګندېږي، بريالي خلک هغه دي چې خپل شخصیت پۀ ښۀ ټوګه په ټولنۀ کې څرګندوي، هغوی د خپل شخصیت څرګندونه پۀ ټولنه کې پۀ دې ډول کوي، د خلکو پۀ وړاندې نيک عملونه کوي، د خلکو خدمت کوي او هغه کارونه چې د خلکو او ټولنې پۀ زیان وي نۀ یې ترسره کوي.
کۀ تاسو غواړئ چې په ټولنه کې راڅرګند شئ، نو د ښو کارونو پۀ کولو مۀ شرمېږئ، له خلکو سره پۀ مجلسونو کې ګډون وکړئ، د خلکو خبرو تۀ غوږ ونيسئ، د اړتيا په صورت کې پۀ خپل نوبت سره خپل نظر څرګند کړئ، پۀ خپلو خبرو د خلکو پام ځانته داسې راواړوئ، چې خلک پوه شي تاسو بې ارزښته نۀ غږېږئ.
لۀ وړو وړو باريکيو څخه ځان وساتئ، د خلکو بدګڼې مۀ بيانوئ، ځکه ددې کار پۀ کولو سرۀ ستاسو مخاطب دا فکر کوي چې تاسو د هغه بدي د هغه پۀ مخ کې بیانوئ نو پۀ غیاب کې خو بۀ يې هرومرو نورو خلکو ته نیمګړتیاوې په ډاګۀ کوئ، چې دا ډېر بد عادت دی او ځان ترې وژغورئ، ځکه کلۀ چې تاسو د خلکو بدي بيانوئ، د هغوی درسره کرکۀ پیدا کېږي او پۀ هرځای کې مو مخالفت کوي، نو کۀ غواړي چې يو ښۀ شخصيت واوسئ هڅه وکړئ، د ځان مينوال او ملاتړي پیدا کړئ، نۀ مخالفین.