د هېواد حالات ورځ تر بلې خرابیږي. له هرې زاویې چې هېواد او حالاتو ته وګورو هېڅ مثبتې نښې پکې نه لیدل کېږي. ناامني او فساد چې طالبان یې د له منځه وړلو ادعا کوله، مخ پر زیاتیدو دي، په ځانګړې توګه فساد چې خپل اوج ته رسیدلی دی. پاسپورټ، تذکره او نکاح خط له بډو پرته چاته نه ورکول کیږي. په اصل کې طالبان د خدمتونو د وړاندې کولو پر ځای دا اسناد په تور بازار کې په ډېره لوړه بیه پلوري. همدا اوس یو پاسپورت چې د هر افغان وګړي اساسي حق دی، د طالبانو له لوري په تور بازار کې له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ ډالرو پورې پلورل کېږي. د نږه اسلام (طالبانو) د واکمنۍ د مدعیانو اخلاقي فساد او جنسي تېري ټولو ته څرګند دي. د طالبانو لخوا د نجونو او ښځو د تښتولو او بیا پر هغوی د جنسي تیري ټکان ورکوونکي راپورونه او روایتونه خپاره شوي دي. هره ورځ پر یو شمېر بندي ښځو او نرښځیانو د دې ډلې د جنګیالیو او قوماندانانو د تېري راپورونه هم خپرېږي، پر هغه څه سربېره چې د طالبانو له لوري په رسمي توګه اعلان شوي او د افغانستان پر ښځو او نارینه وو یې د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده، د دې ډلې زورواکۍ، تیري او تعصب خلک ترسخت فشار لاندې راوستې دی . خلک نه په خپلو کورونو کې په کراره دي او نه هم بهر، په ځانګړې توګه ښځې او پیغلې نجونې. دا ډول وضعیت د طالبانو د مخالفو ډلو لخوا جدي اقداماتو ته اړتیا لري چې د خلکو پر مخ د هیلو کړکۍ پرانېزي او طالبان دې ته اړ کړي چې په خپلو کړنو کې له احتیاطه کار واخلي.
د طالبانو پر وړاندې سیاسي او نظامي خوځښتونه چې باید په تېرو درېیو کلونو کې یې ځان سره منسجم کړی وای او د طالبانو د باور وړ بدیل وای، په دې برخه کې یې یو ګام هم نه دی پورته کړی. په دې موده کې کله یو او کله بل خوځښت نورو ته د « یووالي او اتحاد» بلنه ورکوي، خو نه یې خپله تعقیبوي او نه نور ارزښت ورکوي. دلیل یې دا دی چې نور فکر کوي چې د یووالي بلنه ورکوونکي هڅه کوي چې تر خپل بیرغ لاندې یې راولي. دا وضعیت د طالبانو پر وړاندې د سیاستوالو او پوځیان د بې باورۍ محصول دی. هغوی د خپل سیاسي ژوند له پیلېدو راهیسې په ځانګړې توګه د ګوندونو مشرانو، ډېر حساس ایتلافونه جوړ کړي او وروسته ترې وتلي او یا هغه اېتلافونه له منځه تللی دی. هر یوه یې تړونونه مات کړي او یو بل په همدغه سیاسي شالید سره پيژني او له همدې امله په اسانۍ سره پر یو بل باور نشي کولای. هغه ځوانې څېرې چې د طالبانو پر ضد سیاسي یا پوځي خوځښتونه رهبري کوي هم سخت اختلافونه لري. هغوی دا نه مني چې په دودیزو مشرانو پسې اقتدا وکړي او له هغوی سره یوځای شي او نه هم پخپله دومره ځواک لري چې د طالبانو پر ضد یو همغږي او ځواکمن حرکت پیل کړي. له بلې خوا د هغوی په منځ کې ځان غوښتنه هم لیدل کیږي چې پر بنسټ یې د یو بل پر ضد خبرې کوي او د طالبانو ضد حوزې درزونه لویوي.
سره له دې چې د طالبانو ضد پوځي جبهې د دغې ډلې په جنګیالیو باندې خپلو تیت او پرک بریدونو ته دوام ورکړی دی، خو تر اوسه نه دي توانیدلي چې د طالبانو د رژیم پر وړاندې کومه لویه ننګونه رامنځته کړي. تر اوسه د دغو جبهو جګړه چریکي او ناڅاپي ده چې طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، خو دې ته په پام سره چې طالب جنګیالیو د دې ډلې مشرتابه هیڅ ارزښت نه لري او د توپ د خولې د غوښې په څېر چلند ورسره کوي، د څو تنو هغوی وژل کېدل ملا هبت الله او د هغه د شاوخوا کسان نه اندېښمنوي. هغوی به هله د پوځي جبهو په تړاو اندیښمن شي چې دا جبهې د افغانستان د خاورې یوه برخه د طالبانو د امارت له کنټروله وباسي. هغو فعالیتونو ته په پام سره چې د ملي مقاومت جبهې او ازادي جبهې تر اوسه کړې دي، داسې نه ښکاري چې هغوی دې په لنډه موده کې د طالبانو لپاره داسې اندېښنه او ننګونه رامنځته کړي.
دا چې د طالبانو ضد پوځي جبهې نه دي توانیدلي چې جغرافیه ولري د ډېرو علتونو معلول او پایله ده، خو یو مهم لامل یې د دغو جبهو د انسجام نشتوالی دی. د ازادۍ جبهه او د مقاومت جبهه د یوې موخې لپاره جنګېږي، هغه دا چې طالبان خبرو ته اړ کړي او یا هم د دې ډلې رژیم رانسکور کړي. خو د خپلو امتیازغوښتنو له امله نه دي توانېدلي چې د یو بل ترڅنګ ودرېږي او یو بل ته لاس ورکړي. ښایي د دغو دوو پوځي جبهو د انسجام یا یووالي د نشتوالي یو لامل د مشرتابه نوم وي. د یاسین ضیا په څېر کسان ښايي نه غواړي چې د احمد مسعود تر مشرۍ لاندې جګړه وکړي او له بلې خوا احمد مسعود د یاسین ضیا په څېر کس مشري نه شي زغملای. له همدې امله دوی یو بل ته د یووالي بلنه ورکوي، خو عملاً دغه یووالي ته د رسېدو لپاره خبرو ته نه کېنی. دا د نورو طالب ضد ډلو او خوځښتونو په منځ کې یو لوی او ویجاړوونکی ځوړ دی.
د طالبانو ضد سیاسي ګوندونه او ایتلافونه هم پوځي جبهو ته ورته وضعیت لري. که څه هم هغوی بېلابېلې لارې لري، خو ټولو یې ځان ته یوه منتخب، ولسي او ولسواک حکومت ته د رسېدو هدف ټاکلی دی. هغه لاره چې هغوی خپلې موخې ته د رسېدو لپاره غوره کړې ده، سیاسي کار او لابیګري ده چې پر طالبانو د بهرني فشار په اچولو سره دا ډله د خبرو میز ته راولي. هغوی په دې برخه کې هم هېڅ کار نه دی کړی. د طالبانو پر وړاندې نه پوځي جبهې او نه هم سیاسي خوځښتونه تر اوسه پر دې توانیدلي چې ځان نړۍ او تر ټولو مهمه دا چې د افغانستان خلکو ته د طالبانو د بدیل په توګه ثابت کړي. هغوی (په ځانګړې توګه د سیاسي ګوندونو مشرانو) د خپلې سیاسي مخینې له امله چې دومره ښه نه ده، تر ډېره د خلکو باور له لاسه ورکړی دی او په دې موده کې د نړۍوالې ټولنې د باور پر خپلولو هم نه دي بریالي شوي. نو کله چې نړيوال سازمانونه او نړيواله ټولنه غواړي چې د افغانستان په تړاو خبرې او بحث وکړي، نو دغو سياسي خوځښتونو او پوځي جبهو ته د افغانستان د قضیې د یوه اړخ په توګه بلنه نه ورکوي. که هغوی وغواړي چې هم له طالبانو او هم د افغانانو له استازو سره خبرې وکړي، نو له ځينو نورو کسانو سره اړیکه نیسي او غونډو ته یې وربولي. سیاسي او نظامي خوځښتونه پر دې نه دي توانیدلي چې ځان د افغانانو د استازو په توګه نړۍ ته تثبیت کړي. د دې ټولو مواردو لامل د دغو ځواکونو د همغږۍ او انسجام نشتوالی دی. د طالبانو پر وړاندې سیاسي خوځښتونه تر اوسه یوازې د اعلامیو په خپرولو پورې محدود دي. دوی نه دي توانېدلي چې له نړیوالې ټولنې سره اړیکي ټینګې کړي او نه یې د افغانانو په منځ کې خپل زیانمن شوی حیثیت بېرته رغولی دی. د دې حالت دوام د افغانستان خلکو ته له ځان سره لا ډېر کړاوونه لري.