۸صبح، کابل: په کابل کې سرچینې وايي چې دوه وروڼه د ځمکې د مالکیت پر سر له لفظي شخړې وروسته، د طالبانو د یوه جنګیالي له خوا وژل شوي دي.
سرچینو شنبه د وږي پر ۲۸مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې عبدالباسط او عبدالرحیم نومي دوه وروڼه پرون ماښام د کابل ولایت د دهسبز ولسوالۍ په ترهخیلو سیمه کې وژل شوي دي.
د سرچینو په وینا، دا دوه وروڼه په ډزو سره وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې هم په فراه ولایت کې د طالبانو یوه ځایي قوماندان خپل پوروړی په ډزو وژلی و.





