۸صبح، کابل: سرچینې وايي چې طالبانو د کابل ښار د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زدهکړې ځنډولې دي.
سرچینو سهشنبه د وږي پر ۲۴مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې منلې چې د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې په یوې خبرتیا کې ویلي چې په دغه انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زدهکړې تر بلې خبرتیا ځنډول شوې دي.
په خبرتیا کې چې یوه کاپي یې ۸صبح ورځپاڼې ته لېږل شوې، راغلي چې دا پرېکړه د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د شفاهي حکم پر بنسټ شوې ده.
په دې خبرتیا کې له کورنیو غوښتل شوي چې له ۱۲ کالو پورته لوڼې دې دغه انستیتیوت ته نه لېږي.
دا حکم داسې مهال شوی چې څه باندې پنځه کاله کېږي له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز لګېدلی دی.





