د کابل یو شمېر اوسېدونکي په افغانستان کې د ځینو جوړو شویو درملو له کیفیته شکایت کوي. دوی وايي، که څه هم د کورنیو درملو بیې د ډېرو وارداتي درملو پرتله ټیټې دي، خو په ځینو مواردو کې د هغو د کیفیت او اغېزناکتوب په اړه کافي ډاډ نه لري. د دوی په خبره، د کورنیو درملو د ترکیباتو او کیفیت په تړاو د کافي معلوماتو نشتوالی او د تولید د بهیر د څارنې د څرنګوالي په اړه اندېښنه د دې لامل شوې چې د درملو د پېرلو پر مهال یو شمېر مصرفوونکي وارداتي درملو ته لومړیتوب ورکړي.
د کابل دغه اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي چې د درملو پر فابریکو منظمې څارنې او د محصولاتو د کیفیت ازمایل کولای شي د کورنیو درملو پر تولیداتو د خلکو د باور په زیاتېدو کې اغېزناک تمام شي. دوی ټینګار کوي چې په هېواد کې د درملو د تولید زیاتوالی هغه مهال کولای شي پر وارداتو تکیه کمه کړي چې د دغو محصولاتو کیفیت او موثریت هم تضمین شي.
د کابل اوسېدونکې زلیخا وايي، د کورنیو او وارداتي درملو د کارولو بېلابېلې تجربې یې د دې لامل شوې چې د درملو د پېرلو پر مهال له ډېر احتیاطه کار واخلي. نوموړې زیاتوي چې په یوه مورد کې یې د افغانستان جوړ یو ډول درمل وکارول، خو له تمې سره سم یې پایله ورنه کړه او اړه شوه چې د درملنې د دوام لپاره یې وارداتي ډول واخلي. د هغې په خبره، دا ډول تجربه د ناروغ لپاره د درملو پر بدلولو سربېره د درملنې لګښت هم زیاتوي.
زلیخا وايي: «کله چې د درملنې لپاره درمل اخلې، تمه لرې چې لږ تر لږه هغه نتیجه ترلاسه کړې چې ډاکټر درته ویلي وي؛ خو ما یو ځل د افغانستان جوړ درمل واخیستل او له کارولو وروسته مې هېڅ بدلون ونه لید. کله مې چې وارداتي درمل وکارول، احساس مې وکړ چې نتیجه یې ښه وه او همدا لامل شو چې بل ځل د کورنیو درملو په پېرلو کې ډېر احتیاط وکړم.»
د کابل بل اوسېدونکی شکور شاهد وايي، د افغانستان د ځینو جوړو شوو درملو په اړه یې اصلي اندېښنه د دغو محصولاتو د کیفیت او ترکیباتو په اړه د ډاډ نشتوالی دی. نوموړی زیاتوي چې مصرفوونکي عموماً نه شي کولای تشخیص کړي چې یو درمل د روغتیايي معیارونو له مخې تولید شوي او یا پکې کارول شوي مواد له هغو مشخصاتو سره سمون لري چې پر بستهبندۍ لیکل شوي دي که نه. د هغه په خبره، همدا اندېښنه د دې لامل شوې چې یو شمېر خلک، سره له دې چې وارداتي درمل ګران دي، بیا هم هماغو ته مخه کړي.
شکور شاهد وايي: «کله چې یو افغاني شربت ۵۰ افغانۍ او وارداتي ډول یې ۱۵۰ افغانۍ بیه ولري، خلک ښايي د درملو د ټيټې بیې له امله کورني درمل واخلي؛ خو مهمه دا ده چې پوه شي چې دغه درمل رښتیا هم هغه ترکیبات او کیفیت لري چې باید یې ولري. که سمه څارنه وشي او خلک د درملو له کیفیته ډاډمن شي، فکر کوم چې پر کورنیو تولیداتو به هم باور زیات شي.»
شاهد زیاتوي چې د طالبانو مسوولان باید د درملو د تولید بهیر له خامو موادو د تولید او په بازار کې تر عرضې پورې وڅاري او طبي محصولات په منظم ډول وازمويي. د هغه په خبره، د کورنیو درملو ټیټه بیه هغه مهال د خلکو لپاره یوه ګټه کېدای شي چې دغه محصولات د کیفیت او اغېزناکتوب له پلوه هم له اړینو معیارونو سره سمون ولري.
بلخوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د افغانستان د جوړو درملو کیفیت د منلو وړ بولي او وايي چې د ټولو کورنیو درملو کیفیت په یوه کچه نه شي ارزول کېدای.
د کابل اوسېدونکې آمنه وايي، د پاکستان د لارې له تړل کېدو وروسته د ځینو وارداتي درملو کیفیت هم کم شوی او په همدې لړ کې ځينې کورني درمل توانېدلي چې په بازار کې د دغو محصولاتو د یوې برخې ځای ونیسي. نوموړې زیاتوي چې د ځینو کورنیو تولیداتو، لکه سیروم او الکولو، کیفیت ورته د منلو وړ دی، خو لا هم د یو شمېر نورو درملو د کیفیت په اړه کافي ډاډ نه لري.
آمنه وايي: «موږ اوس مهال له کورنیو تولیداتو استفاده کوو او تر یوه حده راضي یو، خو تولیدوونکي باید پر کیفیت لا ډېر کار وکړي؛ ځکه که خلک یو ځل له یو ډول درملو نتیجه ترلاسه نه کړي، باور یې له منځه ځي او ان که وروسته یې کیفیت ښه هم شي، ښايي بیا ورته مخه ونه کړي.»
د کابل بل اوسېدونکی شمسالله د ځینو نورو مصرفوونکو پر خلاف وايي چې پر افغانستان جوړو درملو باور لري او په ځینو مواردو کې یې کیفیت د یو شمېر وارداتي درملو پرتله ښه بولي. نوموړی زیاتوي چې خپله یې له ځینو کورنیو درملو استفاده کړې او د افغانستان د درمل جوړونې د صنعت د نویتوب ته په پام سره یې کیفیت د منلو وړ موندلی دی.
شمسالله وايي: «زه شخصاً د ډېرو بهرنیو درملو پرتله پر کورنیو درملو باور لرم؛ هم د کیفیت له پلوه او هم له دې امله چې په هېواد کې باید د درملو تولید وده وکړي. ما خپله له کورنیو درملو استفاده کړې او کیفیت یې د ځینو هغو بهرنیو درملو پرتله ښه حس کړی چې شرکتونه یې واردوي.»
هغه زیاتوي چې خلک باید د درملو د پېرلو پر مهال یوازې د شرکت نوم یا د یوه برانډ پر پېژندګلوۍ تمرکز ونه کړي، ځکه د هغه په خبره، ځینې مشهور برانډونه هم ښايي د مطلوب کیفیت لرونکي نه وي. شمسالله ټینګار کوي چې روغتیايي ادارې باید د کورنیو او وارداتي درملو پر کیفیت او موثریت جدي څارنه ولري، څو خلک خپل انتخاب د کیفیت پر بنسټ وکړي نه یوازې د نوم او تبلیغاتو له مخې.
دغه بېلابېل نظرونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د درملو د تولید د فابریکو فعالیت زیات شوی او طالبانو د کورنیو تولیداتو د پراختیا او پر وارداتو د تکیې د کمولو خبره کړې ده. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي تر دې وړاندې ویلي وو چې د ۵ زره او ۹۰۰ شرکتونو لپاره د فعالیت جوازونه صادر شوي او شاوخوا دوه زره ډوله تولیدي توکي په هېواد کې دننه تولیدېږي. هغه همداراز ویلي وو چې افغانستان د شاوخوا ۳۰۰ ډوله توکو او محصولاتو په تولید کې پر ځان بسیا شوی دی.
د درمل جوړونې په برخه کې هم د کورني تولید ظرفیت زیات شوی دی. د هرات د کانونو او صنایعو خونې د مسوولانو په خبره، اوس مهال د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د درملو او طبي تجهیزاتو ۱۸ فابریکې فعالیت کوي او څه باندې ۱۱۰۰ډوله درمل پکې تولیدېږي. دوی وايي چې د نږدې ۳۰ نویو فابریکو په پرانیستل کېدو سره به په دې برخه کې د درملو د تولید ظرفیت او کاري فرصتونه زیات شي.


